Homeخبرونهاروپايي ټولنه:ط-ان زموږ د تعامل په شرایطو نه دي برابر شوي

اروپايي ټولنه:ط-ان زموږ د تعامل په شرایطو نه دي برابر شوي

تاند:( چار شنبه،د سنبلې درويشتمه)‏‏ ‏‏د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون ویلي،چې د افغانستان پر خاورې د طالبانو حاکمه اداره له دغې ټولنې سره د تعامل په شرایطو نه ده برابره شوې.

نوموړي له شپږم ټولګيو څخه د نجونو د پورته ښوونځيو پرانيستل، دندو ته د ښځو ستنیدل، د بشري حقونو د تامين تضمین او داسې نور موارد چې ډېری افغانان او نړیواله ټولنه ېې له طالبانو څخه عملي کیدل غواړي، له دغې ډلې سره د اروپايي ټولنې د تعامل اصلي شرايط ګڼلي دي.

مخکې د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مسوول جوزب بورل له طالبانو سره د تعامل په کیدو ټینګار کړی و،خو شرط ېې دا و چې طالبان به د دغې ټولنې له لوري وضع شویو شرايطو ته غاړه ږدي.

طالبانو د اروپايي ټولنې د استازي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی،خو ویلي یې دي چې د ښوونځيو د پرانيستلو په ګډون نور موارد ټول د دوی د صلاحیت اړوندې پریکړې دي.

افغان څارونکي انديښمن دي،چې د طالبانو دغه سرزوري،چې ممکن د دوی د تر ټولو ستر ملاتړي پاکستان لاس به پکې وي، د طالبانو اداره نوره هم منزوي او ورسره په افغانستان کې بشري ناورين نور هم پراخ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...