شنبه, مې 4, 2024
Home+د ۱۳۵۲جمهوری نظام کودتا او د افغانستان د روښان فکرو شننه

د ۱۳۵۲جمهوری نظام کودتا او د افغانستان د روښان فکرو شننه

ډاکتر یارمحمد تره کی

کله چی د افغانستان د کړکیچ او د هغه تاریخی را پرزیدنو په باب خبری کیږی نو هرو مو به ځینی روښان فکره او په خبره پوه کسان وا رله مخه د ناکامیو اوکامیابیومسولیت پر شخصیتونو، مشرانو او بهرنیو قوتونو ور اچوی.

په تیرو څولسیزو کی عادی خلک په خپلو مزدوریو بوخت وو او یوازی روښان فکرو د یوی او یا بل سیاسی ډلی خواه نیولی وه او د خپلو نظریاتو اوکتنو جاج یی اخیست. د افغانستان روښان فکره قشر په عمومی ډول په دوو برخوویشل شوی دی. هغه کسان چی د مترقی او کیڼ اړخ څخه مسلو ته ګوری او ارزونه یی کوی او هغه کسان چی د محافظه کار او جهادی کړکی څخه مسلو ته ګوری بی له دی چی د جهاد په ښوونځي کی یی یوه ورځ هم تیره کړی وی. دغه دمتخاصمی ارزونی پاڼ تر ډيره وخته موجودوو خو په دی وروستیوڅوکلونو کی ددوی د نظریاتو تر مینځ ځینی تعاملونه اوورته والی را مینځ ته شول.

د مثال په ډول

  • اوس د دواړوخواوو څخه ډ یرروښان فکره دا منی چی د جهاد په نامه برنامه کی د امریکی او پاکستان په مرسته د افغانستان د تباهی لپاره لوی کاروبار روان وو.
  • ډیرنور دا هم منی چی د خلق ډیموکراتیک رژیم په ښه توګه انقلاب پیل کړ او د ښو نیتونو لرونکی وو او بیت المال ته یی خیانت ونکړ
  • یا داچی د امریکی تیری یو نه بخښونکی عمل وو چی تنظیمی مجاهدین یی تر یوی اندازی مسولین دی.
  • یا داچی د افغانستان په بیا رغونه او آبادی کی باید د خپلو ایدیولوژیکو چوکاټونو څخه راووځو او ډير عمومی پوښتنو ته ځواب ووایو.
  • یا داچی په تیرو شلو کلونو کی د امریکی د تیری، فساد او بی عدالتی سره سره د افغاانستان ټولنیزه وده لویه وه او د افغانستان خلکو او په تیره بیا ښځو ددی فرصت څخه د پوهی او کار لپاره ښه ګټه واخیستله.
  • یا داچی افغانستان په هر حالت کی د تجزیی او جلا والی وړ ندی او د هیواد ارضی تمامیت ته ټول وروڼه قومونه متعهد دی.
  • او نور

دا ډیر عمده اومهم مسایل دی چی پکښی یوه عمومی اجماع مینځ ته راغلی ده. خو ډیر مسایل دی چی پر هغو باندی تر اوسه هم یوه اجماع نده موجوده.  د هغو څخه یوه هم د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ د ۲۶ می د لمړی جمهوری کودتا ده.

په دی ورځوکی ډیرو مخوروا فغانانو د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ د ۲۶ کودتا په مسللی لیکنی کړی وی. ډیر د جذباتو ډک ، په امیدونو نغښتی او په ګوت څنډنو لړلی لیکنی. ځینو ظاهر شاه بابا باندی ژړل او ځینو سردار صاحب ترټلو. ځینو بیا خلق دموکراتیک ګوند ته ښکنځلی پکی کولی ځکه دوی د سردار کودتا ور کامیابه کړی وه.ډیرو شنونکو د بهرنیوهیوادونو لاس په ټولو مسلو کی روښانه او بربنډ تعریفولو.

زه د ډيرولیکنو سره موافق یم خو ددی بحث د هغوتفسیرونو سره نه یم موافق چی سیاسی اوښتونه د دسیسو او خرابکاریونتیجه بولی.

د ۱۳۵۲ کال د جمهوری کودتا یوه ډيره مهمه او تاریخی حادثه وه. ددی اوښت شا ته ډير عینی او ذهنی شرایط او حوادث نغښتی دی چی باید د افغانستان د متخصصو موسساتو له خوا د جذباتو څخه دباندی علمی او ټولنیزی څیړنی ورباندی وشی.

د افغانستان د چنګاښ کودتا عینی اوذهنی شراط دلوردل چی ځینی به دلته په لنډ ډول وښودل شی.

دظاهر شاه د پاچاهی په وروستی کلونو کی افغانستان د خپل معاصر تاریخ تر ټولوستر اقتصادی ماتی لیدلی وه. په ۱۹۶۸ کال کی  د هیواداقتصاد ۱۶.۵ ٪ منفی پرمختګ کړ ی وو. یعنی که د نفوسو زیاتوالی ته نظر کړو نو د هیواد اقتصاد ۱۸.۵ ٪ شاته تللی وو. که څه هم چی په ۱۹۷۰کال کی اقتصاد لږ ښه شو خو د تیرکال ماته ډیر ژور پرهار کیښود. ددی ناکامی لوی عامل د دولت اقتصادی او ټولنیز سیاست، د زراعت په برخه کی ناسم تدابیر او د  (۱۹۷۱- ۱۹۷۰) ۱۳۴۹- ۱۳۵۰ کال وچکالی وه. په ۱۹۷۲ کال کی د هیواداقتصاد بیا۹.۴ ٪ کسر تجربه کړ. زما په یاد دی چی زمونږ په کوڅه کی به د چخچران ځوانی کورنی ګرځیدلی او خپلی لوڼي به یی په نیمه بوجی اوړو یا یو من وریجو خرڅولی.ځینو به خپل اولادونه هسی د کورونو مخی ته پریښودل او تری تلل به. د افغانستان مرکزی او لویدیځ ولایتونه لکه غور، فراه، بادغیس او نیمروز د وچکالی له کبله د خپلو کورونو څخه بی ځایه شوی وو. دولت هیڅ داسی یو پروګرام نه درلود تر څوعاجلی مرستی ورسوی. په دی حساسو شرایطو کی اعلیحضرت ظاهر شاه د غاښ د تداوی لپاره لندن ته ستون شو.

د سردار محمد داود د کودتا عینی او ذهنی شرایط ډیر وو.

په ۱۹۷۰ کال کی د افغانستان د خلکو د سواد کچه څه د پاسه ۱۰٪ وه. پداسی حال کی چی دغه کچه په ایران کی ۴۳٪ او په پاکستان کی ۱۷٪ وه. پاکستان د دریو جګړو سره سره توانیدلی وو چی  تولنیز پرمختګ چټک کړی پداسی حال کی چی افغانستان د ۱۹۳۰ کال څخه وروسته یو سوله ایز ژوند درلود خو اقتصادی اوټولنیز پرمختګ ډیر ورو او غیر مرعی وو. په ۱۹۷۰کال کی  افغانستان یوازی د ۴٪ برق درلودونکی وو. پداسی حال کی چی د پاکستان هیواد د نفوسو د زیاتوالی سره سره د ۱۸٪ برق څښتن وو اود ایران تر ۴۸٪ زیاتو خلکو پوری برق درلود. په نورو ساحوکی هم افغانستان د ښه طبیعت، اوبو لرلو او سوله ایز ژوند په درلودلو سره سره ونه توانید د دوهمی نړیوالی جګړی وروسته د پرمختګ او زیار لاری ته ور ودانګی.

 د ۱۳۴۸ کال را پدی خواه د روښان فکروافغانانو په مینځ کی د هیواد د ناسم اقتصادی اوټولنیزی پالیسی په باب ناندری پیل شوی.دغه ناندری په اردوکی تریوی کچی  په ډیر شدت روانی وی. د اردو صاحب منصبان او لوړ پوړی چارواکی د حالاتوڅخه خوښ نه وو. ددوی لپاره د نجات یوازینی پته سردار محمد داود وو چی دادی څو کاله په کور ناست وو. ډیر جنرالان او خوردضابطان بهر ته د سفر او د زده کړو فرصتونه پیدا کړل. خو چی بیرته راغلل نو د هغه بهرنی هیواد چی دوی هلته وو او افغانستان پرتله به یی کوله.  د خپل شاهی رژیم په بی کفایتی او بی کاره توب یی یقین راتلو. ځینی د مصر څخه، ځینی د شوروی څخه، ځینی د امریکی څخه او ځینی د هند څخه بیرته راتلل. په هغه وخت کی یوازی سوله د خلکو تنده نه ماتوله. خلکو پر مختګ غوښت. خلکو پخی لاری، شنه باغونه، ښکلی فارمونه او ښی فابریکی غوښتی. خلکو سم ښاری ژو ند غوښت. د کابل نفوس په ۱۳۵۱ کال کی څه د پاسه ۳۰۰ زره تنه وو. ډیر وړوکی ښار وو. خو همدی وړوکی ښارکی یوازی ۲۵٪خلکو برق درلود.دنل د څښن اوبه یوازی ۸٪ خلکو درلودی. د افغانستان کلنی ناخالص عواید یوازی ۱۶۰ ډالره وو . د هیواد نظام د څو لوړ پوړو چارواکو او د ولایاتو د دلالانو (ملکانو او خانانو) تر مینځ ویشل شوی وو.

که  څه هم چی پنځلس کاله وړاندی د صدراعظم شاه محمود خان له خوا د نظام د تحرک لپاره ځینی کوټه ګامونه واخیستل شول. شاه محمود خان پوهیدو چی نظام په رکودکی دی. اقتصاد، ټولنیزه وده، صنعت، زراعت او وسله وال پوځ په یوه ژور رکود کی واقع دی. په ۱۹۶۰ کال کی پاکستان د خپل جوړښت په ۱۳ م کال د کابل پر سیند د وارساک لوی بند جوړ کړ. دا داسی بند وو چی نیمایی پیښور او څو نوروښارونو ته یی برق ورکاوو.دا پداسی حال کی وو چی کابل ۸۰٪ برق نه درلود. سردار داود چی پدی وخت کی صدراعظم او د شاه محمود ځای ناسی وو هم حیران وو چی څّه وکړی. اعلیحضرت ډير بی جرئته او بی ابتکاره شخصیت وو. ډیر زیار ایستونکی هم نه وو. د لوبو، موسیقی او سفرونو سره یی ډير شوق وو. د ارګ د ګارد د صاحب منصب جنرال ضیا مجید د خولی څخه ظاهر شاه یوازی  ۲۱ ماډله ښکاری ټوپکونه درلودل. په یوه لیدنه کی چی د شوروی د سفیر اوسردار داود خان تر مینځ وشوه سردار داود خان شکایت وکړ چی کارونه سم ندی روان. اقتصاد خراب دی او خلک وږی دی. برق نشته او کارخانی هم نشته سفیر ورته وویل تاسو اوبه لری خو پاکستان وکولای شول یولوی بند په ۲۰۰ میلیونه ډالره  ۳۰کیلوومتره د ډيورند کرښی ته نژدی جوړ کړی. ولی یی تاسو نه جوړوی؟ سردار داود خان ورته وویل چی مونږ نه پیسی لرو نه تجربه لرو او نه هم تخصص. سفیر د دوومیاشتو چوپتیا څخه وروسته د افغانستان دولت ته وړاندیز وکړ چی د نغلو اودرونته بندونه به ورته جوړ کړی او پیسی به یی هم شورویان ورکړی تر څو کابل ته برق راشی. په حقیقت کی د نغلو، سروبی او درونته بندونه د وارساک د بند عکس العملونه وو. د ۱۹۶۱ کال څخه بیا تر ۱۹۷۲ کال پوری شورویانو څو نساجی فابریکی او تصدی جوړی کړی. خو سیاسی او اداری جوړښت نه وو سم. د دموکراسی لسیزی لږ تحول راووست او هغه دا چی خلکو چیغی کړی چی حالات سم ندی.

په ۱۹۷۰ کال کی ظاهر شاه پوخ پاچاوو او نور یی د اکاګانو مشورو او رهنمای ته اړتیا نه درلوده. هلته خپل اخښی سردار داود هم تری خفه وو چی ولی په هیواد کی هغه بدلونونه نه راځي چی په ګاونډي هیوادونو کی روان دی. په ۱۹۷۱ کال کی بنګله دیش د پاکستان څخه جلا شو او خپله لاره یی ونیوله . نور نو په افغانستان کی د بدلون ذهنی شرایط هم را برابر شوی وو. د ۱۹۷۰ کال وچ کالی ډيری میندی بوری کړی. ډير ځوانان تر پولی واوښتل. ځینی په ایران کی مړه شول اوځینوځانونه تر دوبی او سعودی ورسول. په دوو کلونو کی څه د پاسه نیم میلیون د کار قوه د هیواد څخه ووتله. همدا ددی باعث شو چی لږ اسعار (Remittance  ) هیواد ته راشی.

د دموکراسی د لسیزی تر تاثیر لاندی افغان روښان فکرو هم د سردار محمد داود په شخصیت کی یو لوی فرصت ولید. سردار داود غوښتل چی هیواد له دی کړکیچه ووځي. خو نه پوهیدو چی څرنګه او په کوم تدبیر دا کار وشی.  تر هر څه دمخه باید سیاسی قدرت د نادر خان د کورنی څځه لیږدول شوی وای. البته په دی کی ګاونډیو او ستروقدرتونو هم خپلی موخی لیدلی. د مثال په ډول پاکستان دسردار داود راتګ ته خوشحاله نه وو. پداسی حال کی چی شورویان د ده په راتګ خوشحاله وو. ایران هم ډير خو شحاله نه وو خو هند بیا راضی ښکاریدو.امریکا ډیره خوشحاله نه وه خو واقعیت ته یی تن ورکړ. په یوه نظر ګاونډي او سترو قدرتونو په حیرانتیا د افغانستان واقعیتونه ومنل.

د سردار داود د لمړی جمهوریت کودتا د افغانستان د معاصر تاریخی پرمختګ یو عینی او مهم بدلون وو. زیادتره مترقی ډلو او ګوندونو د سردار نوی رژیم ته لیواله ښکاریدل. ډیرو ورسره د همکاری ژمنی وکړی. پدی لست کی د خلق ډموکراتک ګوند د پرجم ډله مخوره وه. خلقیانو هم د سردار داود رژیم پوره ننګه کوله. په ولسوالیو او علاقداریو کی چیرته چی پرچمیان نه وو نو خلقیانو به د سردار داود د پلانونوپه تشریح او عملی کولو کی ونډه اخیستله. دا ځکه چی لمړی جمهوریت وعده کړی وه چی د هیوادوالو ژوند به بدلوی. د فساد ، واسطی، او ناسم مدیریت مخه به نیسی او دخانانو د ظلم ته به د پای ټکی ږدی.

په همدی توګه د افغان ملت، مساوات، شعله جاوید او طاهر بدخشی ډلو هم ددولت ننګه وکړه. یوازینی ډله چی د دولت په وړاندی یی د ورانکای لاره غوره کړه اسلامی نهضت او په سر کی د اسلامی جمیعت وو.

په حقیقت کی د ۱۳۵۲ کال انقلابی اوښت کولای شوای داسی وظیفی تر سره کړی چی د ۱۳۵۷ کال انقلاب ته ضرورت نه وای پیښ شوی. د هیواد د اقتصادی ودی پلان جوړول او پولی کول، د ښځو ونډه په دولت کی زیاتول، په دولت کی د نوروقومونو د ګډون لاری چاری موندل، د پوهنی، اقتصاد، او اردو په تجهیز کی کوټلی ګامونه اخیستل او په هیواد کی یوډیموکراتیک او پراخ بنسټه نظام جوړول د سردار داود د “خطاب به مردم” د وینا مهم ټکی وو.

خو ډیرژر مفسدو کړیو او غوړه مالانود سردار شاوخواه ونیوله او په ډير مهارت یی دده پر اعصابو کار پیل کړ. یو وار یی د بهرنیو هیوادونو سره په جنګ واچاوو او بیا یی د ننه په کور کی د نورو سیاسی ډلو سره وران کړ. سردار هم چی دازله په توده وینه،جذباتو او غوره خبرو او شعارونو مشهور سړی وو د هیواد  عینی اوذهنی شرایطو ته په نه کتو یی اشتباهات پیل کړل.  ډیرنژدی خلک یی د ځانه لیری کړل او د سیاسی ګوندونو استازو ته یی بی احترامی او سپکاوی وکړی.  هغه ښکلی پلانونه چی ده په خپله به یی په باب خبری کولی یوازی د کاغذ پر مخ پاتی شول.

په ۱۳۵۵ کال کی د افغانستان اقتصاد یو ځل بیا منفی ۵.۵ ٪ را ټیټ شو. په پنځو کلونو کی څه د پاسه یومیلیون د کار قوا د هیواده ووتله. دا د هیواد د بشری قواوو څه د پاسه ۲۵٪ وه. بیا د اتم ټولګی کانکور وو چی څه د پاسه ۳۰٪ زده کوونکی یی د ښوونځیود تګ څخه محرومه کړل. د سردار داود په وخت کی هیڅ داسی ستر اقتصادی او بنسټیز کار ونشو. بر سیره پردی هغه نیم بنده ډیموکراسی چی د ظاهر شاه په وخت کی وه هغه هم بنده کړای شوه. د خلکو ګڼه ګوڼه منع شوه. یوازی د سردار داود ګوند د فعالیت اجازه درلوده.

په یوه انداز سره ټول هغه امیدونه چی د نوی جمهوری نظام ته خلکو درلودل او ددی امیدونو لپاری یی پاچاهی ړنګه کړی وه  د عمل جامه وا نغوستله.

د هغه بدلون لپاره چی ټولنیز افکار برابر شوی ووویی نشوای کړای د خلکو هیلی په عمل بدلی کړی.

دا هغه څّه وو چی وروسته یی په ۱۳۵۷ کال کی بل بدلون ته لاره هواره کړه.

هو: د ۱۳۵۲ کال د سردار محمد داود کودتا یو تاریخی جبر وو او ډیر چارواکی اوخلک یی لیواله وو. په ۱۳۵۲ کال کی یو بل فرصت را پیدا شوی وو چی زمونږ هیواد د پرمختګ او سوکالی لویی لاری ته ګام واخلی.

په هغه واری زمونږګران هیواد دی لاری ته ستون نشو خو هڅی یی و نه درولی.

 ددی ملت هڅی لاهم روانی دی.

پای


د لیکوال په اړه: ډاکتر یارمحمد تره کی د نړیال پرمختګ او د اوبو د مدیریت متخصص دی او اوس د ګلف په پوهنتون کی په څیړنیز کار  بوخت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب