دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد يوناما راپور ته غبرګون؛ مجاهد: پروپاګند ېې راپسې کړي

د يوناما راپور ته غبرګون؛ مجاهد: پروپاګند ېې راپسې کړي

تاند( چار شنبه ، د سرطان ۲۹ ) ‏‏د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر ( يوناما) ته توند غبرګون ښودلی.

نوموړي په يوه ټویټ کې لیکلي:« ‏په افغانستان کې د بشري حقوقو په نامه د یوناما راپور حقیقت نه لري.»

طالب ویاند ادعا کوي، چې په هېواد کې هیڅ ډول خپل سرې وژنو او نیونو ته اجازه نشته.

هغه ټينګار کوي، چې که څوک پخپل سري ډول وژنې او یا نیونې وکړي پخپله مجرم ګڼل کیږي او له شرعي قانون سره به مخ کیږي.

د طالبانو وياند زياتوي:« په دې مورد د یوناما راپور حقیقت نلري، بلکې پروپاګند دی.»

يوناما نن د طالبانو د لس مياشتینۍ واکمنۍ او د افغانستان د وضعيت د څرنګوالي په اړه خپلې موندنې او ارزونې په يوه راپور کې په ډاګه کړل.

دغې ادارې ویلي، چې طالبانو د خپلې بیا ځلي واکمنۍ په موده کې زندانیان شکنجه کړي او برقي شارټونه یې ورکړي.

 ‏‏‏یوناما زیاتوي، چې د طالبانو له واکمنيدو وروسته په افغانستان کې د ملکیانو تلفات کم شوي، خو د داعش ډلې بریدونه دوام لري او لږ تر لږه ۷۰۰ تنه پکې د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته وژل شوي او ۱۴۰۰ تنه نور ټپيان دي.

سربېره پر دې دغه راپور وايي، چې طالبانو لسګونه تنه له مقاومت او داعش ډلې سره د تړاو په تور وژلي، بندیان کړي او شکنجه کړي دي.

2 COMMENTS

  1. یو ناما خوشې غول خوري د پنجیانو او ستمیانو پروپاګنده کوي ! هو طالبان د ښځو حقوق ځوري او دا له اسلام سره هیڅ تړاو نلري دا يو زوړ پښتني وروسته پاتې کلیوالی کلچر د ناپوهي دی !

  2. @Lopar لوفر جانه په پارسو کښ ېو متل دی چه ” فلاني هم سر مېخ مېزنه وهم سر نعل”. اوس ته هم د اردو ژبي په مصداق چه وېل ېې چه پټهان سور ېه بهی کرتا هې اور او بهي کرتا هې”، نو انډيوال فېصله وکړه چه ستا نظر چيشي دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب