یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهایران او پاکستان: افغانستان کې د ټولو قومونو دولت جوړول له اوسني...

ایران او پاکستان: افغانستان کې د ټولو قومونو دولت جوړول له اوسني وضعيت څخه د وتو اصلي لاره ده

تاند( شنبه ، د اسد لومړۍ ) ‏‏د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي پاکستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري سره د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې کړي.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه، په افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون د دولت جوړول، په افغانستان کې امنيت او پراختيا او د افغانستان په محوریت په سیمه کې د پایداره او تلپاتې فضا رامنځته کول د دغو خبرو اصلي محورونه وو.

د ایران استازي دا هم ویلي، چې د افغانستان په برخه کې د دوی او پاکستان ترمنځ د همکارۍ زمینه موجوده ده.

د ايران دغه مقام په ورته وخت کې ویلي، چې دواړو لوريو د افغانستان په اړه د تاشکند د کیدونکې غونډې په اړه هم خبرې اترې کړي دي.

ايران، پاکستان، ګڼو نورو هېوادونو او تر هر چا ډېر خپله افغانانو په ځلونو په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړیدو او په خبرو د ستونزو د حل غوښتنه کړې، خو طالبان ټينګار کوي، چې د دوی حکومت ټول شموله او د ټولو استازی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب