دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهیونیسکو په ۲۰ولایتونو کې ۲۵زره افغانانو ته د سواد زده کړې کورسونه...

یونیسکو په ۲۰ولایتونو کې ۲۵زره افغانانو ته د سواد زده کړې کورسونه پیلوي

تاند:( چار شنبه،د سنبلې درويشتمه)‏‏ ‏‏د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان (یونیسکو) په ۲۰ولايتونو کې ۲۵زره افغانانو ته د سودا زده کړې کورسونو د پیلولو د پلان خبر ورکړی.

په افغانستان کې د یاد شوي سازمان استازي عبدالله عمر په بلخ ولايت کې ویلي،چې تېر کال ېې د افغانستان په ۳۴ولایتونو کې تر ۹۰زرو پورې کسانو ته د سودا زده کړې زمینه برابره کړې ده.

په جمهوري نظام کې سلګونه زره افغان نارينه او ښځينه د سواد زده کړې په برخه کې وروزل شول،خو لا هم یوه لویه برخه افغانان له سواد څخه محروم دي.

د دغو کورسونو د پیلیدو د پلان خبر په داسې مهال ورکړل شوی،چې د دوکتورا،ماسټرۍ او د پوهنتون د استادۍ تر کچې یوه د پام وړ برخه افغانان له هېواده د وتو د هڅو خبر ورکوي.

دوی د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته، دغه ډله عصري تعليم او څښتنانو سره ېې په ناوړه چلند تورنوي او وايي په لوی لاس داسې کارونه کیږي،چې افغان کادرونه هېواد پريږدي او د بې علمو له واکمنۍ څخه په استفادې بهرنيان خپلې شومې اجنډاوې په ښه تطبيق کړي.

طالبان بيا د عصري زده کړو د ملاتړ او کادرونو د درناوي خبر ورکوي،خو نه وايي چې ولې د لوړ ترينه عصري زده کړو د څښتنانو پر ځای د مدرسو ټیټ پوړي فارغان او جنګیالي ګماري ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب