شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهمجاهد:جیش محمد د پاکستان د حکومت خپله ډله ده،موږ‌ پناه نه ده...

مجاهد:جیش محمد د پاکستان د حکومت خپله ډله ده،موږ‌ پناه نه ده ورکړې

تاند:( چار شنبه،د سنبلې درويشتمه)‏‏ د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هغې ادعا ته توند غبرګون ښودلی،چې وايي د جیش محمد پاکستاني ډلې مشر په افغانستان کې دی او طالبان یې باید دوی ته وسپاري.

د طالبانو يوې مشهورې وېبپاڼې نن ټکي اسيا د طالبانو د ادارې د وياند ذبيح الله مجاهد له قوله لیکلي:«جیش محمد د پاکستان حکومت تر حمایت لاندې ډله ده او په خپل هیواد کې اوسیدلی شي. په افغانستان کې یې شتون واقعیت نه لري.»

په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت هم په دې اړه اعلاميه خپره کړې او د پاکستان ادعا ېې بې بنسټه ګڼلې ده.

په دې اعلاميه کې راغلي:«غواړو په ډاګه کړو، چې پخپله خاوره کې د هېڅ هېواد مخالفو وسله‌والو ته د فعاليت اجازه نه ورکوو. همداراز پر ټولو اړخونو غږ کوو چې بې له کومو شواهدو او اسنادو په داسې مواردو کې له بې ځایه تورونو ډډه وکړي. دا ډول رسنیز تورونه پر دوو اړخيزو اړيکو منفي اغېز لرلای شي.»

پاکستان پرون ادعا وکړه،چې د جيش محمد ډلې مشر مسعود اظهر په افغانستان کې دی.

نن د طالبانو اداری د مشخصې سیمې له ښودلو پرته ويلي،چې پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نویو تاسیساتو د جوړولو پلان درلود،چې دوی یې مخالفت او پاکستاني ځواکونو یې په غبرګون کې پر طالبانو ډزې کړي.

ويل شوي،چې د ډزو او نښتې له کبله دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

1 COMMENT

  1. سمرقند کې د شانگهای همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې ویل کیږي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته په ډاگه کړې چې د اسلامي امارت په اړه د اسلام اباد د سیاست څرنگوالی مسکو ته ډیر مهم دی.
    روسیه فکر کوی، امریکا او پاکستان د طالبانو په تضعیفولو سره داعش ډله پیاوړی کوی
    شنونکي وایي، د پاکستان لخوا امریکایي بې پیلوټه الوتکو ته لار ورکول او پر طالبانو او ظواهري عملیات د داعش د لیکو د پیاوړتیا باعث گرځي او دا کار د مسکو تشویش راپاروي.
    د امریکایي شنونکو په وینا روسیه باور لري چې د پاکستان د ISI اداره په کابل کې د روسیې پر سفارت د داعش ډلې له بریده هم خبره وه خو مسکو ته یې اطلاع نه وه ورکړې.
    کابل نیوز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب