Homeخبرونهد تورخم صفري نقطې ته په بسونو کې د مساپرو لېږد پیلیږي

د تورخم صفري نقطې ته په بسونو کې د مساپرو لېږد پیلیږي

تاند:( چار شنبه،د سنبلې درويشتمه)‏‏ ‏‏د ننګرهار لپاره د طالبانو د ادارې والي حاجي ملا محمد نعيم اخند او د دوی د ترانسپورت وزارت مرستيال صديق الله عابد د ليدنې پر مهال ويلي، چې ډېر ژر به په تورخم کې صفري نقطې ته د مسافرينو لېږد د بسونو په واسطه پيل کړي.

ملا صدیق زیاته کړې، چې مسافرين به له ترمينل څخه صفري نقطې ته انتقاليږي، چې په دې سره به د ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ مخنيوی هم تر سره شي.

هغه زياته کړه، چې ډېر ژر به د دې ولايت ټولو لويو تم ځايونو کې د ۴۹ کسانو په ګمارنې سره ترانسپورتي چارې منظم کړي، چې ور سره به عوايد هم زيات شي.

د طالب مقام په وینا، مسافرينو ته يې په ټولو تم ځايونو کې لازم تدابير هم په نظر کې نيولي دي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د ادارې والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د دوی له ترانسپورت وزارت څخه غوښتنه يې وکړه ترڅو مسافرينو په ځانګړي ډول ناروغانو ته لازم سهولتونه رامنځته شي.

د پاکستان منتقدین بيا وايي،چې په تورخم کې د ورته خدماتو د زیاتیدو تر شا دغه هېواد لاس لري،ځکه د سرحدي خدماتو له بنسټي کیدو سره غواړي دغه تحمیل شوې صفري نقطه د يوه رسمي سرحد په بڼه واوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...