شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد ط-انو د بهرنيو چارو وزير ولايتي سفرونه؛افغانستان به د ترانزيت مرکز...

د ط-انو د بهرنيو چارو وزير ولايتي سفرونه؛افغانستان به د ترانزيت مرکز او اقتصادي وضعیت به ېې بدل کړو

تاند( جمعه ، د سرطان ۲۴ ) ‏‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي، چې په وروستيو ورځو کې ېې ولایتي سفرونه پیل کړي، په کندوز کې ېې خلکو ته نوې ژمنې ورکړي.

 نوموړي ويلي:« افغانستان به د ترانزیت په مرکز بدل او د ولسونو په اقتصاد کې به مثبت بدلون رامنځ ته شي.»

 د هغه په وينا، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پخوانۍ ستونزې حل او د سوداګرو لپاره یې ګڼې اسانتياوې رامنځته کړې دي.

هغه ویلي چې د هېواد دننه د ټولو سوداګريزو بندرونو کار په ښه توګه روان دی او د اساسي فعاليتونو لپاره يې دوی خپل پروګرامونه لري.

دا چې دا پروګرامونه څه او څه ډول دي،ملا متقي يې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د طالبانو پر ډېرو مشرانو نيوکه کيږي، چې له بيا واکمنيدو سره يې هره ورځ خلکو ته همداسې عمومي او پېچلې ژمنې ورکوي.

 متقي دا هم وویل چې په ګڼ شمېر هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه پرانيستل شوي او د اړيکو په پياوړتيا باندې په چټکتیا سره کار روان دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو واکمني بيا د نړۍ هيڅ هېواد هم په رسميت نه دی پېژندلې، تر دې چې د ملا متقي سياسي مرستيال عباس ستانکزي څه موده مخکې په یوه لویه غونډه کې له دې کبله د طالبانو پر دیپلوماتیکې دستګاه توندې نيوکې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې په قطر کې یې د امريکا له استازو سره د سوداګرو د ګنګل شویو پیسو په اړه خبرې کړي او هیله من دی چې په راتلونکو کې به پایله ورکړي.

يو شمېر کسانو بيا له ملا متقي څخه په ټولنیزو رسنیو کې پوښتلي، چې د بهرنيو چارو د وزیر په توګه ېې ولايتي سفرونو سره کاري تړاو څه دی؟

2 COMMENTS

  1. د ستانکزي مرکې خو لا په يوټوب کې شته چې موږ ملي اردو او ملي پوليسو ته اړتيا نه لرو او دا بايد منحل شي. هغه خو اوس وشول، نو تاسې به د څه له مخې افغانستان د ترانزيت مرکز او وضعيت به يې بدل کړئ؟
    د ازبکستان د ريلګاډي پروژه خو د پاکستان ده چې د سيده د پاکستان ګټی تضمينوي نه زموږ، نو تاسې به يې څنګه دغه اقتصادي وضعيت بدل کړئ؟ حال دا چې کلداره ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکړي او زموږ سکاره هم د ډالرو پر ځای پر کلدارو اخلي، نو موږ ته يې ګټه په څه شوه؟
    د افغانستان مالونو ته خو په دې پروژه کې هېڅ حق نه ورکول کيږي، نو طالبان به څنګه افغانستان د ترانزيت په مرکز بدل کړي؟ حال دا چې هماغه پاکستان يې لا تر اوسه په رسميت نه پېژني. د طالبانو په شتون کې د افغانستان حالات د يوې علاقه غير ايجنسۍ بڼه اختيار کړې.

  2. دا کار خو مو وار دمخه شروع کړی ناوی په هیلوکوپتر کی وړی ولایتی ترانزیت ته ضرورت نشته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب