جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهط-ان: پاکستاني ځواکونو برید را باندې کړی او تلفات ېې را اړولي

ط-ان: پاکستاني ځواکونو برید را باندې کړی او تلفات ېې را اړولي

تاند:( چار شنبه،د سنبلې درويشتمه)‏‏ په افغانستان کې د طالبانو د حاکمې ادارې يوه وياند ويلي، چې پاکستاني ځواکونو پرون د اصولو خلاف ډیورند کرښې ته نیږدې د پوستې د جوړولو هڅه کړې.

د وياند بلال کریمي په وينا، د دوی ځواکونو غوښتل ددې موضوع په اړه له پاکستاني پوځیانو سره خبرې وکړي خو هغوی ورباندې ډزې کړې دي او تلفات رامنځ ته شوي دي.

 کریمي وايي، چې د دواړو خواوو چارواکي لاس په کار شوي څو کرښې ته نیږدې د تاسیساتو جوړولو او په راتلونکي کې د داسې پېښو د رامنځ ته کېدو مخه ونیسي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ مخکې هم د ورته نښتو راپورونه ورکړل شوي،تر دې چې پاکستاني ځواکونو يو ځل د افغانستان په خوست ولايت کې له دې ادعا سره چې پاکستاني طالبان یې په نښه کول،هوایي بمبار هم کړی،خو د خلکو په وینا چې د طالبانو ادارې یې پر وړاندې کوم جدي غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. په دې زرګري خبرو اوس څوک نه غولېږي. ټالب د پاکستان له امره پرته خوله هم نشې خلاصولی. دا هسې مفته قصې دي. افغانستان رسما اشغال دی. دا له عوام فریبي بل هيڅ ندي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب