شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد افغان حاجیانو لومړی کاروان هېواد ته راستون شو

د افغان حاجیانو لومړی کاروان هېواد ته راستون شو

تاند( جمعه ، د سرطان ۲۴ ) ‏‏د افغان حاجیانو لومړنى کاروان پرون ناوخته له سعودي عربستان څخه کابل ته را ورسېد.

د ارشاد، حج او‌ اوقافو وزارت وايي چې افغان حاجیانو سږکال پرته له کومې ستونزې د فرضي حج مراسم په ښه توګه ترسره کړل او پرون ناوخته يې په لومړی کاروان کې، چې شاوخوا ۷۰۰ تنه حاجیان دي، په دوو الوتکو کې کابل ته را ورسېدل.

د طالبانو چارواکو ويلي، چې د دوی د ښو تدابيرو له مخې سږ کال تر نورو کلونو افغان حاجیانو په ډېرو اسانتياوو د حج مراسم ترسره کړل.

يو شمېر خلکو بيا د طالبانو پر مشرانو نيوکې او نورو حج کوونکو نيوکې کړي، چې د افغانستان په دې بد اقتصادي وضعیت کې يې د حج پيسې بايد پر بېوزلو وېشلې او د« حج اکبر» ګټونکي شوي وای.

د طالبانو د دفاع وزير ملا یعقوب مجاهد بیا له دې کبله پر طالب مشرانو نيوکې وکړې، چې د هېواد حساس وضعیت او امنيتي ګواښونو ته ېې ونه کتل او له لویه سره د حج مراسمو ته ولاړل.

2 COMMENTS

  1. ددغه حاجی صاحبان سژکال سل پر سله قبول او منظور دخدای په دربار کی منظور شوی دی……………؟ او امید می ده چی پاک رب العزت ددوی حج په خپل دربار کی قبول او منظور کری او که دا دمگری خپل خلک ته یو وار محاسبه وکرو گورو چی تقریبا
    90 فیصد زمونژ وگری وژ ی تژی دی او خپل بال وبچ دپاره هره ورح لاس په گدایی دی دوی نشوکولای چی دغه مصرف
    دحج دپاره کری ووه دغه غریب اوبی وزلوته ته وچه دودی ورکی به ووه
    د مولانا رومی ( جلال الدین بلخی ) شعر چی وایی
    ای قوم بحج رفته کجایید کجایید
    معشوقه همین جاست بیایید بیایید
    دخدای رضا اورغبت خودلته دی نه په حرم کی

  2. تالبي ملایان سږکال په درجنو درجنو حج ته د بیت المال په پیسو تللي چی دفقر ځپلو افغانانولپاره زیاته برخه يي دغربي نړۍ له خوا رالیږل شوی وه.
    تالبي ملایان باید پدی هم وپوهیږی چی پدی پیسوکی دغرب د فاحشه خانو دټیکسونو پیسی هم شامل دی چی دوۍ ورباندی په ډیر افتخارحجونه وکړل. د تالبي ملایانو حجونه خو باید هرو مرو قبول شوی وي. ډیر ډیر دی ورته مبارک وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب