Homeخبرونهتخار کې ط-الب قومندان پر يوې ښځې په جنسي تیري تورن شو

تخار کې ط-الب قومندان پر يوې ښځې په جنسي تیري تورن شو

تاند( چار شنبه ، د اسد ۱۹ مه) په تخار کې ځایي سرچينو پر یوې ښځې د ګلزار ګجر په نوم د يوه طالب قوماندان د جنسي تیري خبر ورکړی.

۸صبح ورځپاڼې د خپلو سرچينو په حواله ویلي،چې ياد شوی قومندان يوه کور ته د پلټنې په پلمه ورغلی او د دې عمل مرتکب شوی.

سرچينه زياتوي،چې له دې پېښې وروسته خلک خبر شوي او د طالبانو تر منځ خپلمنځي اختلافات رامنځته شوي دي.

طالبان له پرزول شوي جمهوري نظام سره خپل يو لوی توپير د مالي او اخلاقي فساد خلاف مبارزه ګڼي او د اخلاقي فساد په تور يې د ګڼو کسانو د علني او صحرايي مجازاتو خبر ورکړی.

په دې لړ کې طالبانو د خپلو ځینو اړوندو کسانو د مجازاتو په اړه هیڅ نه دي ويلي،چې په ورته فسادونو تورن شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...