دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د هند او افغانستان ګډي اړیکي کتاب چاپ سو

د هند او افغانستان ګډي اړیکي کتاب چاپ سو

د.سرواني

یاد کتاب د هلمند د تکړه لیکوال او ژورنالیست صفت الله “زاهدي” ،چي دمګړی په جرمني هیواد “DW/دویچه ویله” رسنۍ کښي د خبریالۍ دنده لري، څېړنیز اثر دی. په دې تحقیقي کتاب کښي د احمدشاه بابا له سترواکۍ د تېرولسمشر محمداشرف غني تر واکمنۍ پوري د هند او افغانستان تر منځ ګډو تاریخي، فرهنګي، اقتصادي اړیکوته نغوتي سوي او د دې دوو هیوادنو تر منځ ځیني تاریخي تړونونو مستندي بڼي راوړل سوي دي. تر څنګ یې د لوستونکو د معلوماتو له پاره د هند د قوانینو په تړاو او نور افاقي معلومات هم وړاندي سوي دي. څوک چي غواړي هند ته سفر ولري نوموړی اثر د هند او افغانستان تر منځ د ګډو اړیکو ښه لارښود دی. په دې اثر کښي د پخو موادو او تر ډېره د لومړي لاس مأخذونو څخه ګټه اخیستل سوې او څېړنیز مېتودونه یې په پام کښي نیولي دي.کتاب ټول یوسل څلور مخونه لري په زر ټوکه تېراژ کندهار کښي صداقت خپرندویه ټولني چاپ کړی دی، لوستونکي يې په هلمند کندهار او کابل کښي یې ترلاسه مولای سي. ښايي ژر نورو ولایتونو ته هم ولېږل سي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب