شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+مسلکي ښوونکو ته ضرورت دی

مسلکي ښوونکو ته ضرورت دی

لیکنه: محمد شفیق شرفزی
له نوې زده کړو څخه برخمن خلک د خپلو وړتیاو پر مټ په هررنګه ټولنو کې ځانته ځانګړی مقام خپلوي. یو څوک چې وړتیا او لیاقت ولري هېڅکله نه پټېږي. د نړۍ پرمختللي هېوادونه د خپلو ټولنو د پرمختګ او استحکام لپاره د نوي نسل په تعلیم او تربیي ځانګړې پانګونه کوي.
 په افغانستان کې له بده مرغه د نورو ډېرو ستونزو له امله د نوي نسل د ښې روزنې لپاره کومه ځانګړې پالسي نه شته، چې په سبب یې ځوانان نه یوازې خپلې وړتیاوې په ښه شکل نه شي غوړولی بلکې داسې لارې ټاکي، چې هم دې او هم د ټولنې د پرمختګ لپاره مناسب نه وي.
په اوسني وخت کې نوی کهول د رنګارنګ ستونزو سره مخ دی، بلخصوص ښځینه زده کوونکې چې څه د آفتونو له وجهې او څه د سیاسي تحول په سبب په ناڅرګند او سرګومه حالت کې دي. دې حالت ته یوه مناسبه حل لاره پېداکول د وخت تقاضا ده، چې پدې کې ښوونه او روزنه او اړوند تعلیمي ادارې خورا مهم رول لرلی شي. د تعلیمي ادارو چارواکو ته داخبره ذهن نشین کول پکار دي، چې که ځوانان د نظریاتي انتشار او خلل ښکار شي نو دا تباهي او رکود نه یواځې د نوي کهول د زوال سبب کېږي بلکه هېواد ته په راتلکونکي کې هم دردسر جوړېدی شي.
له ښه مرغه له اوږده ځنډ وروسته د افغانستان اسلامي امارت په ننګرهار ولایت کې ۵/۶م بستونه آزاد رقابت ته وړاندې کړل، چې راتلونکي هفته کې به انشاالله څلور زرو څخه بره بستونو ته ازموینه واخستل شي. او شاوخوا اتلس زره کاندیدان، چې ګڼ شمېر ښځینه به پکې هم وي ګډون وکړي، پدې هیله چې ازموینه شفافه وي او کار اهل کار ته وسپارل شي.
د ازموینې وخت په رارسېدو سره د کاندیدانو بوختیاوې زیاتېږي او په عادتونو او روشونو کې یې تغیرات لیدل کېږي. ځینې له ازموینې د وېرې احساس کوي او ځینې بیا پر ځان ډاډه وي. داسې ځوانان هم وي، چې آن د ازموینې په ورځو کې په نورو کارونو ځان بوخت ساتي او مطالعه نه کوي.
نقل کول استعداد، تخلیقي فکر، شوق او علاقه، سالم رقابت او د مطالعې دود له منځه وړي. هغه زده کوونکي، چې تل مطالعه کوي د ازموینې لپاره پوره چمتووالی نیسي خو په ازموینه کې هغه ځوانان، چې په نقل روږدي وي ازموینې وروسته یې نمرې لوړې راووځي، نسبت هغه زده کوونکي ته، چې نقل یې نه وي کړی او د خپل ذهن پر مټ یې تر لاسه کړي وي، نو دلته دی، چې د هغه بااسعتداده ځوانانو زړه مات شي، چې په ځانګړې علاقې سره به یې زده کړې کولې.
څو ورځې وړاندې مې د یو ملګري سره لیدنه وشوه، هغه په ښوونه او روزنه کې ماسټر  دی. هغه ته مې وویل، چې د ازموینو وخت رارسېدلی نو زده کوونکي باید څه وکړئ ترڅو ښې نمرې ترلاسه کړي؟ هغه راسره د خپل ژوند یوه جالبه تجربه را شریکه کړه. ویې ویل چې “همدغه شان د ازموینې ورځې شپې وې، او ما هم شپه او ورځ پر ځان یوه کړې وه او د ازموینې لپاره به مې چمتووالی نیوو، چې یوه ورځ د پوهنتون له کتابتون څخه د بېرته راتګ پر وخت مې د یو ټولګیوال سره ولیدل. له روغبړ وروسته یې راڅخه وپوښتل “څه کوې؟ ” نو ومې ویل، چې مطالعه کوم ځکه د ازموینې ورځې بیخي رانږدې دي. یانې بوختیاوې زیاتې دي. راڅخه یې زما د تقسیم اوقات په اړه وپوښتل؟ ومې ویل؛ وخت مې د مختلفو مضامینو په تناسب ویشلی او تقسیم اوقات مې جوړ کړی او د همدې مطابق په چمتووالي بوخت یم. یانې اول ټولو مضامینو ته یو ځغلنده کتنه کوم بیا پر مهمو مضوعاتو تم کېږم او نښه کوم یې او بیا یې عمیق لولم. د کتاب د هر درس لوستلو وروسته ځینې هغه ځایونه را اخلم، چې ښایې اړین وي. سوالونه ترې جوړوم او ځانته ساعت ږدم او پر حلولو یې پېل کوم. کوښښ کوم، چې د لیکنې اصولو مراعتولو سره سره چټک لیکل وکړم. ما په تفصیل سره د ځوابونه ورکړل. ملګري مې وویل، چې ستا موقف قوي دی. خو راتلونکې ته څه برنامه لرې؟ هغه په تمسخرانه انداز پوښتنه وکړه. ما ورته وویل، لمړی خو زده کړې بشپړول پکار دي.  د ښه نمرو سره سره د والدینو توقوعاتو ته پاملرنه کوم نور د الله ج په لاس کې ده، چې وړاندې څه پېښېږي. ما په پوره ډاډ سره د هغه پوښتنې ځوابولې. بیا ماترې وپوښتل، چې ځان په اړه ووایي، چې چارې څنګه پر مخ ځي؟ راته یې وویل ددې خبرې ماته د فکر کولو څه اړتیا نه شته کور کې ټولو ته همدا خبره کوم، چې زه به هرو مرو په لوړو نمرو بر یالی کېږم. داخبره یې وکړه او له جېبه یې یو سګرېټ راوویست او بل یې کړ، زیاته یې کړه؛ له هغه وخته چې ما په ښوونځي کې پل ایښی کتاب میتاب نه ګورم او نه مې له لاسه کېږي، چې دا دومره پړپړې ولولم، فقط د ازموینې پر وخت یو څه نقل مقل جوړوم او ځان پرې کامیابوم. داشیان په درد نه خوري ګوره که زه په ښوونځي کې په ریاضي کې ښه خواري وکړم او د کانکور په ازموینه کې ادبیاتو یا ژورنالیزم پوهنځي ته بربالی شم نو هلته به زما ریاضي څه پکار راشي؟ دا هسې سرخوږی دی پدې وخت ضایع کول نه دي پکار. دا خبرې یې وکړې او له جېب څخه یې خپل نوی مباېل راوویست او خپل نوی نمبر یې ماته را کړ چې که کله اړیکه ورسره نیسم نو… او روان شو.
وخت څومره په چټکۍ سره روان دی! زما د والدېنو او ښوونکو زحمتونو رنګ راوړ نن زه یو بریالی شخص یم. څو ورځې و ړاندې په روغتون کې د یو مریض پوښتنې ته تللی وم، چې ګورم ډاکتران راټول دي چې ورنږدې شوم ګورم، چې یو مړی پروت دی کله مې، چې ورته مخ لوڅ کړ نو دا هماغه د ښوونځي ټولګیوال مې دی، چې تلفون نمبر یې راکړی و او ویلي یې وو، چې د نکامۍ لفظ زما په قاموس کې نه شته.
ددې په لیدو ډېر زیات خفه شوم کله، چې یو پولیس راته وویل، چې د قاچاقبرو سره د تېښتې پرمحال وژل شوی. ددې واقعې په لیدو سره مې فکر کې رنګارنګ سوچونه راتلل. داچې زموږ نوی نسل د کومو نادودو په لاس کې یرغمل شوی دی. ضد، لالچ، خودغرضي، نافرماني او کینې له هغه څخه څه شی جوړ کړ. دولت د هغوی په اصلاح کې پاتې راغلی. کومه مافیا د دوی سرپرستي کوي؟ ولې مو نوی نسل په داسې دلدل کې بند شوی، چې ویستل یې ناممکن دی؟”
هر کال ښوونکي، د ښوونې او روزنې پوهان او نور د تعلیمي شعبو سره وابسته اشخاص هغه عوامل روښانه کوي، چې په سبب یې زموږ تعلیمي نظام د بربادۍ خواته وړي. خو له بده مرغه د زده کوونکو لخوا په ازموینو کې د نقل  د مخنیوي لپاره کومه عملي طرحه ونه لیدل شوه. دولت که د یو میکانیزم له مخې ددغه ناسور مخه ونیسي او مفسدو اشخاصو ته سزا ورکړي، نو پدې سره به په راتلونکي کې ددغه شان کړنو مخه ونیول شي. که د افغانستان اسلامي امارت په ښوونځېو کې د ازموینې قانون پوره عملي کړي او د خپلولۍ، ملګرتیا، کلیوالۍ او … اړیکي ختمې کړي نو موږ به یو سالم او شفاف ښوونیز سیستم ته لاره حواره کړې وي.
زما په نظر په معارف کې ستره ستونزه، چې په نقل یې زده کوونکي روږدي کړي د تېرو سو لسیزو راپدېخوا تعلیمي سیستم کې ځینې داسې اشخاص ګمارل دي، چې غېر مسلکي او یا هم د سواد کچه یې بیخي ټیټه ده.
تر څو چې د تعلیم په څېر په یو مقدسې شعبې کې د ښوونکو غوره کول د هغوی د تعلیم، پوهې او رشتې مطابق نه وي، نو دغه شعبه به تل د خنډوځنډ سره مخ وي او د ازموینو سیستم به مو له بد بدتر وي. تر هغه یو ملت او دولت بر یالی کیدلی نه شي او د خوشالۍ حقیقي منزل ته نه شي رسېدلی، چې تر څو پورې یې په اخلاص، امانت او دیانت سره د ژوند تېرولو لپاره اصول او ضوابط نه وي ټاکلي.
داچې د ا.ا.ا لخوا د ښوونکو ۵/۶ رتبه بستونه خاصتاً په ننګرهار ولایت کې اعلان شوي او د شارټلست پروسه یې هم بشپړه شوې، هیله مې ترې داده، چې حق خپل حقدار ته وسپاري او د شفافیت پوره ډاډ ملت ته ورکړي.
هغه خلک چې د ضوابطو پر ځای روابط پالي او د ژوند تېرولو لپاره د اصولو پرځای د خپل زړه خبرو ته ترجېح ورکوي تل به ناکام وي. پرمختګ او سکون به ترې تښتي او په ټولنه کې به د وقار او عزت څخه محروم وي.

2 COMMENTS

  1. سلام
    پوهنه رڼاده!
    لطفا !دبیګناه نسل مکتبونه پرانیزی چې آرام نفس وباسم
    شرفزی صاحب زه تاسره منم او ستا په لیکنه کی مسلکی فرهنګ ،تعلیمی کمیت اوکیفیت ، نصاب او دزده کړو اخلاق او دسبلین وینم.چرچیل وایی چې :«تعلیم اوتربیه به یوه ټولنه کې دانسان دشادهډکو حیثیت لری» تعلیم دسند یا کااغذ لباره نه بلکې د احسن تقویم او احسن الخالقین لپاره.
    انسان یو هدفمن موجود دی او دهدف په واسطه دیرو لوړو مدارجو ته ځان رسولی شی. دغنی متکور په وخت زما یو ملګری دبوهنې وزیر شو هغه سره ما تماس ونیوه چې بې له هرډول امتیازڅوکۍ او مقام زه تاسره فزیکی اوانلاین مرسته کولای شم خوهغه زما اندېښنه او سوچ ډېر محدود تعبیرکړ او ځان یی تیر راووړ. ما ورته وویل زه تاسره دسیستم به جوړولو کې مجانی مرسته کوم په هر حال بدمرغی او ستونزې دیرې زیا تې دی.
    څور لسیزې زموږ تعلیمی برخې د تعلیمی تورم او بدبختیو سره مخ دی. یوه برخه یی هم دنصاب ، مسابقې او سیالی، مسلکیتوب، تدریس، دسپلین ، وسایلو او ابزارو په شتون برابر نه دی. بنسټ یی ډیر احساساتی او تبلیغاتی اړخ لری. لکه څنګه چې تا ویلی ضوابط به روابطو بدل شوی هردول سور استفاده به هر کار اومقر کې یوفرهنګی عادت دی چې نه دی اصلاح شوی.
    کار اهل کار ا و امانت ته نه دی سپارل شوی. دایو روښانه حقیقت دی.

    غت نوم واړه خلک نه غتوی بلکې پخپله وړوکی کیږی
    دلیوه تر ټولو غټه هیله داده چې هغه د مېږو شبون شی

  2. کور مو ودان شریف زاد صېب،
    رښتیا هم ښوونه او روزنه د یو هېواد او ټولنې د ملا دتیر حیثیت لري او په وده او پر مختګ کې یې رغنده رول لري، په کومه اندازه چې یوه ټولنه اګاه وي په هماغه اندازه هغه ټولنه پرمخ تللې وي او خلک یې آرام او هوسا ژوند لري. زموږ ګران هېواد تعلیم ته خورا اړتیا لري بلخصوص د ښځینه و تعلیم ته! زما په نظر بې سوادي د ټولو بدبختیو زانګو ده. که موږ ښه تعلیمي سیستم ولرو لدې ټولو بدبختیو وتلی شو. خو یو شاعر وایي:
    چاو ته ویل کړم ترجمان نه شته په منځ کې
    زه سمرقندی یم یاران واړه ملتاني دي
    له حوصلې مو مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب