دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهبنګله دېش ته کرکټ کې ماتې،افغان لوبډله په پراخه کچه وستايل شوه

بنګله دېش ته کرکټ کې ماتې،افغان لوبډله په پراخه کچه وستايل شوه

تاند( سې شنبه، د سنبلې اتمه) ‏د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې ته د اسیا جام په خپله دوهمه لوبه کې د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د دغې لوبې پچه د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې وګټله او په خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

بنګه دېش لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې په شلو آورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته ۱۲۷ منډې جوړې کړې او ۱۲۸ یې هدف وټاکه. په ځوابي توپوهنه کې افغان لوبډلې د دریو ویکټو په سوځېدو سره په نولسم آور کې ټاکل شوی هدف پوره کړ او د ۸ ویکټو په توپير یې بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډلې په پیل شوي جام کې خپله لومړۍ لوبه له سریلانکا په ستر توپیر ګټلې ده.

د افغان لوبډلې دا لوبه سخته ګڼل کېده،خو له ټولو اندیښنو سره يې وګټله.

په لوبه کې د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ پراخ موجودیت او د نندارچيانو افغانانو له لوري ېې بدرګه کېدل هم د خلکو هرکلي سره مخ شوي دي.

1 COMMENT

  1. شاباش !زنده باد، ژوندی دې وی دافغانستان دملی لوبدلې اتلان افغان ولس په پراخه کچه پر تاسې ویاړی . خوښی او بریالیتوب مو تل له الله ج څخه غواړو.ستاسې بدرګه کول په نړۍ کې د افغانانو ملی رسالت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب