Homeخبرونهکابل: د ژوندون ټلویزیون ودانۍ اور اخيستی

کابل: د ژوندون ټلویزیون ودانۍ اور اخيستی

تاند( چار شنبه ، د اسد ۱۹ مه) د کابل په یکه توت سیمه، د ژوندون ټلویزیون په ودانۍ کې نن ماښام ناوخته اور لګېدلی.

د ژوندون ټلویزیون موسس پوهاند محمد اسماعيل يون په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې دغه اور د ټلويزيون په ځمکتلي کې د نا معلوم دلیل له کبله رامنځته شوی.

نوموړي سیمې ته د اور وژونکې ادارې د کسانو د ورتلو خبر ورکړی او ویلي،چې تر دوو ساعتو هڅو وروسته هم اور نه دی کابو شوی.

نوموړي د پېښې له نورو جزییاتو ناخبري ښودلې او ويلي،چې وروسته به روښانه شي.

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...