Homeخبرونهپاکستاني پلاوی په کابل کې؛ افغانستان ته د بريښنا توليدولو لېوالتيا لرو

پاکستاني پلاوی په کابل کې؛ افغانستان ته د بريښنا توليدولو لېوالتيا لرو

تاند( چار شنبه ، د سرطان ۲۹ ) ‏‏د پاکستان يو لوړپوړی پلاوی، چې کابل ته ېې سفر کړی، په افغانستان کې د بریښنا د تولید لپاره یې د دغه هېواد د لېوالتیا خبر ورکړی.

د پاکستان د سوداګرۍ او انرژۍ وزارتونو مرستيالانو د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال ويلي، چې دوی د ډبرو سکرو په وسيله په افغانستان کې د بریښنا د تولید لېواله دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير پاکستاني پلاوي ته ويلي، چې په دې برخه کې د لازمو اسانتياوو برابرولو ته چمتو دي.

کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر په اړه وار د مخه يو شمېر افغان شنونکو خبرداری ورکړی و، چې پاکستان به پکې پر طالب چارواکو د پراخ نفوذ په وسيله له افغانستان څخه د پریمانه او ارزانه ګټو د طرحو عملي کیدو ته کار وکړي.

طالبانو بيا ویلي، چې دوی به د ملي ګټو په اساس چلند وکړي.

طالب وياندويانو د پاکستاني پلاوي په سفر کې د افغانستان د ګټو د خونديتوب ادعاوې هم کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...