دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسراج الدين حقاني په ضمني ډول الظواهري ته د پناه ورکولو له...

سراج الدين حقاني په ضمني ډول الظواهري ته د پناه ورکولو له کبله بښنه غوښتې

تاند( چار شنبه ، د اسد ۱۹ مه) د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني په یوه ویډیويي کلیپ کې له طالبانو غوښتي،چې خپلمنځي اختلافات يوې خوا ته پريږدي او یو بل ته بايد د تېروتنو بښنه وکړي.

د نوموړي دغه ویډیویي څرګندونې تازه د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري خپرې شوي.

له دغو خبرو څخه د سراج الدين حقاني مشخص هدف نه دی په ډاګه شوی، خو ګومان کیږي چې نوموړي پکې نورو طالب مشرانو نه د القاعدې مشر ايمن الظواهري ته د کابل په یوه میلمستون کې ېې د پناه ورکولو بښنه غوښتې ده.

سراج الدين حقاني په دې ویډیویي کلېپ کې زیاتوي،چې طالبانو که خپلو دښمنانو ته د ده په وينا بښنه وکړه،نو خپلو منځو کې خو باید د یو بل تېروتنې وبښي.

د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد،چې طالبانو سره ېې د دوحې د سولې تړون لاسليک کړی او تر اوسه د دوی سخته دفاع کوي، په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید پر مهال د ایمن الظواهري د وژلو قضیه کې ېې د طالبانو د ځينو مشرانو د همکارۍ ضمني يادونه کړې وه.

نوموړي د ايمن الظواهري په پناه ورکولو کې د حقاني شبکه ملامته ګڼلې وه.

طالبانو په رسمي ډول نه دي ويلي،چې کومې ډلې ېې ایمن الظواهري کابل ته راوستی او کومې ېې امريکا ته د نوموړي د ښودلو معامله کړې وه.

ځينو خبري سرچينو ويلي،چې‌ د الظواهري د وژلو او ښودلو معامله د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب او د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي کړې ده.

رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ويل کيږي،چې الظواهري ته د سراج الدين حقاني له لوري په کابل کې د پناه ورکولو له کبله د طالبانو د مشرانو ترمنځ ژور اختلافات رامنځته شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب