دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمولوي کبير د امر بالمعروف مرستیال ته؛خلکو سره نرم چلند وکړئ

مولوي کبير د امر بالمعروف مرستیال ته؛خلکو سره نرم چلند وکړئ

تاند( چار شنبه، د سنبلې نهمه) د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تر هغې وروسته،چې له خلکو په خاص ډول ښځینه ډاکټرانو سره په يو شمېر ولایتونو کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ناسم چلند په اړه راپورونه ورکړل شول، د دغه وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن منیر ور غوښتی او خلکو سره ېې د نرم چلند غوښتنه ورڅخه کړې ده.

د مولوي کبير د دفتر د خبرپاڼې له مخې،په دې کتنه کې مولوي عبدالرحمن منیر د طالبانو په امنیتي ارګانونو کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کړنو او په دغو ارګانونو کې د راغلو اصلاحاتو په اړه د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل.

نوموړي ويلي،چې دوی د امنیتي ارګانونو منسوبینو ته له بندیانو سره د مسلکي او شرعي چلند په اړه لارښوونې کړي او د بندیانو حالات یې هم له نږدې څارلي دي.

د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په اقامه کې په اسانۍ او له ولس سره پر نرم چلند ټینګار وکړ او د خپل امر بالمعروف وزارت مرستیال ته یې لارښوونه وکړه چې په دعوت کې دې تر لا ډېرې اسانۍ، حکمت او موعظې څخه کار واخېستل شي.

څو ورځې مخکې د بدخشان د دولتي روغتون ښځینه ډاکټرانو له دې کبله کار بنديز کړی و ،چې د طالبانو امر بالمعروف ادارې د دندې د ترسره کولو پر مهال د چادرۍ اغوستو امر ورته کړی او د نه پوره کیدو په صورت کې ېې له دندو څخه د ګوښه کیدو خبرداری ورکړی و.

3 COMMENTS

  1. وايي خوار مي غوښتي وروره خو نه چي ورينداره مړه سي۰
    افغانستان داسي مړيوته پاتي شو اف اف اف

  2. مولوي کبير خو داسې ناست دی لکه له خپل ژونده چې ښه ستړی وي او د چا خبره چې له کوره په صحرا باندې خوشاله وي.
    جنګ او خساره يعنې زيان اړول/رسول اسانه خبره ده، خو حکومت کول او حکومت يآ اداره جوړونه سخته خبره ده. دوی ته پر څوکيو کېناستل او د ارګ نيول ګل ګلزار برېښېدل، خو اوس يې ښه عقل سر ته راغلی دی چې خبره دې سخته خرابه شوې ده او هېڅ يې له لاسه نه کيږي.

  3. هر رژیم او نظام د خپل مرګ او سقوط لپاره په خپل بطن کې د زوال او نابودي زړي او تخم کري چې کله ثمر ته ورسیږي ، هغه نظام له منځه ځي .
    د جمهوری نظام په وخت کې فهیم قسیم ، یونس غیر قانوني ، داکتر عبدالله ، دوستم ، اسمعیل خان ، عطا مامد نور ، د کرزي خېل خانې ، ظاهر قدیر ، الله ګل مجاهل او … په افغانستان کې د نفاق ، غلا، چور چپاول ، له پښتنو سره ظلم او هغوی د ټالب او تروریست په نوم وژل ، ځورول، د ولس او خلکو مځکې او کورونه غصبول او خصوصا له نظامي پرسونل نه غلا او د هغوی د اعاشې او اباطې له تخصیص نه غلا د دې سبب شول چې د مخالفینو او مخالفت پانګه درنه او هغه نظام په آساني سره سقوط وکړي .
    ټالبي نظام هم له هغوی کم ندی ، دوی له ولس سره خاص تعصب او کینه لري . دوی ته هر افغان چې په افغانستان کې اوسېدلی او له اسلام او وطن سره مینه لري او یا د وطن مینه ورته فرض ښکاري د دولت په ادارو او ملي اردو کې دنده ترسره کړي وي ، هغه ګنهګار ، د غرب طرفدار او د دوی په ژبه کافر ښکاري .
    د ملي اردو او پولیسو د کارمندانو د وژلو ، تهدید او له وطنه د فراره کولو نه علاوه ، په مهمو دولتي دندو د داسې کسانو ګمارل چې نه پوهه لري ، نه سواد ، نه تجربه او نه له وطن سره مینه یعنې کار اهل کار ته نه سپارل یو لوی خیانت او له وطن سره جفا ده .
    له پاکستان او پنجابیانو سره دومره مینه چې د خپل وطن ټول معدنونه ورته تقریبا وړیا ورلېږي، دهغوی د خوشحالۍ لپاره د هر پاکستاني ضد کس وژل ، هغوي ته د افغانستان د دفاعي وسایلو انتقال او د خارجه چارو وزارت لپاره د یو داسې کس مقررول چې شاه محمود قریشي ته یې پټ اوښکاره سوغاتونه ورکول او اوس د هر تجاوز په برخه کې پټه خول پاته دی .
    د افغانستان په شان یوه هېواد کې چې د هندواو سکهه باورو په شړلو سره اوس سل په سلو کې مسلمانان دي ، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر په نوم د داسې یو مضر ، عقده ایی ادارې او وزیر او کارمندانومقررول چې د اسلام د توهین ، تحقیر او د خلکو زړونه له مبارک دین نه تورولو نه پرته بله وظیفه نه لري ، د جوړولوڅه ضرورت دی.
    د سعید خوستي په شان زناکاران په مهمو دندو مقررول او په بېګناه او مظلومو نجونو ظلم کول چې اوس ئې ویدو ګانې عام محضر ته راوتلي .
    د ا ټول شواهد به د دې سبب شي چې د دوی کمبله هم ژر ورټوله شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب