چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهکریم خرم:د بشري مرستو په نوم د افغان بانکي زېرمو مصرفول تاريخي...

کریم خرم:د بشري مرستو په نوم د افغان بانکي زېرمو مصرفول تاريخي جفا ده

تاند:( چار شنبه،د سنبلې درويشتمه)‏‏ د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم د سويس يوه بانک ته د امریکا متحده ایالاتو له لوري د افغانستان د کنګل کړې بانکي زېرمې د درېیمې برخې د خلاصون او په افغانستان کې بشري مرستو ته ېې پر ځانګړي کیدو توند غبرګون ښودلی.

دغه اعلان نن د امريکا د خزانې وزارت وکړ او ویې ويل،چې د دغه ۱۰ميليارد ډالرو درې عشاريه پينځه میلیارده به د طالبانو له لاسرسي لیرې د افغانستان د بشري ناورين د مقابلې لپاره ولګول شي.

کریم خرم په دې اړه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:«امریکا له افغان ملت سره بله تاریخي جفا کوي. د اسعارو ذخیره یې نیموي او بیا یې مصرف ته وړاندې کوي. ددې وطن هر وگړی او بین المللي بنسټونه دې ددغې پریکړې په وړاندې عکس العمل وښیي.سرپرست حکومت هم ددې وضعیت په منځته راتلو کې ملامت دی خو دا د امریکا دغه عمل نه توجیه کوي.»

د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

 يو شمير افغان اقتصادي شنونکو هم د بشري مرستو په نوم په داسې حالت کې،چې د طالبانو اداره له ډېرو اقتصادي او مديریتي ستونزو سره مخامخ ده، دغې ادارې ته د بشري ناورين د مقابلې په نوم د افغان بانکي زېرمو د سپارلو مخالفت کړی.

دوی باور لري،چې يادې پيسې به په دې ډول ضايع او د ډالرو سخت کمښت اقتصادي بحران سره مخامخ پاکستان ته،چې پر طالبانو ژور نفوذ لري، ګټه ورسوي.

د دغو شنونکو په باور، که امريکا او نړيوال د افغانستان د بشري ناورين مقابلې ته صادقانه لېوالتيا ولري، په نورو بدیلو لارو دې غور وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب