یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پوځي مشرانو د افغان وسله والو ځواکونو په اړه خبرې...

د پاکستان پوځي مشرانو د افغان وسله والو ځواکونو په اړه خبرې وکړې

تاند(شنبه، د اسد ۱ مه) د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (آی اېس پي آر) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه هېواد د پوځي مشرانو په غونډه کې د افغانستان د وسله والو ځواکونو د مسلکي تیاریو په هکله خبرې وشولې.

د آی اېس پي آر د اعلامیې په اساس، په غونډه کې د ګډو ځواکونو د کمېټې د مشر جنرال ندیم رضا تر څنګ د پاکستان د پوځ لوی درستېز جنرال قمر جاوېد باجوه، د سمندري ځواکونو مشر امیرالبحر محمد امجد نیازي او د هوایي ځواکونو مشر اییر مارشال ظهیر احمد بابر سیدهو برخه اخیستې وه. 

په اعلامیه کې راغلي چې، پوځي مشرتابه ته د افغانستان د امنیتي ارزښت او د افغان وسله والو ځواکونو د مسلکي تیاریو په هکله د معلوماتو تر څنګ د پاکستان د امنیتي وضعیت په هکله هم معلومات ورکول شول. 

په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام له نسکورولو څخه وروسته د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د افغانستان د چارو د سمبالولو لپاره یې په اسلام اباد کې یوه کمېټه جوړه کړې چې د دغه هېواد د ټولو وزارتونو استازي په کې برخه لري. 

د پاکستان پوځ چې ۵۶۰۰۰۰ فعال پرسونل او ۵۵۰۰۰۰ احتیاطي پرسونل لري او مرکز یې د دغه هېواد په راولپېنډۍ ښار کې دی، د ایمان، تقوا، جهاد فی سبیل الله تر شعارونو لاندې فعالیت کوي. 

د پوځ پر وېب سایټ د خپرو شویو معلوماتو په اساس، د پاکستان پوځ د ۱۹۴۷ د اګست په ۱۴مه د برتانوي جنرال سر فرانک والټر میزروي په مشرۍ فعالیت پیل کړ چې نوموړی د ۱۹۴۸ تر فبرورۍ پورې د دغه هېواد د پوځ مشري پر غاړه لرله. 

وېب سایټ لیکي چې له میزروي څخه وروسته د پوځ مشري بل جنرال ډوګلاس ډیویډ ګراسي ته چې دی هم انګلیس وو ور تر غاړې شوه چې د ۱۹۵۱ کال د اپریل تر میاشتې پورې یې په بریالیتوب سره د پاکستان د پوځ مشري وکړله.‌

دغه راز، د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره چې مشري یې د ډګر جنرال ندیم انجم پر غاړه ده او مرکز یې د اسلام اباد  په آبپاره سیمه کې واقع دی،‌ د ۱۹۴۸ د جنورۍ په ۱ د برتانوي تورن جنرال روبرټ کاوتهوم له خوا جوړه کړای شوه چې تر اوسه پورې په خپلو اکثرو ماموریتونو کې بریالۍ بلل کیږي.‌

ویل کیږي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې له نژدې څلور نیمو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د هر مرکزي نظام پر ضد تر هغه د نظام د وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي چې ولاړ نظام له پښو وغورځوي او په دې لړ کې یې وروستی جمهوري نظام چې له داخلي اختلافاتو، اداري فساد او د پخوانۍ شمال ټلوالې د مشرانو له خوا له سختو ننګونو سره مخامخ او د نړۍ والو شریکانو ملاتړ یې له لاسه ورکړی وو، د حکومت د وسله والو مخالفینو په لاس راچپه کړ. 

2 COMMENTS

  1. بلکل دې خبرې وکړي، د افغانستان په حیث نه بلکې د یوې صوبې په حیث دې خبرې وکړي.

    الله دې زموږ امیر المؤمنین تبا کړي!!!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب