دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهتاجيکستان: د نيشه يي توکيو په اړه د ملا هبت الله فرمان...

تاجيکستان: د نيشه يي توکيو په اړه د ملا هبت الله فرمان نه دی عملي شوی

تاند( پنجشنبه ، د سرطان ۳۰ ) ‏‏‏ ‏د تاجيکستان د کورنيو چارو وزير رمضان رحیم زاده په افغانستان کې پر طالب حاکمانو له نیوکو سره ویلي، چې د نيشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې په اړه يې د ادعا شوي لوی مشر ملا هبت الله فرمان عملي شوی نه دی.

د نوموړي په وينا، طالبان په دې برخه کې بريالي نه دي، ځکه چې د افغانستان له خاورې تاجيکستان ته د نيشه يي توکيو د قاچاق اندازه کمه شوې نه ده.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې ېې له افغانستان څخه د سيمې او نړۍ هېوادونو ته د کوم خطر په نه پیښیدو ټينګار کړی.

د طالبانو له واکمنيدو سره د افغانستان او تاجيکستان اړيکې ترينګلې شوي دي.

د طالبانو يو شمېر منتقدینو د دغې ډلې ځينې مشران د نيشه يي توکيو په قاچاق او کاروبار کې په لاس لرلو تورن کړي، خو طالبانو دا تورونه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب