چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+د تادیاتو بیلانس او د پیسو بهرنی ارزښت

د تادیاتو بیلانس او د پیسو بهرنی ارزښت

ذبیح الله جبارخیل

کله چې د پیسو پر بهرني ارزښت خبرې کیږي نو د تادیاتو له بیلانس څخه هم یادونه کیږي. ویل کیږي که د یو هیواد د تادیاتو بیلانس مثبت  وي د پیسو بهرنی ارزښت نسبي لوړ وي او که د تادیاتو بیلانس منفي وي نو د پیسو بهرنی ارزښت هم نسبي ټیټ وي او یا داچې که د تادیاتو بیلانس مثبت شي د پیسو بهرنی ارزښت لوړیږي او که منفي شي د پیسو بهرنی ارزښت غورځیږي. اوس د دې لپاره چې د تادیاتو د بیلانس او د پیسو د بهرني ارزښت ترمنځ پر رابطه پوه شو، لومړی باید د تادیاتو بیلانس وپیژنو او بیا یې د پیسو له بهرني ارزښت سره پر اړیکې بحث وکړو.

د تادیاتو بیلانس: د تادیاتو بیلانس د ټولو هغو اقتصادي فعالیتونو یو محاسبوي کتاب دی چې د کوربه هیواد ( وګړو، شرکتونو او حکومت) او د نورې نړۍ د هیوادونو( وګړو، شرکتونو او حکومتونو) ترمنځ صورت نیسي او یا  د تادیاتو بیلانس د کوربه هیواد او نورو هیوادونو ترمنځ  د اقتصادي فعالیتونو د اندازه ګیرۍ واحد دی.

 د تادیاتو بیلانس موږ ته راښئ چې په یوه معلومه زماني دوره کې د یو هیواد څومره پیسې د نړۍ نورو هیوادونو ته وړل کیږي او په همدې دوره کې د نورو هیوادونو څومره پیسې کوربه هیواد ته راوړل کیږي. که د هغو پیسو مقدار چې له کوربه هیواده نورو هیوادونو ته وړل کیږي د هغو پیسو له مقداره لږ وي چې د نورو هیوادونو له لوري کوربه هیواد ته راوړل شوي وي د تادیاتو بیلانس د مازاد په نوم یادیږي او که د هغو پیسو اندازه چې له کوربه هیواده نورو هیوادونو ته وړل کیږي د هغو پیسو له اندازې زیات وي چې د نورو هیوادونو له لوري کوربه هیواد ته راوړل کیږي  د تادیاتو بیلانس  د کسر په نوم یادیږي   او که چیرې له هیواده د تللو پیسو اندازه هیواد ته د راغلو پیسو له اندازې سره برابرې وي د توازون حالت یې ګڼي.

د کورنیو پیسو بهر ته وړل او د بهرنیو پیسو کوربه هیواد ته راوړل په لاندې حالتونو کې ممکن دی:

اول: د توکو او خدماتو صادرات او واردات:

که کوربه هیواد کورني توکي او خدمات نورو ملکونو ته صادروي، د نورو ملکونو وګړي، شرکتونه یا حکومتونه  په بهرنیو پیسو کورني توکي او اجناس رانیسي چې په دې سره بهرنۍ پیسې کوربه هیواد ته راوړل کیږي او د کوربه هیواد عاید ګڼل کیږي او که کوربه هیواد بهرني توکي او خدمات واردوي، د کوربه هیواد وګړي، شرکتونه یا حکومت په کورنیو پیسو بهرني توکي او اجناس رانیسي چې په دې سره کورنۍ پیسې بهرنیو ملکونو ته وړل کیږي او د کوربه هیواد مصرف ګڼل کیږي. د بیلګې په توګه، یو افغان تجار له چین څخه چای واردوي، د چای واردولو لپاره، تجار مکلف دی لومړی د چین پیسې  واخلې او بیا په چینایي پیسو چینایي چای واخلي او خپل هیواد ته یې وارد کړي، که څه هم دلته افغان تجار چینایي چای راسا په افغانیو ندی اخیستی خو په اصل کې که د بهرنیو اسعارو په بازار کې د افغانیو تادیه ونشي افغان تجار هیڅکله نشي کولی چینایی چای واخلي، یعنې افغان تجار مجبور دی چې د چینایي تولید د اخیستنې لپاره د افغانیو تادیه وکړي او د پیسو همدغې تادییې ته له کوربه هیواده د چین هیواد ته د پیسو انتقال وایي او په همدې توګه که د چین کوم وګړی زموږ له هیواده ( کوربه هیواد) کوم جنس رانیسي نو چینایي پیسې زموږ ملک ته راوړل کیږي.

دوهم: حوالې: له یوه هیواده بل هیواد ته د پیسو انتقال د حوالو له لیارې هم صورت نیسي، حوالې ممکن د تحفې په بڼه وي یا د مرستو او یا د هغو کسانو له لوري وي چې په نورو ملکونو کې مزدوري کوي او خپلې جمع کړې پیسې خپل کوربه هیواد ته حواله کوي او یا د نورو هیوادونو وګړي له کوربه هیواده خپلو هیوادونو ته حوالې کوي.

درېم: عایدات: که د کوربه هیواد وګړو یا شرکتونو په نورو هیوادونو کې پانګونه کړې وي، له هغې پانګونې د میاشتني یا کلني عاید کوربه هیواد ته را انتقالول د پیسو راتګ ګڼل کیږي او که د بهرنیو هیوادونو وګړو یا شرکتونو په کوربه هیواد کې پانګونه کړې وي او له دې پانګونې د میاشتني یا کلني ډول عاید بهرنیو هیوادونو ته انتقالول د پیسو تګ ګڼل کیږي.

څلورم: پورونه: که د کوربه هیواد وګړي، شرکتونه او یا حکومت د نورو هیوادونو وګړو، شرکتونو او یا حکومتونو ته پیسې په پور ورکړي نو کورنۍ پیسې نورو هیوادونو ته وړل کیږي او که پور واخلي نو کوربه هیواد ته د نورو هیوادونو پیسې راوړل کیږي.

پنځم: پانګونه: که د کوربه هیواد وګړي او یا شرکتونه په نورو هیوادونو کې پانګونه وکړي، نورو هیوادونو ته کورنۍ پیسې نقل کیږي او که د نورو هیوادونو وګړي او یا شرکتونه په کوربه هیواد کې پانګونه وکړي، د نورو هیوادونو پیسې کوربه هیواد ته راوړل کیږي. د بیلګې په توګه، یو افغان پانګوال غواړي په چین کې د لوښو یوه تولیدي فابریکه جوړه کړي، د دې لپاره افغان پانګوال مکلف دی چې ډېرې پیسې ولري تر څو پرې ځمکه واخلي، تعمیر جوړ کړي او ټوله ضروري ماشینري پرې وپیري، د دې ترڅنګ اړ دی چې د لوښو د تولید لپاره خامه مواد واخلي او یا د نورو ټولو هغو لګښتونو لپاره چې یو پانګوال یې باید د تولید په پیل او د تولید په اوږدو کې سرته ورسوي پیسو ته اړتیا پیښیږي، حتمي ده چې دغه پیسې به تجار له افغانستان څخه چین ته وړې وي.

شپږم: د بهرنیو یا کورنیو پیسو اخیستل: که د کوربه هیواد وګړي یا شرکتونه له یادو صورتونو پرته د اسعارو په بازار کې د بهرنیو هیوادونو پیسې اخلي، کورنۍ پیسې نورو هیوادونو ته وړل کیږي او یا د بهرنیو هیوادونو وګړي او شرکتونه له یادو صورتونو پرته د کوربه هیواد پیسې اخلي نو د بهرنیو هیوادونو پیسې کوربه هیواد ته راوړل کیږي.

اوس که ټولې هغه پیسې چې زموږ له هیواده بهر ته وړل کیږي مصرف وګڼل شي او ټولې هغه پیسې چې زموږ هیواد ته راوړل کیږي، عاید وګڼل شي، زموږ لپاره به یواځې هغه حالت غوره وي چې عاید مو له مصرفه زیات وي ( د تادیاتو بیلانس مازاد یعنې مثبت وي) او که  مصرف مو له عاید زیات شي ( د تادیاتو بیلانس کسر یعنې منفي وي)، نو موږ د پیسو له کموالي سره مخ کیږو او نشو کولی د اوږد مهال لپاره په لږو عوایدو زیات مصارف ترسره کړو. د دې لپاره موږ مجبور یو چې خپل عواید زیات کړو او مصارف را کم کړو او یا یواځې خپل عواید زیات کړو تر څو په پرتلیز شکل زیات عواید ولرو او یا د عوایدو او مصارفو انډول وساتو.

د دې لپاره چې پوه شو ولې له کوربه هیواده بهرنیو هیوادونو ته د کورنۍ پیسو وړل دکورنیو پیسو بهرنی ارزښت را ټیټوي او برعکس له بهرنیو هیوادونو کوربه هیواد ته د بهرنیو پیسو را وړل د کورنیو پیسو بهرنی ارزښت لوړوي، پیسو ته باید د نورو شتمنیو په څېر وګورو. د هرې شتمنۍ متقاضیان چې زیاتیږي، ارزښت یې لوړیږي او که متقاضیان یې کمیږي ارزښت یې غورځیږي. اوس که د هیوادوالو په شمول بهرنیان هم د افغانیو غوښتونکي شي، افغانیو ته تقاضا لوړیږي او په همدې وجه یې ارزښت لوړیږي او که افغانان هم د افغانیو پر ځای د بهرنیو پیسو غوښتونکي شي، د بهرنیو پیسو متقاضیان زیاتیږي او هممهال د کورنیو پیسو متقاضیان کمیږي نو ځکه هم د بهرنیو پیسو ارزښت لوړیږي او د کورنیو پیسو ارزښت غورځیږي.

په پایله کې ویلی شو چې د تادیاتو بیلانس یواځې یو معلوماتي کتاب دی چې د هغې په واسطه لوستونکي پوهیږي چې په یوه معلومه زماني دوره کې څومره کورنۍ پیسې بهرنیو ملکونو ته صادر شوي او په مصرف رسیدلي او څومره بهرنۍ پیسې کوربه هیواد ته وارد شوي او تحصیل شوي. که مصرف شوې پیسې له تحصیل شوو پیسو لږې وې، د تادیاتو بیلانس د مازاد حالت لري، یعنې د کورنیو پیسو متقاضیان ډېر دي، نو ځکه یې ارزښت لوړ شوی او که تحصیل شوې پیسې له مصرف شوو پیسو لږې وي، د تادیاتو بیلانس د کسر حالت لري، یعنې د کورنیو پیسو متقاضیان په نسبي ډول لږ دي، نو ځکه یې ارزښت هم ټیټ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب