دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد الاهې او قاري سعید خوستي مفصله کيسه؛د خلکو غبرګونونه څه دي...

د الاهې او قاري سعید خوستي مفصله کيسه؛د خلکو غبرګونونه څه دي ؟

تاند( چار شنبه، د سنبلې نهمه) په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د يوه مشهور مطبوعاتي وياند قاري سعید خوستي په اړه د کابل د يوې ځوانې نجلۍ ویډیویي ادعاوې له پرون راهيسې‌ ډېری لاس په لاس لاس کیږي او ګڼ بحثونه پرې روان دي.

ادعاوې څه دي؟

الهه دلاورزۍ،چې ځان د کابل اوسیدونکې،۲۴ کلنه، د کابل پوهنتون د طب پوهنځي د دويم کال محصله او د افغانستان د ملي امنیت د یوه پخواني متقاعد جنرال لور ګڼي، وايي د تېر لمريز کال د دلوې په مياشت کې تر هغې وروسته،چې قاري سعید خوستي د طالبانو زندان کې جنسي تېری پرې وکړ،د نوموړي له لوري جبري نکاح ته اړ ويستل شوه.

د‌ هغې په وينا، په هماغه دلوې مياشت کې د کابل په قلعه نجارها سیمه کې د طالبانو یوه چیک پینټ د دوی د موټر پلټلو پر مهال د دې موبايل وپلټه او له افغان جمهوري ځواکونو سره ېې د عکسونو په لیدو زنداني کړه.

هغه زياتوي،چې د طالبانو په زندان کې قاري سعید خوستي سره هغه مهال مخ شوه،چې نوموړي له زندانیانو څخه ويډیو ګانې ثبتولې.

الهه دلاورزۍ زياتوي،چې قاري سعید خوستي هملته زندان کې پرې جنسي تېری وکړ او له خوشې کيدو څخه دوه ورځې وروسته ېې کور ته له طالبانو او يوه ملا سره ورغی او په زوره ېې ځانته نکاح کړه.

د‌ هغې د معلوماتو په اساس، قاري سعید خوستي دې ته د جنسي تېري په اړه د څه نه ویلو او کورنۍ ته ېې د نکاح د نه ردولو په اړه خبرداری ورکړی و.

هغه زیاتوي،چې قاري خوستي سره ورغلي طالب ملا د دوی د جبري نکاح پر مهال په مهر کې پر قاري خوستي د نوې مېرمنې د حج ته وړلو او دغه راز ورته د قرآن کريم د تدريس شرطونه کیښودل.

الهه دلاورزۍ ادعا کوي،چې طالب ملا نوموړې له دې کبله چې د جمهوري نظام تر سیوري لاندې ېې ژوند کړی و، مرتده شوې ګڼله.

دغه نجلۍ زياتوي،چې د روان کال په اسد میاشت کې ېې د قاري سعید خوستي له اسارتي کور څخه د تېښتې هڅه وکړه،خو په تورخم کې طالبانو ونیوله او بیرته یې کابل ته یوړه.

نوموړې د خپلې کورنۍ په اړه وايي،چې یو بل طالب ته ېې د کشرې خور د جبري نکاح د مخنيوي لپاره له هېواده وتې ده.

د قاري سعید خوستي په اړه دغه مدعي مېرمنه وايي،چې په تورخم کې د طالبانو له لوري تر نیول کیدو وروسته څو ورځې بيا د دوی په زندان کې وه او تر هغې وروسته د کابل په ګلبهار سنټر بلاکونو کې نظر بنده ده.

د هغې د ادعا په اساس، قاري سعید خوستي په ځلونو شکنجه کړې او اوس ځیرک موبایل او انټرنټ ته له لاسرسي سره ېې ځینې ويډيو ګانې او خپلې څرګندونې له رسنيو سره شرېکې کړې.

هغه خبرداری ورکوي،چې دا څرګندونې به ېې د وژل کیدو سبب شي، خو دا له هرې ورځې مرګ څخه داسې مرګ او افشا ګري غوره ګڼي.

سعید خوستی څه وايي ؟

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخوانی وياند قاري سعید خوستی،چې اوس ېې د یتیمانو د پالنې د مرکزونو په جوړولو د خلکو پام ځانته اړولی، د الهه دلاورزۍ له لوري ور پورې شویو تورونو ته غبرګون ښودلی.

ښاغلي خوستي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:«۶میاشتې وړاندې مې د الهه نومې نجلۍ سره د هغې په غوښتنه واده وکړ،وروسته مې ولیدل چې نوموړې دعقیدې،باور مشکل لري. هڅه مې وکړه دنصېحت،بحث له لارې یې عقاید سم شي،مګر نتیجه يې ورنکړه،تر دې چې په واضح ډول یې مقدساتو ته سپکاوی وکړ او د قران کریم توهین یې وکړ چې د هغې ثبوت هم شته»

قاري سعید خوستی زیاتوي:«‏نه می وهلې، نه مې ټکولې، د خپل شرعي صلاحیت نه مې استفاده وکړه او د ژوند لاره مې جلا کړه طلاق مې ورکړو. په خپلې ناسنجول شوې نکاح سخت پښېمان یم، د طالبانو مجاهدینو او افغان ولس نه بښنه غواړم. پروردګار دې معافي راته وکړي.»

په ټولنیزو رسنیو کې دغې موضوع د ډېرو خلکو پام خپل کړی.

د طالبانو یو شمېر منتقدینو له طالب مشرانو غوښتي،چې دا موضوع د اسلامي شريعت له مخې په علني ډول ېې وڅېړي او پايلې ېې خلکو سره شرېکې کړي.

د طالبانو چارواکو او وياندويانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

7 COMMENTS

  1. تالبی ملا یان د ولس د محبوریتونو نه ډیره زیاته سوء استفاده کوی میرمنی بی عزته کوی او بیا پری د کفر ټاپی لګوی
    پښتانه باید ددوۍ ذلیله او بی پته کړنو باندی سترګی پټی نه کړی

    دا شرعی مرده ګاوان د اسلام پښتونولۍ او غیرت دښمنان دی او لوی بی ناموسان دی.

    پښتانه باید دا بی ناموسان ورټی او هیڅ ملاتړ يی ونه کړی

    د یو چا په خبره که دوۍ ددین پوستکی وانه اغوندی تر دوۍ رسوا او فاحش مخلوق پر روی زمین بل نشته

    بل خو ا تالبی خیاطان ددې مرده ګاوۍ او بی ناموسۍ لپاره په ډیره سپین سترګۍ رنګارنګ پرتګونه ګنډی چی نه شرم لری نه حیا نه ناموس اونه غیرت.

    دا بی ناموسی یو عام سړی نه بلکه د تالبانو یو لوړ پوړی چارواکی کړی .
    تالبانو د افغان میرمنو نه ټول حقونه غصب کړی خو بیا هم د افغان میرمنو عزت ددې وحشی لیوانو او په سپینه جامه کی وحشی شرمخانو نه په خپلو کورونو کی هم محفوظ ندی پاتی.

  2. طالبان خو ځانونه احناف بولي او زموږ د حنفي فقهې د بداية الصنايع مسأله ده چې په داسې مساله کې اعتبار ښځې ته ورکول کيږي. ځکه چې هغه کمزورې (ناتوانه/بېوسې) ده او د ګواښلو اندېښنه ده. همداسې د وړو ماشومانو په مساله او ځورونه کې اعتبار بايد د ماشوم خولې ته ورکړل شي. ځکه چې هغه نه پوهيږي او ګواښل کيږي.
    دلته په لويديځ کې که داسې د جبري نکاح او يا داسې نور جنسي تورونه پورې شي، نو سملاسي له دندې ځنډول کيږي. تر هغې چې خبره يې سپينه شي، خو بيا د تل لپاره د ماشومپالنې اړونده او روزنيزو مرکزونو کې دنده نه شي تر سره کولی.

  3. دا خبیث لعنتی قدیانی خوستۍ او دده په شان نوره لعنتیان د حقیقی اسلام او د افغان ملت کلتور ستر دوښمنان دی دا لعنتیان باید د افغان ملت له خوا ورټل شی او د افغانستان مقدسی خاوری څخه ددائیم لپاره وشړل شی او یا دائیمی زندانونو ته واچول شی !!!!!!!

  4. زه د یو مسلمان او انسان پتوګه ځانته دا اجازه نه ورکوم چی د احمد او محمود د شخصی ژوند په حریم کی د پېښو په هکله د احمد یا محمود ادعا ته غوږ ونیسم او باور او قضاوت وکړم ځکه ناسم قضاوت اخلاقی او وجدانی مسئولیت لری.
    امّا
    د ” تعقل ” په رُڼا کی هر څوک حق لری چی د مسائلو په باب ئې په ذهن کی زېږېدلو پوښتنو ته جواب ومومی خصوصاً هغه مسائل چی د شخصی بُعد تر څنګ د ملی او وطنی اوضاع سره هم تړاؤ ولری.
    د سعید خوستی دفاعیه څرګندونی به د منلو وړ وی خو پدې شرط چی فقط دې دوو پوښتنو ته جواب ووائی:
    ۱ – په زندانونو کی قدم وهل خو باید د نورو مؤظفو کسانو دنده وی، خوستی موستی ولی په زنداندنو کی ګرځېدئ؟
    ۲ – یو څوک چی غواړی د یو چا سره واده وکړی نو د عقائدو او افکارو تطابق او توافق خو د دوو ورځو حتی څو ساعتونو کار دئ او حتی په لومړیو شیبو کی باید د متقابلو افکارو او عقائدو د څرنګوالی په هکله یو بل ته توضیحات ورکړه سی.
    دا به ظلم او تجاوز وګڼل سی چی یو څوک تر شپږو میاشتو سوَرلۍ وروسته ( مثلاً ) ماندینې ته د بام له سره ور ږغ کړی چی ښځی مرتده ئې که مسلمانه؟
    نو
    ملا خوستی او ملا غورسی او ملا خوسی باید دا حقیقت ومنی چی:
    یو مجاهد! ( مثلاً سعید ) چی حتی ونکړای سوای خپله غنیمتی ماندینه خپلی لیاری ته ور واړوی نو ۳۰ میلونه وږئ او سرګردان او یرغمل سوئ وولس به څرنګه د خپلو اکثراً ناروا غوښتنو تأمین او تمکین ته چمتو کړای سی؟

  5. ګلف نیوز:
    ۶۳ کلن سعودي وګړي ابوعبدالله په ۴۳ کلونو کې ۵۳ ودونه کړي.
    وایي، لومړی واده مې ۲۰ کلنۍ کې وکړ خو ښځې مې جنګ کاوه او ۲۳ کلنۍ کې مې بله وکړه چې همداسې پسې سلسله روانه شوه.

  6. غور کوونکى اوهوښيار خلک چى دتعصب په خول کى يى ځان نه وى بندکړى ددى قضيي دنکاتو څخه ښه اخيستنه کولاى سى په ښکنځلو اوپوچ اورد موضوعات نه تحليليږى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب