Homeخبرونهپاکستاني خبريالانو سره ناسته؛مجاهد:د ورورۍ د پیاوړتیا لپاره افغان خبریالان پاکستان ته...

پاکستاني خبريالانو سره ناسته؛مجاهد:د ورورۍ د پیاوړتیا لپاره افغان خبریالان پاکستان ته په سفر درځي

تاند:( چار شنبه،د سنبلې درويشتمه)‏‏ ‏‏‏د پاکستاني رسنيو د استازو یوه پلاوي کابل ته سفر کړی.

د طالبانو خبري سرچينو ويلي،چې دغه پلاوي د دوی لوړ پوړو وياندويانو او د افغاني رسنيو استازو سره ګډه غونډه کړې ده.

مجاهد په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو د رسنيو تر منځ همکاري اړينه ګڼلې او ویلي،چې د ورورګلوۍ اړیکو د پراختیا لپاره به د افغاني رسنيو استازي پاکستان ته په سفر واستوي.

په يوه بل خبر کې راغلي،چې د پاکستاني خبريالانو دغه پلاوي د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار سره هم ليدلي.

دا په داسې حال کې ده،چې له پاکستان څخه د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته دغه هېواد ته د ورغلو افغان خبریالانو د ورځ تر بلې زیاتیدونکو ستونزو خبرونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...