یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+نا اشنا / ارمان قريشي   

نا اشنا / ارمان قريشي   

ما د ښکولو په سترګو کي پراته کتابونه ولوستل زه نه پوهيږم چي دا بې رنګه توري په کم رنګ رنګيدلي وو د سپينو پاڼو په مخ د تير شوو سرو ښاخونو په لکيرو کي مي يو درد حس کړی شايد دا د پڅو بڼو په قلم ليکل شوی درد وو يا د کړاونو او دردونو درد اما دا د يو داسي څه لټون هم کيدای شي چي ما يې د وجود نشتون احساس کړی خو د دي کتابونو موضوع د فلسفې په اړه نه وه او نه هم د کوم يتيم شاعر د مات ګوډ شعر په شان له ترخو احساساتو ډکه ښکاريده.
د يوې شنې درختې سرې پاڼي خو يا خزان وهلې وې او يا د مقدسې مستۍ په ترخو اوبو اوبه شوې وې، د يو ښکلې په سېنه مي راتير کړی لاس نن له ځانه ورک غوندي احساس کړی څو ځله يې ما د لمسولو کوشش وکړی خو نياو يې نه راکوی؛ زه وپوهيدم يا د نرګسيت ښکار شوی يا دا لاس نور زما لاس نه دی پاته.
له خپل ځان سره د خپلې سايې نه شتون شايد څوک په تياره کي حس کړي خو ما د ورځې په رڼا د خپلې سايې ليدلو ته سترګې د پري شوي لاس په ارغوي وګنډلې او نه مي په يواځيتوب خوړلی بدن د ” ګارشيا مارکيز په سل کاله يواځيتوب ناول” کي چيرته ومندی.
 هو ته ښه پوهيږي! د ژوند هره پاڼه مي ولټول بلکل د ښکلو په سترګو کي د ليک شوي کتابونو په څير خو هغه بې پروا او نادانه ماشوم مي نه کړی پيدا او نه مي بيا د هغه شوخ ځوان په څير د يوه ښکلي په سېنه له سپېڅلي حوسه ډک لاس را تير کړی.
شايد دا به زمونږ د را فعل کړي ژوند وروستی پړاو وي، زه نه غواړم چي دا ورستۍ لمحه دي چيرته په بنده خونه کي د ترخو سګريټو له لګو سره تيره کړم يا زما د ژوند په ورستي کتاب ستا د لاس له کلونو کلونو ليکل شوي اټوګراف سره.
  زه نن هم د هغه سېند غاړي ته تلل غواړم چيرته چي مونږ د ژوند وړومبۍ ورځ د کاغذونو له کشتۍ سره تيره کړه د يوه بل له نوم سره ناآشنا وو بلکل لکه تازه زيږيدلی ماشوم چي په اول ساعت له دنيا سره وي.
هو! هغه ماشوم بختور وو د هيڅ غم يې هم نه لرلی اما د خپلې سايې د ليدلو غم هم نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب