دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهط- الب مقام: پاکستان ته د ډبرو سکرو پرځای بريښنا صادروو

ط- الب مقام: پاکستان ته د ډبرو سکرو پرځای بريښنا صادروو

تاند( پنجشنبه ، د سرطان ۳۰ ) ‏‏‏ ‏د‌ طالبانو د واکمنۍ یوه چارواکي شفیع اعظم په يوه تبليغاتي ټویټ کې ويلي، چې د طالبانو چارواکو پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو پر ځای له دغو سکرو څخه د بریښنا د تولید او پاکستان ته ېې د صادرولو په طرحې کار روان کړی دی.

شفيع اعظم، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو رييس او مشهور تبلیغاتي مبلغ دی، د یادې طرحې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

نوموړي ويلي، طالبان پر یو نوي میکانیزم کار کوي چې بهرنیو او افغان پانګوالو پر مټ ډیورنډ کرښه میشت ولایتونو کې د ډبرو سکارو پاور پلانټونه نصب کړي.

دغه طالب مقام او تبلیغاتي مبلغ زیاتوي:«د برېښنا دغه تولید سره به لومړی یاد ولایتونو برېښنا ستونزې حل ورپسې به پاکستان ته د ډبرو سکارو صدور پرځای یاد هیواد ته پرېښنا صادر شي.»

د طالبانو دغه مقام په عین حال کې طالب مبلغين د دوی په ګټه تبلیغاتو ته بللي او ګومان کېږي، چې د بریښنا د تولید او صادراتو ادعاوې به ېې هم د يادو تبلیغاتو یوه برخه وي.

5 COMMENTS

  1. کله ناکله د سړي خوله غلطيږی مانا دا چې داسې يوه بې سروبوله خبره ترې راووځي چې وروسته هم پرې خپله پښېمانه او هم هغه مخامخ لوری حيران کړي چې څه يې وويل؟
    د پنجاب له سوداګريز هيئت سره نظاميان واستخبارات يې هم راغلي وو، نو له خوشالۍ به يې خوله خطا شوې وي.
    د نظاميانو او استخباراتو راتګ ته يې څه اړتيا وه؟

  2. ډالبانو ستا سو د کور او نغری ټول لوی واړه په ډګه راسپاره کړم
    تاسو ښکته شۍ او پورته شۍ او بیا په پاکستان ځان وغیوۍ
    تاسو خو په کونو ورکولو کی ډیپلومی اخیستی او د پاکستان مړوسیان یاستۍ خو د نورو افغانانو عزت او ابرو مو پایمال کړه
    الله تعالی مو له دی هم نور ذلیله او رسوا کړه چی د افغانانو ټول شکونه لری شی.

  3. په دی خبره کی هیڅ وزن نشته. هرڅوک چي دا ډول هوایی خبری کوی، په دی اصلاً نه پوهیږی چی د ډبرو سکرو څخه بریښنا څه ډول تولیدیږی. ددی لپاره باید د د بخار انجینونه نصب شی او دا یوی ډیری ستری پانګونی ته اړتیا لری. زما تخمین دادی چی د بریښنا یوه بټۍ چی د ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا تولید ظرفیت ولری، لږترلږه د ۵ څخه تر ۱۰ میلیارده ډالرو پانګونی ته اړتیا لری. نو د پاکستان په څیر په اقتصادی لحاظ یو ناکام هیواد دومره پیسی په لاس کی نلری او نه کوم پانګوال دومره جاهله دی چی د افغانستان په اوسنیو شرایطو کی دومره پانګونه وکړی.

    دی ته هم باید فکر وشی چی خپله د افغانستان د بریښنا اړتیا څومره ده او کوم مقدار بیا پاکستان ته صادرولی شی. فکر کوم چی افغانستان خپله د ۵۰۰۰ – ۱۰۰۰۰ میګاواټه بریښتان ته اړتیا لری.

  4. ممکن ” بریښنا ” فقط یوه استعاره وی، د طالبانو منظور دا دئ چی:
    پاکستان د انګریز په نیابت د طالب وجودی اِنجن ته بریښنا ور وبخښله او د طالب ماشین ئې فعّال کړ اوس نو طالب د پاکستان څخه د مننی او شُکران پخاطر هغوی ته ” بریښنا ” ورکوی یعنی د افغانستان ټول مادی او معنوی ارزښتونه ئې پاکستان ته ډالۍ کړیدی.
    د هزاره، اوزبک، تاجک توپیر د پښتون سره دا دئ چی:
    هزاره او اوزبک او تاجک خپلو قومی ارمانونو ته وفادار دی ( یا حد اقل جفاکار نه دی ) خو د پښتون بیچاره سدرۍ د خپل پښتون ورور په منګولو څیری سوېده او ” بریښنا ” ترې اخیستل سوېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب