(دویمه برخه)
دویم- اسلامي نظام دشکل له مخې (تشکېلات او قوانین):
الف) د اسلامي نظام ارکان
خلیفه
خلیفه، امیر المومنین، حاکم او امیر هغه مترادف نومونه دي چې په اسلامي نظام کې د حکومت مشر ته ورکول کېږي. خلیفه په اسلامي نظام کې د حکومت د راس حیثیت لري، ټوله حکومتي اداره یې د لاس لاندې وي او د امیر اطاعت په ټولو واجب دی، چې عادل او با تقوا حاکم ته د خدای سیوری ویل کېږي.
خلیفه( امیر) باید د استثنایي او عالي صفاتو خاوند وي؛هغه باید سپیځلی و اوسي او له ټولو شخصي اوگروپي اغراضو څخه پاک او د ظلم، زیاتی، ځان بډاینې، شهرت طلبۍ، قدرت طلبۍ، عداوت او کېنې څخه پاک وي.
خلیفه عموما د اهل حل او پوهانو له لوري ټاکل کېږي چې د اسلامي نظام لوی توپیر له ډیموکراسۍ سره پدې ټکي کې دی چې په ډیمو کراسۍ کې ټول خلک د رایې حق لري یانې د خلکو له لوري به حاکم ټاکل کېږي او اسلامي نظام کې د پوهانو، مفکرینو او مجتهدینو له لوري ټاکل کېږي.
په اسلامي نظام کې خلیفه د ټاکلو ډیر شرطونه وي چې له هغو څخه پوهه، حکمت او تقوی له لویو څخه شمیرل کېږي.
د خلیفه د خلافت یا حاکمیت موده ټاکلې نه وي یانې خلیفه به تر مرگه د خلافت پر گدۍ ناست وي او د خلیفه تر وفاته وروسته به یوځل بیا اهل حل سره کېني اود بل وړ کس په اړوند به غور کوي ترڅو یو مناسب کس کېنوي چې د متوفی ځای ډک کړي.خو اساسي شرط پدې ټاکنو کې دا ده چې ټاکنه بغیر د جبر او اکراه نه وي، یعنې امیر باید د پوهانو، مفکرینو او مجتهدینو لخوا انتخاب شي( بیعت ورته وشي) خو بغییر له دې نه چې پر دوی باندې کوم فشار یا اجبار وجود ولري، دویمه خبر داده چې کوم پوهان، مفکرین او مجتهدین چې پدې پروسه کې شرکت کوي، دوی هم باید سوچه مسلمانان/ سپیځلي خلک او د نیک شهرت او عالي بصیرت خاوندان او بې طرفه خلک وي او دا کار باید دوی دکوم مادي یا معنوي امتیاز نه پرته، خاص د الله د رضا او خلکو او وطن د هوساینې په خاطر وکړي، هر قسم ته دوکه، فریب، زورواکي، او فساد د دې پروسې مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.
مرستيالان
د خلیفه مرستيالان اکثره وختونه د خلیفه په عدم موجودیت کې د یوې ټاکلې مودې لپاره د هغه ځای ډکوي چې دوی د خلیفه له لوري ټاکل کېږي او دوی باید د خلیفه په څیر له هغو شرطونو ووځي کوم چې د خلیفه لپاره وضع شوي.
مرستيالان د خلیفه په شتون کې هم له هغه سره ډیره مرسته کوي که هغه د خلکو د ستونزو په حل کولو کې وي او که په نورو، خو مرستيالان هم د اسلامي نظام مهم غړي بلل کېږي او په خلافت کې مهم رول لوبوي. دخلیفه مرستیالان هم باید پاک او سپیځلي خلک واوسي، دوی باید د پوهې عالي درک ته رسیدلي او د حکمت خاوندان وي.
والیان
والیان د خلافت پر مځکه د خلیفه استازي دي او دا ددې لپاره چې د خلکو ستونزې په اسانۍ سره حل شي او خلیفه ورته لاس رسی ولري او ددې په مقابل کې خلکو ته څه گټه ورسوي او د ورانکارانو له ورانۍ څخه یې وژغوري، والي یانې محلي خلیفه، والي هم د خلیفه حیثیت لري د خلیفه په څیر صفات لري او شرطونه باید ولري خو ددې ترمنځ توپیر دادی چې والي د خلیفه له لوري کنترولیږي او یوازې د داخلي مسایلو د حلولو لپاره وي او استقلال یې تر داخله محدود وي او د خلیفه لیرې کول او گمارل د علماو پورې تړلي وي او له خلیفه نه پورته ځواک په خلافت کې نشته.
قاضیان
په اسلامي نظام کې د قاضیانو واک ترخلیفه هم په ځينو وختو کې پورته وي ځکه قاضي پوره خپلواکي لري او کولای شي د خلیفه په حق کې هم څه وکوي یانه.
قاضي هم د خلیفه له لوري ټاکل کېږي ترڅو د خلکو ستونزې حل کړي.
د قاضي په ټاکلو کې هم ډیر شرطونه شته چې له هغو څخه اجتهاد او په اسلامي فقهې پوره برلاسي او همدارنگه په قران او حدیثو پوهه او په عامه مسایلو کې د ښه او معقول نظر څښتن وي، د خپل نفس پر هوا او هوس تسلط ولري د د بډو او پیسو په وړاندې ځان خرڅ نکړي او له خدایه باید وویریږي.
په ټول نظام کې یو قاضي وي چې قاضی القضاۀ ورته ویل کېږي بیا وروسته په خپل نوبت نورو لویو او وړو قاضیانو ته سلسله رسيږي حتا تردې چې هر ځای ځان ته یو قاضي لري چې هر قاضي محدود واک لري څومره چې لویه ستونزه هم وي هومره لوی قاضي به یې حلوي.
په لنډه توگه د قاضي شتون په اسلامي نظام کې ډیر اړين دی.
پوځ
لکه څرنگه چې په انسان کې لاس او پښې ډیرې مهمې او ضروري دي همدارنگه پوځ د اسلامي نظام دفاعي ځواک دی.
د اسلامي نظام د دفاع لپاره او د باندنیو اغیارو څخه د اسلامي نظام د ژغورلو لپاره او د دې ټولو سره د اسلامي فتوحاتو لپاره له پوځ څخه کار اخېستل کېږي.
داچې په دومره نړۍ کې اسلامي بيرغ رپیږي دا د اسلامي پوځ د سرښندنو او د شهداو د وینو نتیجه ده، یوازې دوه اسلامي هیوادونه د اسلامی اخلاقو په خوښولو او د مسلمانو سوداگرو هڅه ده چې هغه هیوادونه مالیزیا او اندونیزیا دي او پاتې ټوله نړی اسلامي پوځ فتحه کړي او اسلام یې پکې خپور کړی دی.
مسلمان پوځیان باید د تقوی او اخلاقو نمونې، نور اسلامي شعایر باید ولري چې د داسې پوځ ښه مثال د صلاح الدین ایوبي پوځ دی د ده پوځ به د شپې تهجد کاوه او د ورځې به یې جهاد کاوه او یوازې دوه پوځیان و چې هغوی د شپې تهجد نه کاوه چې له پوځه یې وویستل هغه ویل ښایي د دې دوو پوځیانو له امله خدای خپل رحم پر موږ بند کړي.
په ټوليز ډول اسلامي پوځ دوه ډوله دی یو د رضاکارانو پوځ او بل ډول یې هغه پوځ دی چې د تنخوا په بدل کې په پوځ کې کار کوي:
د رضاکارانو پوځ
دا د اسلامي پوځ هغه برخه ده چې یوازې او یوازې د اسلام د لوړوالي لپاره په اسلامي پوځ کې سرښندنه کوي،دوی په اسلامي پوځ کې معاش نلري کله چې د جهاد وخت راورسي یواځې په جنگ کې برخه اخلي او د خدای د رضا لپاره(فی سبیل الله) جنگیږي او بس، دوی کله هم د قدرت، څوکۍ او مال د ټولولو په فکرکې نه وي…
هغه پوځ چې د تنخوا په بدل کې په پوځ کې وي
دا پوځ ټاکلی معاش لري او دا د هغو پوځیانو ډله ده چې د جهاد پروخت په سنگرو کې جگړې کوي او که جهاد نه وي نو د اسلامي نظام پولې ساتي او په منظم ډول په پوستو کې اوسي ترڅو اسلامي نظام له ناڅاپه یرغلو څخه وژغوري.
د اسلامي نظام پوځیان باید په جنگي شرایطو کې ټول هغه اسلامي اصول چې د عادلانه جنگ لپاره تعیین شوي، پر ځان تطبیق او د هر نوع بې ځایه زورونې او ربړونې موخه ونیسي، له عامو خلکو سره نرم او مناسبه رویه ولري، د خاصو حالاتو نه پرته چاته د اسلحې نه د استفادې گواښ ونکړي.
په دواړه ډلوکې د پوځیانو ظاهري شکل باید داسې نه وي چې عام خلک ترې نه د خوف اوډار احساس وکړي؛ پوځیان باید خلکوته د امنیت او مصونیت احساس ورکړي، نه دا چې پوځیان د ډار وسیله وګرځي.
اداري چارې
اداري لړۍ د خلیفه، په مرستيالانو، والیانو، قاضیانو او پوځ په منځ اداره هم شته چې د ټول نظام کنترول، تنظیم، برابرول او پرمخ بوول د اداري لړۍ اصلي وظیفه ده. اداره په ټول نظام کې شته که هغه پوځ وي او که استخبارات اوکه محکمه وي خلاصه ټول نظام د اداري لړۍ لخوا تنظیمیږي.
اداري لړۍ ځانته لوړ او ټیټ پوستونه لري لکه وزارت، ریاست، مدیریت اوماموریت اوداسې نور خو عموما اداره په دوو برخو ویشل شوې:
- هفه اداري لړۍ چې اسلامی خلافت دننه نظم برابروي، چې داهم په ډیرو برخو ویشل شوې چې د هر وزارت، ریاست او مدیریت ځانته ځانگړې دنده وي لکه پوځي اداره، استخباراتي اداره، پوهنيزه اداره، محکمه، ددیني ارزښتونو اداره اوداسې نورې ډیرې ادارې هم شته چې د اسلامي نظام کورنۍ چارې پرمخ بیایي.
- له نورو هیوادو نو سره د اړیکو د پرمخ بیولو لپاره هم په اسلامي نظام کې یوه ځانگړې اداره شته چې اوسمهال د باندنيو چارو د وزارت په نوم یادیږي.
د باندنيو چارو وزارت اصلي دنده له نور هیوادونو سره د هراړخیزو اړیکو ټیتگول دي هغه که اقتصادي وي اوکه سیاسي او که هر ډول وي، او دا اړیکې د اسلامي نظام د ډیپلوماتانو په واسطه کېږي.
جرگه
ديوه ولسواک نظام ډير قوانین له اسلامي قانون څخه اخېستل شوي او بڼې ته يې لږ بدلون ورکړی دى چې یو له هغو څخه یو هم جرگه (شوری) ده چې د ولسي جرگه (پارلیمان) په بڼه راښکاره شوې او د ولسي جرگې او جرگې (شوری)ترمنځ توپیر دادی چې په شوری کې اهل حل کېني او په ولسي جرگه کې بیاهم هماغه د رایو مسله ده پوهه او هوښیاري شرط نده حتا هغه څوک چې په لیک او لوست هم نه پوهیږي کولای شي په ولسي جرگه کې کېني او رایه ورکړي، دلته یوه پوښتنه رامنځته کېږي چې څوک چې پوهه ونلري د یوملت دلویو قضایاو په اړه به څنگه دريځ نیسي او رایه به ورکوي.
اسلامي نظام جرگې ته په ډیر ارزښت ورکوي لکه چې الله وایی:(وشاور هم فی الامر).
اسلامي نظام د شوری د غړو په ټاکلو کې له ډیر دقت څخه کار اخلي ځکه همدا شوری ده چې خلیفه ټاکي یانې شوری اسلامي نظام بنسټ گڼل کېږي.
له دې پلوه هم موجوده جوړښت ته د اسلامي نظام نوم نشو ورکولای او د طالب چارواکو سره دومره امکانات( مادي او بشري) نشته چې داسې یو حکومتي چوکات جوړ کړي، ځکه چې دا داسې حکومتي نظام لپاره متخصصین او مسلکي وړ کسانو ته ضرورت وي چې متاسفانه ملایان یې نه په خپله لري او نه هم بل چاته د دې اجازه ورکوي چې په حکومت کې ونډه ولري، د قدرت انحصار او ټول واک ملایانو ته سپارل د اسلام د احکامو سره په ټکر کې ده.
موجوده حکمرانان ځانونه د ټوپک په زور پر خلکو مسلط کړي، پوځ یې مکمل له خپلو خلکو نه ډک کړی او ټولې حکومتي څوکۍ او امکانات یې ځانته وقف کړي دي…
(پاتې لري)