دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهط-انو پاکستان د دوی خلاف د امریکا «جرمي شريک» وباله

ط-انو پاکستان د دوی خلاف د امریکا «جرمي شريک» وباله

تاند( چار شنبه، د سنبلې نهمه) ‏د طالبانو د رسمي نظرياتو منعکس کوونکي باختر اژانس په یوه تبصره کې پاکستان د افغانستان او طالبانو پر وړاندې د امريکا متحده ايالاتو «جرمي شريک» ګڼلی.

دغه‌ اژانس په یوه تبصره کې لیکلي،چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د امریکا ګرځيدونکو بې پیلوټه الوتکو ته د اډې ورکولو په اړه د طالبانو د دفاع وزیر د څرګندونو په اړه له واقعیتونو تېښته کوي او دا موضوع د دیپلوماتیکو تورونو شاته پټول غواړي.

باختر اژانس زياتوي:«د افغانستان د هوايي حريم د نقضولو عامل يوازې امريکا نه ده هغه هېواد چې خپل هوايي حريم يې د امریکا په واک کې ورکړى د جرم شريک دى او دغه تور د عالمانو د سترې غونډې په پريکړه ليک کې چې څه موده مخکې په قندهار کې جوړه شوه بيان شو.»

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس باور لري،چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لاره ورکه کړې او که نه لازمه وه چې د طالبانو د دفاع وزیر له خوا طرحه شوې موضوع په دقت سره تعقيب کړې وای او د دې ستونزې د حل لپاره يې د حل لار لټولې واى.

د‌‌ طالبانو او پاکستان د وروستیو مطبوعاتي ناندريو له دوام سره، د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي او د وزارت مطبوعاتي دفتر ېې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

له دې کبله نوموړی وزارت او چارواکي ېې له ځینو نیوکو او پوښتنو سره هم مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب