یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+بانکوالي او کمپیوټرونه

بانکوالي او کمپیوټرونه

کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه

لیکوال: هیري هنډرسن

ژباړه: رحمت شاه فراز

دېرشمه برخه

بانکوالي او کمپیوټرونه

د بانکونو لوی شمېر فعالیتونه اوسمهال په انلاین بڼه ترسره کېږي، چې دغه کار په ۱۹۵۰ کلونو کې پیل شو. بانکونو تر ټولو ړومبی د پیسو د لېږد برېښنايي سیسټمونه (EFT) ور خپل کړل. بل خوا ته چې MICR یا د مقناطیسي کرکټر پېژندنې سیسټمونه منځته راغلل، نو د بانکي چیکونو تصفیه ورسره اسانه شوه، چې بانکي چیکونه به يې اتومات تنظیم او جدول بندي کول. نن ورځ چیکونه او نور تأدیات د ACH یا اتومات تصفیه خونو شبکه له لوري په خپلو ساحوي تصفیه خونو کې پروسیس کېږي.

کریډیټ کارډونه په ۱۹۶۰مو کلونو کې منځته راغلل او د چیکونو یو مشهور بدیل وګرځېدل. لنډه موده وروسته ATM شبکې او ډبیټ کارډونه پسې راغلل، چې دغه کارډونه د مشتري له بانکي حساب څخه پیسې د پلورونکي بانکي حساب ته انتقالوي.

د معاشاتو او خیریه چیکونو مستقیم انتقال هم د خوندیتوب او اسانتیا له کبله ډېر زیاته وده وموندله. د کریډیټ کارډ، ATM او ډبیټ کارډ سیسټمونه د ډیټا پروسیس پر هغو ټکنالوژیو متکي دي چې د دې اسانتیاوو صادروونکي مالي مؤسسې يې اداره کوي. د نوموړي سیسټم د خرابتیا په صورت کې د سملاسي مالي زیان او د مشتري د اعتبار په څېر جدي پایلو له کبله د پیسو د لېږد سیسټمونه باید له لوړ اعتماد او امنیت څخه برخمن وي. اعتماد د مقاوم (fault-tolerant) هارډویر په مټ جوړېږي (چې یو مثال یې تکراري سیسټمونه دي، چې د پرابلم په صورت کې یو سیسټم د بل په ځای کار ورکړي). دغه راز، د الګوریتمونو مثلاً پخواني DES (د ډیټا انکرپشن سټنډرډ) الګوریتم په استفاده د پیسو د لېږد پیغامونه باید د غلا او هیک په مقابل کې د لوړې سطحې امنیت ولري. په دې سربېره، د پیسو د لېږد سیسټمونو ډیزاینوونکي له دې چیلنج سره هم مخ دي چې سیسټم يې باید له قانوني پلوه د منلو وړ کاغذي سند ولري او اوسمهال برېښنايي لاسلیکونه د پیسو د انتقال لپاره په لویه کچه د قلمي لاسلیکونو د بدیل په حیث منل شوي دي.

انلاین بانکوالي

د برېښنايي بانکوالي بله ساحه انلاین بانکونه دي، چې مشتریان ګڼو بانکي چارو ته د انټرنټ له لارې لاسرسی مومي، چې له هغې ډلې باقیمانده حساب، انتقالات، اتومات تأدیې او د پورونو معاملات ښودلی شو. مشتري ته، انلاین بانکوالي تر ATM هم زیاته اسانتیا او معلوماتو ته لاسرسی ور په برخه کوي، مګر دا چې نغدې پیسې نه شي ترې لاسته راوړلی.

د بانک له لیدلوري بیا انلاین بانکوالي، مشتریانو ته د رسېدو او خدماتو په برخه کې نوې لارې هواروي او په ورته وخت کې د ATM پر هارډویر او شبکې فشار را ټیتوي. خو د انټرنټ له استعمال سره د هیکرانو په مقابل کې زموږ کمزورتیا زیاتېږي او د حریم او شخصي معلوماتو د سمبالښت هغه مسایل را پورته کېږي چې د الکترونیکي تجارت له نورو ساحو سره مشابهت لري. په ۲۰۰۶ کال د پیو ادارې یوې څېړنې وموندله چې د انټرنټ ۴۳ سلنه ګټه اخیستونکي انلاین بانکوالي کوي، چې ۶۳ میلیونه يې امریکايي ځوانان جوړوي او یوه بله موندنه ښيي چې د انټرنټ شاوخوا دریمه برخه کارن اوسمهال په انلاین ډول بیلونه جمع کوي. په دې سربېره، یوه ډله داسې بانکونه هم شته، چې یوازې د انټرنټ پرمخ فعالیت کوي، او ډېری یې له دودیزو بانکونو سره هم تړلي دي. د انلاین بانکوالۍ یو بل راښکونکی فیچر له مشهورو شخصي مالي سافټویرونو مثلاً Quicken سره د بانکي خدماتو د امتزاج اسانتیا ده.

له خپل اغېز سره سره، د انلاین بانکوالي مخه ممکن انګېرل شوي امنیتي نشتون نیولې وي. په ۲۰۰۶ کې د ګارټنر ریسرچ د څېړنې د راپور له مخې، د څېړنې تقریباً نیمايي ګډونوالو وویل چې د معلوماتو د غلا او کمپیوټري بریدونو د امکان په تړاو شته اندېښنو له انلاین خدماتو لکه بانکوالۍ او الکترونیکي معاملاتو څخه د دوی استفاده اغېزمنه کړې ده. ګارټنر د پایلې په ډول وايي چې شاوخوا ۳۳ میلیونه امریکايي ځوانان داسې دي چې د دې ډول اندېښنو له لاسه انلاین بانکوالي نه کوي. (بانکونه وخت په وخت، په غولوونکو ایمیلونو او ویب سایټونو دوکه شوي دي.)

د دې اندېښنو په غبرګون کې، دولتي قواعدو (FFIEC یا د فدرال مالي مؤسسو د کتنې شورا) او مقرراتو چې د ۲۰۰۵ کال په اکتوبر کې جاري شوو، له بانکونو وغوښتل چې د ۲۰۰۶ تر پایه پورې، د خطراتو د کنټرول جزیات او د ډیټا د غلا کېدو د مخنیوي په پار خپل پلانونه ورته وړاندې کړي. د یادې پروسې په ترڅ کې په ۲۰۰۶ کال کې لویو بانکونو شاوخوا هر یوه ۱۵ میلیونه ډالر ولګول او دغه مصارف ممکن هغه مهال تر دې هم زیات شي چې کله بانکونه دې ته مجبور شي چې د یوزر اتنټیکیشن (یا ګټه اخیستونکي د تصدیق) لپاره لا ډېر خوندي سافټویر خریداري او په بانکونو کې نصب کړي. یوه لوري ته که بانکونه د خپلو سیسټمونو د امنیت لپاره له ګڼو ننګونو سره مخ دي، نو بل لور ته دا چیلنج هم ورمخ دی چې خپل مشتریان باید ډاډه کړي او مجبوره يې نه کړي چې له مغلقو او ژر هېرېدونکو دخولي (log in) پروسو څخه تېر شي.

د کریډیټ کارډونو صادروونکو هم اوس انټرنټ ته مخه کړې، تر څو اضافي خدمات وړاندې کړي. د com-Score له مخې په ۲۰۰۶ کال کې د کریډیټ کارډ ۵۲۴ میلیونه بیلونه په انلاین ډول تادیه شوي وو او تر ۲۰۰۷ کال له مخه شاوخوا ۷۰ سلنه کریډیټ کارډ لرونکي لږ تر لږه یو ځل خپل بانکي حساب ته ننوتي وو. دغه راز، زیاترو مشتریانو د کاغذي رسیدونو د ترلاسي د دوام غوښتنې ته منفي غبرګون ښودلی وو.

اضافي لوستونه

1- Fox, Susannah, and Jean Beier. “Online Banking 2006: Surfing to the Bank.” Pew Internet & American Life Project, June 14, 2006. Available online. URL: http://www.pewinternet.org/pdfs/PIP_Online_Banking_2006.pdf. Accessed April 23, 2007.

2- Macklin, Ben. “Trust Has Value in E-Commerce,” November 30, 2006. Available online. URL: http://www.emarketer.com/Article.aspx?1004323. Accessed April 23, 2007.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب