Homeخبرونهجوزجان: ۷زره تنه په کولرا ناروغۍ اخته او ۱۲ تنه ېې له...

جوزجان: ۷زره تنه په کولرا ناروغۍ اخته او ۱۲ تنه ېې له کبله مړه شوي

تاند( چار شنبه ، د سرطان ۲۹ ) ‏‏‏ په جوزجان کې د طالبانو ځايي چارواکو ويلي، چې په دې ولايت کې ۷ زره تنه په کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.

د‌ جوزجان د عامې روغتيا رييس ډاکټر خالص قادري وويل، چې د يادو ناروغانو له ډلې شاوخوا دوه نیم زره تنه د جدي مراقبت په حالت کې دي.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه د شدیدې نس ناستې یا کولرا ډوله ناروغۍ له امله د لسګونه تنو د مړينې خبر ورکړل شوی دی.

د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره د لازمو روغتيايي اسانتياوو نشتوالی د پراخو تلفاتو اصلي دليل ګڼل کېږي.

پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنيدل او د نړیوالو له لوري ېې نه په رسميت پيژندل سبب شوي، چې په روغتيايي برخه کې هم له افغانستان سره د نړيوالو مرستې خورا کمې شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...