Homeخبرونهحقاني خوست او ملا یعقوب پکتيا ته په سفر ورغلی

حقاني خوست او ملا یعقوب پکتيا ته په سفر ورغلی

تاند( پنجشنبه ، د سرطان ۳۰ ) د حقاني شبکې ( لوېې پکتيا) د طالبانو مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر مولوي سراج الدين حقاني او د طالبانو د لوی کندهار د ډلې یوه مشر او د دوی د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، چې د دواړو ترمنځ د سختو رقابتونو خبره کیږي، په جلا- جلا ډول او هم مهاله توګه خوست او پکتيا ولايتونو ته سفرونه کړي دي.

د حقاني مطبوعاتي دفتر ویلي، چې نوموړي په خوست کې د ټولو سيمه ييزو ادارو د ګډې غونډې مشري کړې او پر اقتصادي موضوعاتو او خاص ډول پر غلام خان بندر ېې پاکستان سره د سوداګرۍ او راشه درشې پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

د طالبانو د دفاع د وزير ملا یعقوب دفتر بيا ويلي، چې نوموړي د پکتيا ځاځي اريوب ولسوالۍ ته سفر کړی او ډيورنډ فرضي کرښې نه د ليدنې ترڅنګ یې خپل ځواکونه په نقدي ډالۍ نازولي او وړانديزونه ېې اوريدلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د لوېې پکتيا او لوی کندهار ډلې د واک او امکاناتو د وېش په سر په ناندريو بوخت او بهرني ملاتړي یې جلا- جلا ډلې ګڼل کېږي.

طالبانو بیا د دوی تر منځ د اختلافاتو خبرونه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...