Homeخبرونهبريښنا شرکت:د ازبکستان پورونه به ژر خلاص او د وارداتي برېښنا نوی...

بريښنا شرکت:د ازبکستان پورونه به ژر خلاص او د وارداتي برېښنا نوی تړون به وکړو

تاند:( چار شنبه،د سنبلې درويشتمه)‏‏ ‏‏د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې د سپټمبر تر پایه به د ازبکستان هېواد ټول پورونه ادا شي او له یاد هېواد سره به د برېښنا واردولو نوی تړون لاسلیک کړي.

 د برېښنا شرکت لپاره د طالبانو له لوري ټاکل شوي عمومي اجرائیوي رئيس ملا محمد حنیف حمزه ویلي،چې په دې اړه ېې د ازبکستان د برېښنا ملي شبکې له رئیس او نورو مسوولینو سره پر ویډیویي کنفرانس خبرې کړي دي.

د هغه په وينا، په دغه کنفرانس کې د ۲۰۲۲ کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون پر پلی کولو ټینګار، د سرخان ـ پلخمري ۵۰۰ کیلو ولټ پروژې او پورونو د تادیې په اړه خبرې شوې دي.

د برېښنا شرکت عملیاتي رئیس صفي الله احمدزي ویلي، چې د سرخان ـ پلخمري ۵۰۰ کیلو ولټ مزي پروژه د اسیا پراختیایي بانک له لورې تمویلېدله، خو اوس یې کارونه ولاړ دي، خو ویل شوي چې آسیا پراختیايي بانک د خپلو تمویلوونکو پروژو ارزونې پیل کړې، په خبره یې، هېله شته چې دوی بېرته د یادې پروژو پلي کولو ته چمتو شي.

طالبانو نه دي ويلي،چې د ازبکستان هېواد څخه څومره پوروړي دي او دغه پورونه له کومو پیسو ادا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...