دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد بشري ناورين باوجود تېر کال څه باندې يو ميليون نوي ماشومان...

د بشري ناورين باوجود تېر کال څه باندې يو ميليون نوي ماشومان زيږول شوي

تاند:( چار شنبه،د سنبلې درويشتمه)‏‏ ‏‏د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ويلي،چې تېر کال په افغانستان کې څه باندې يو ميليون نوي ماشومان زيږول شوي.

د نوموړي په وينا د دغو زيږنونو پر مهال نيږدې ۶سوه میندې مړې شوې هم دي.

د طالب وزیر په خبره، د تېر کال سياسي او اقتصادي وضعیت د روغتيايي خدمتونو پر کمیت او کیفیت هم منفي اغیز کړی دی.

له دې سره، د طالبانو د روغتيا وزارت سرپرست هیله من دی چې ایران ته وروستی سفر به یې روغتيا وزارت ته د مرستو د جذب په برخه کې ښې لاسته راوړنې ولري.

په افغانستان کې د نسل زياتيدو په اړه مخکې هم زیاتې نیوکې شوي.

افغانستان له تېر کال راهيسې سخت بشري او اقتصادي ناورين ځپلی.

ملګرو ملتونو ويلي،چې تر ۲۳میليونو پورې افغانان کافي خواړه نه لري او نیږدې ۵ میلیونه ماشومان د خوار ځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.

1 COMMENT

  1. د هر فکری جریان ( هم حاکم او هم له حاکمیت څخه بهر ) سره دوستی یا دښمنی خپل اصول لری.
    د افغان وولس د نسل د زیاتوالی په اړه اندیښنه او تشویش او خواشینی د غرب او استعمار او صهیونیزم د مزدورانو خصلت دئ. د نسل ډیرښت د هر هیواد او هری ټولنی لپاره یوه مادی او معنوی پانګه ده.
    عجیبه دا ده چی غربی دولتونه ټولو میندو ته د اولادونو د زیږېدو په بدل کی خاص امتیازات ور کوی خو بړیڅی ئې زموږ په هیواد کی د تناسل په وړاندی منفی تبلیغات کوی.
    چی دا رسوائی او افتضاح به څرنګه توجیه سی:
    استعمارګرانو د تئوریک په ډګر کی روشنفکران! هڅولی دی او د پراکتیک په ډګر کی ئې د علم او مدنیت دښمنان هڅولی دی ، د یوه ماموریت دا دئ چی د نسل د ډیرښت مخه په خوږو ادبیاتو ونیسی او د بل ماموریت دا دئ چی ( عملاً ) وولس د جهالت او تحجر او لوږی او ناروغیو په منګولو کی یرغمل کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب