عبدالوحيد وحيد
د امریکا د ولسمشر جوبایډن لخوا د افغان ولس د اوو ميلياردو ډالرو کنګل شويو شتمنيو د ويشلو اجرائیوي فرمان چې نيمايي يې د محکمې له پرېکړې وروسته د سيپټمبر يوولسمې د قربانيانو کورنيو ته د تاوان په توګه په پام کې نيولې دي او د پاتې نيمايي پيسو په هکله اوس له څو اړخونو سره خبرې جريان لري چې څه ډول زموږ خپلې پيسې د افغان مجبور او مظلوم ولس په نوم سره وويشي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سرپرست استازي نصير احمد فائق لخوا د نيويارک په ايالت کې محکمې ته په دغه تړاو د رسمي دفاعيه وړاندې کول مناسب ګام دى. د افغانئ د ارزښت د ساتلو لپاره اوسنى حکومت هم باید په دغه مورد کې لاس په کار شي. له خپلو سرچينو څخه په کار اخیستو او يا هم د افغانستان له دائمي استازولي سره د همغږي له لارې اړونده محکمې ته خپل ملاحظات او غوښتنې وړاندي کړي.
د اقتصاد، نړيوالو حقوقو او سیاست کارپوهان هم د دغو زيرمو په تړاو د عامه ذهنیت جوړونې په موخه د امریکا وروستيو څرګندونو ته د یو زبر ځواک د ذلت د نښې په توګه ګوري، چې د نړۍ تر ټولو شتمن هيواد د نړۍ د ترټولو بې وزله هېواد او هغو خلکو شتمني څنګه ويشي چې امریکا ورباندې شل کاله وړاندې يرغل کړى وو، جنګي جنايتونه يې ترسره کړي وه او تير کال د اګست په میاشت کې ورڅخه په شرموونکي ډول د تېښتې او د اوسني ناورين د رامنځته کولو پړه په غاړه لري. .
بايډن چې له افغانستان څخه د ناببره تېښتې او د مديريتي نيمګړتيا له امله د تورن مشر په توګه، د دې پر ځای چې په افغانستان کې د اوسني بحران د اصلي عامل په توګه محکمې ته وړاندې او مجازات شوى واى، د افغانستان په بهرنیو اسعارو باندې د وېش ګډولو لپاره د ذهنيت جوړولو لپاره کمپاين کوي.
که ومنو چې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته تاوان ترلاسه کول د هغوى حق هم دى، نو دغه حق له هغه ملت څخه د کوم قانون په چوکاټ کې اخیستل کېږي چې هيڅ وګړۍ يې د سيپټمبر په پېښه کې تورن نه دى؟ د بايډن لخوا غصب شوې شتمني د افغانستان د بې وزلو ولسونو ملکيت دى، د افغانستان د پولي واحد افغانئ د ارزښت ساتلو لپاره باید خوندي وي او يوازې افغان ولس پکې د تصرف حق لري.
تر ټولو زياته د حیرانتیا خبره دا ده چې په نيويارک کې عدالتي بهیر په خپل ذات کې سترې نيمګړتياوې لري. لمړى دا چې په دغه قضیه کې د کوم قانون له مخې امریکا پخپله د مدعي، پوليس، څارنوال او قاضي رول ادا کوي؟ بله داچې د دعوا پرمهال د قانوني او منل شوي افغان حکومت هيڅ استازى د پیسو د اصلي خاوند او د قضیې د يوه اړخ په توګه د محاکمې په بهیر کې نه وو شامل کړاى شوى؟
بله پوښتنه دا ده چې؛ که امریکا د يولسم سيپټمبر د پېښې اغيزمنو ته د غرامت غوښتنه کولاى شي، نو افغانستان ولې د دغه زبرځواک د وژونکو عسکرو لخوا د اشغال په شل کلنه دوره کې د سلګونو زره بې ګناه انسانانو د وژلو او په دغه هېواد کې د پراخې تباهۍ له امله د غرامت غوښتنه ونکړاى شي؟ آیا امریکایان له افغانانو سره د بشری حقونو په تله کې توپير لري او که د امریکایانو وینه د افغانانو له وینو څخه زياته رنګینه ده؟
دا چې د افغانستان ولس د سترې فاجعې په منځ کې د بېوزلي په حالت له ژوند او مرګ سره پنجه نرموي، د جنګي اړخونو د ناشولته کړنو له امله د نړيوالو بنديزونو سره لاس او ګریوان دي او د تیرو شلو کلونو په اوږدو کې يې د امریکا په ملاتړ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په نوم پردئ جګړه کې قرباني ورکوله، خو اوس د امریکا د شرمونکې تيښتې له امله په ژورو ستونځو کې د نښتي ملت شتمنۍ هم د همدغه زبر ځواک لخوا غصبول به دا معنا ولري چې د دغه ځواکمن هيواد په کلتور کې د ارزښتونو په نوم يوازې الفاظ شتون لري.
د امریکا او ناتو دغه تېښته ددې لامل شوه چې نړيوال باور له لاسه ورکړي نور هيوادونه په امریکا کې د خپل امنیت د خوندیتوب د ژمنو په هکله اندېښمن واوسيږي . په افغانستان کې له ماتې وروسته د امریکا او ناتو د طلسمي ځواکمنتیا د ټکنى کيدو له امله روسيې او چين جارحانه تګلاره خپله کړه. دادى اوس روسيې د لويديځ ګواښونو ته له پام کولو پرته په اوکراین باندي حمله وکړه، اروپا په مستقیم ډول د روسیې له ګواښ سره مخ شوه او شونې ده چې چين هم په ورته کارونو باندي غور وکړي.
شک نشته چې د افغانستان ولس په اوس وخت کې د بيوزلي له سختو شېبو سره لاس او پنجه نرموي او د پړې ګوته هم قسماً باید د غلطو تګلارو او خطرناکو پريکړو له امله د ستونځې د بهرني بُعد په برخه کې امریکا ته نيول شوې واى، خو امریکا د خپلو تيرو وحشتونو د جبرانولو او افغانستان ته د اوښتي تاوان ورکولو پرځاى د افغان ولس خپلې اسعاري زېرمې چې د افغانئ د ارزښت ساتلو لپاره ايښودل شوي دي د وېش پريکړه کوي.
تعجب ده چې زموږ په ملي شتمنيو امریکا د ځنګل د قانون په چوکاټ کې ويش لګولى دى، خو زموږ حکومت سياسي ګوندونه او مدني ټولنې اوس هم چوپه خوله دي او غږ نه پورته کوي چې د افغانستان اسعاري زېرمې نه د طالب او نه هم د غني دي، بلکې د افغان ولس شتمني ده او يوازې افغانان يې د لګښت او تصرف واک لري. که دغه زيرمې ختمې شوې نو د افغانستان د اقتصادي سقوط فاجعه رامنځته کيدل به يقيني او پايلې به يې له تصور څخه ورهاخوا بوږنوونکي او خطرناکې وي.
که موږ په ريښتوني ډول خپلمنځي اختلافات او شخړې د يوبل دريز ته د درنښت او يو بل منلو پربنسټ هوارې کړې واى، نو پخوانيو او اوسنيو مشرانو ته به د ننني ابتر صورت حال په تړاو د پړې ګوته نه نيول کيده. که اوس هم افغانان په يوه اجنډا سره يوځاى شو، نو نه به مو امریکا او نور په شتمنيو خېټه اچوي، نه به له څلورنيمو لسيزو جګړو، وژلو او د هيواد له خرابولو وروسته د سولي لپاره له پرديو څخه د منځګړتوب غوښتنې ته اړتیا ولرو او نه به مو ولس د پرديو يوې بوجۍ د اوړو خيرات ته څو اونئ انتظار کوي.
سلام
دلته نړیوال استخبارات لاد(نورو) معادله کې فعاله دی.
وا یی يو څه ژرنده پڅه ده او یوڅه غنم لانده دی= نور . اوبه له سره خړې دی .واقعیت دادی موږ اسلامی چیغی وهو خوعمل مو په ځینو سلیقو او کړونو کې اسلامی نه دی. ځکه موږ وینوپه تودې خبرې کې کې دټولنیزه عقلانیت او بقا(نور) بحث کوو خو دلانجې او منطق توپیر نه شو کولی هسې احساساتی او په اټکل غونډاری ولو او دتعلیم مخالفت کوو نومعلومه ده چې شییطان او دیوناما شیطانانو(نور) ته خپله زمینه برابروو. داتیشه وهل له خبلې ناپوهی کیږی.
موږ داسلامی امارت څخه مخکې په ملګرو ملتو کې دافغانستان ددایمی استازی نه شتون او اهمیت باندی پوره معلومات وړکړی ، خوافغانستان کې له بده مرغه دایوه فرهنګی ناروغی اوخلا دجهاد له وخته باتې ده چې ځینې کسان ډیر وپېژندل شول خو هېڅ یې نه دی کړی خوډیر ښه کسان چې هم شخصیت لری او هم پوهه هم عزت لری او هم جوړه، له دې خلکو څخه دومره کار نه دی اخیستل شوی او په رسنیو کې کم لیدل کیږی حال داچې د مظلوم ولس په ګته دی مثلا سید بلال احمد فاطمی،دپوهنتون استاد جاوېد مومند، او دپلومات معارج او نور……
په یوه شته نظام کې داهم حماقت او خیله توب ښیی چې نصیر احمد فایق خان ته داحق ورکوی چې دافغانستان استازیتوب وکړی وایی ږیره دما واک یې دملا! دلته دغه ډول شخصی روابط ا واړیکی ، ضوابط او حکومتی دسبلین اسلامی رکن او اهمیت شاته پرېږدی او داعطینا له مرحلې څخه ابتر ته رسیږی .نصیر دلته په خپله فردی معامله او لیدلوری کې دملګرو ملتو(نور) جاسوسانو په کتار کې راګیر ښکاری. ولې دملګرو ملتو په وړاندې مجموعی او دپلوماتیک احتجاج دچا کار باید وی اوڅوک باید په نړیواله ژبه کاروکړی؟
دلته دیره اساسی او بنستیزه ستونزه دخلکو دپوهې ظرفیت ، معیار ، او کچې خبره ده چې لاهم وخت غواړی اوپوهاوی .تاسې وینی چې دمستتعار اوبې مستعارو کتار کې داسې خلک رابرسیره کیږی چې اصلا عفت کلام نه لری او حتی له اهانته هم اوړی هغوی ته ګواښ یو ستر قوت یاسرتمبګی ښکاری حال داچې دا یو ناکام او غلط فرهنګ دی.په نیوکی کې سالم اصلاحي پوهاوی بیا له همدې ځایه پیل کیږی . ځینی یی شخصی بړاسونه دلته خلاصه کوی
اصول ، ضوابط، اخلاص،ادب او متناسب اړیکې داوایی چې موږ یووالی ،ثبات،سولې او هراړخیزه تفاهم،مشورې او دهېواد عینی اوذهنی شرایطو ته په کتوسره له نړۍ سره تعامل ته اړه لرو.موږ خوښ یو او که خفه دغه پړاو کې باید محتاط واوسو او ګډ اهداف ولرو دهمکاری اوهمپذیری احساس باندې کار وکړو او باور ولرو.خو موږ په شنه زور نظام دانحصار لور ته کاږو.
داچې امریکا ء، داروپا اتحادیه ، ملګری او ناملګری ملتونه وامثلهم څه دول منافقت او شیطانت لری داد هغو کار دی یو څوک چې تاوژنی او ته ورڅخه تمه لرې دا سیاست نه دی. ښه سیاست په کور کې دننه دستونزو په وړاندې دحل کوتلی ګامونه اوچتول ، عدل او انصاف، مساوات او برابری ،کار اهل کار ته سپارل، داسلامی دعوت اوارشاد ژبې را ژوندی کول ، حکومتی ګتورو اهدافو ملاتړ اوټولنیزه عادلانه توزیع په ټولو برخو کې هغه څه دی چې ټول ولس یی تږی دی او انتظار یی باسی.اوس هم سروخت دی چې موقت سربرست حکومت یې غم وخوری . کورودان.
وعليکم السلام ورحمت الله وبرکاته
مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
زه درسره په بشپړه توګه همغږى يم چې موږ دلته له هرې خپلې او پردئ اجندا سره د احساساتو او جزباتو په څپو کې چليږو. يوازې شعارونه ورکوو او د افراطيت اړخ د نيولو له امله هم خپله اجندا شعار او مونوپستو شرموو او هم ځانونه په ټولنه کې د نفرتونو او کرکو څوکې ته رسوو.
دا خبره له لمر څخه هم څرګنده ده چې د استخباراتي رقابتونو او کړکېچونو له امله په موږ باندې هروخت له پرديو اړخونو څخه راتپل شوي او يا هم انسان وژونکي د واک مجنونان حاکم وي. وطنپال او د هيواد ګټو ته ژمن مشران مو له منځه وړي او يا مو انزوا ته کش کړي دي.
په ملګرو ملتونو کې د فائق دريز په شاليد او يو اړخيز توب باندې مى سر خلاص دى هغه چې د چا په لمسه دغه کار کوي هم ورباندي پوهيږم خو دا چې د زيرمو د خوندیتوب دفاعيه يې په محکمه کې داخله کړي ده زموږ د هېواد په ګټه ده. تفصيل باندي تاسو ښه پوهېږئ.
د ليکنې په اخري پراکرافونو کې مې ستاسو وړانديز هم ځاى کړى دى چې موږ له يووالي يو بل منلو پرته د نجات لاره نه لرو
بيا هم مننه