دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهافغانستان تېر کال ٣٦٤ميليونه ډالره صادرات لرل

افغانستان تېر کال ٣٦٤ميليونه ډالره صادرات لرل

تاند( چار شنبه، د سنبلې نهمه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو ويلي،چې افغانستان په تېر يو کال کې د نړۍ لسو هېوادونو ته څه د پاسه يو ميليارد ٣٦٤ ميليونه ډالره صادرات درلودل.

د طالبانو د دغه وزارت سرپرست نورالدين عزيزي وويل، دغه وزارت د خصوصي سکتور د موجوده ستونزو د څېړنې لپاره کابو دوه سوه غونډې کړي او د هغوى د فعاليتونو او پروګرامونو ملاتړ کوي.

د هغه په وينا؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرو او هلوځلو په پايله کې چين ته د افغانستان ٩٨ قلمه صادراتي توکي او پاکستان ته ١٣ قلمه صادراتي توکو ګمرکي معافيت اخيستى.

عزيزي د ( PT ) اسعاري حوالو له لارې د پيسو په لېږد کې محدوديتونه او د لومړنيو توکو د پېرودنې په بهيرکې د اسانتياوو برابرول، د سيمې په څلور لارې د افغانستان د بدلېدو، په کورنۍ بودجې سره د هوايي دهليزونو بيا فعالول، افغان سوداګرو ته د سيمې د هېوادونو له خوا د تجارتي ويزې په صادرولو کې د اسانتياو برابرول، افغانستان ته د ايران له لارې د نفتي توکو د ترانزيت د اجازې اخيستل او د څو نندارتونونو جوړول د دغه وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه وبلل.

د عزيزي د څرګندونوله مخې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت په تېر یو کال کې بريالى شوى چې پر څه د پاسه ٦٣٠٠ کورنيواو بهرنيو غوښتونکو د سوداګرۍ او پانګونې نوي جوازونه ووېشي او د هېواد په صنعتي پارکونو کې څه ناڅه ١٢٧ ميليونه امريکايي ډالره پانګونه جلب کړي چې په دې ډول لسګونو زرو تنو ته په مستقيم ډول د کارموندنې زمينه برابره شوې ده.

طالب چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي،چې د دوی له واکمنيدو سره په افغانستان کې د سوداګرۍ او اقتصاد د سخت سقوط خبرونه ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب