Homeخبرونههبت الله ته منسوب فرمان؛د وژل شويو او نادرکه شويو ط-انو په...

هبت الله ته منسوب فرمان؛د وژل شويو او نادرکه شويو ط-انو په اړه سپارښتنې شوي

تاند( چار شنبه ، د اسد ۱۹ مه) د طالبانو ادعا شوي مشر ملاهبت الله اخوندزاده( چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) په يوه منسوب فرمان کې دافغانستان د ۲۰ کلنې جګړې د طالب قربانیانو او نادرکه شویو کسانو په اړه سپارښتنې شوي ‌.

 د طالبانو د واکمنۍ ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي،چې دغه فرمان ترډیره د ورثه و ترمنځ د دغو نادرکه شویو کسانو ترشاه د پاتې شویو جایدادونو د ترکه کیدو پرڅرنګوالي او د هغو د کونډو پر مدني وضعیت څرخي.

د فرمان له مخې، حنیفي فقه حکم کوي، هغه کسان چې په جنګونو یا هغو ځایونو کې ورک شوي چې د مرګ احتمال یې ډیرزیات دی او ډیروخت هم په تیرشوی وي نو هغه مړحسابیږي.

د دغه فرمان په یوه برخه کې دغه راز ویل شوي چې د محکمې ترحکم وروسته به د شهیدانو جایدادونه او ملکیتونو د شریعت د احکامو له مخې د دوی پر ورثو باندې ویشل کیږي.

 د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د وژل شويو او ټپي شویو طالب جنګياليو شمېر تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني څو ورځې مخکې وويل،چې د طالبانو د ۲۰ کلنې جګړې ټپيان به اول په هېواد دننه ښه تداوي کړي او که اړتيا پېښه شوه، بهرنيو هېوادونو ته به ېې واستوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...