شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهايران سره د اوبو په اړه ناسته؛ انجینر تکل: دا ناسته مه...

ايران سره د اوبو په اړه ناسته؛ انجینر تکل: دا ناسته مه کوئ، ملي خيانت دی

تاند( جمعه ، د سرطان ۲۴ ) ‏‏د افغانستان د اوبو د تنظيم ادارې پخوانی رييس انجنير خان محمد تکل وايي، چې د هلمند معاهدې په اړه ایران سره هر ډول سیاسي ناسته مردوده او ملي خیانت دی.

نوموړي په یوه تازه ليکنه کې لیکلي:«موږ تل ویلي چې د هېواد د اوبو مدیریت یو له خورا پېچلو ماموریتونو او مسؤلیتونو څخه دی، په دغه برخه کې هره کېدونکې پرېکړه باید په خورا دقت او هوش سره وشي. ځکه زموږ ډیره برخه اوبه له پولې وتونکې(بیرون مرزي) دي. په داسې حالاتو کې یوه کوچنۍ تېروتنه موږ له لوی بحران کې راګیرولی شي او د لوی ملي خیانت سبب کېدلی شوو.»

 هغه له ایران سره د هلمند معاهدې د تطبیق په اړه، چې په وروستیو کې د ایران او طالبانو تر منځ پرې ګرمې خبرې روانې دي، بحث کړی او طالبانو ته ېې ځينې ټکي روښانه کړي دي.

انجینر تکل لیکلي:« ایران د معاهدې له لاسلیک څخه وړاندې او وروسته له ۲.۵ څخه تر ۳ میلیارد مترمکعبه اوبه په اوسط ډول په کال کې ترلاسه کړي دي. ایران یې باید پر دې قانع واوسي چې تل یې له خپل حق څخه زیاتې اوبه اخیستي او د افغان ملت منندوې واوسي.»

د خان محمد تکل په وينا (ایراني) اړخ هېڅکله د دغه لوی مقدار اوبو اخیستل نه منلي او نه به یې ومني او نه په تللو اوبو قانع دي او په خورا سپين سترګۍ یې هر وخت ویلي چې “افغان اړخ دې خپل سیلابونه مهار کړي. دوئ دې د زیاتو اوبو راکولو احسان پر موږ نه کوي بلکې دا د دوئ ناتواني ده چې خپل سیلابونه او اوبه نه شي مهار او مدیریت کولی.”

د اوبو د تنظيم د ملي ادارې پخوانی مشر وايي ،چې ایران د افغانستان له پېچلو حالاتو څخه په استفادې تل هڅه کړې چې د هلمند معاهدې د پاتې برخې چې د(دریوو نقطو) ټاکل دي مخه نیولې/نیسي یې.

د ده په وينا، په وروستي ځل ايران یو جګپوړی هيئت ورسره له مشورې خلاف کابل ته را واستوه او غوښتل یې چې یو ځل بیا له خپل نفوذ څخه په استفادې د هلمند د معاهدې د تطبیق مخه ونیسي خو ده په ټول قوت سره دغه ناسته ناکامه کړه او اجازه مې ورنه کړه چې د هېواد په ارزښتونو معامله وشي.

نوموړی زیاتوي ، چې د ډیرو فشارونو سره سره يې ايراني پلاوي سره ناسته ونه کړه او د ایران هيئت بېرته ستون شوو، چې وروسته بیا د داخلي جاسوسانو له خوا په مرګ او له دندې څخه په لرې کولو ګواښل شو.

خان محمد تکل د خپلې لیکنې په یوه برخه کې لیکلي:«د هلمند معاهده چې ډیرو قربانیو وروسته د تطبیق وروستۍ مرحلې ته رسېدلې. ځکه کمال خان بند چې د ولس، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې قهرمانو کارکوونکو او ننګیالیو امنیتي ځواکونو په قربانیو بشپړ او ور سره سم د هلمند معاهده هم بشپړېدو ته نږدې شوې يواځې د دریوو نقطو ټاکل دي چې باید د تخنیکي انجنیرانو لخوا وټاکل شي. د دغه دریوو نقطو ټاکلو پروسه زموږ د ماموریت پر وخت تر ډیره بشپړه شوې. اوس دوئ دغه موضوع د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو پر ځای د وزیرانو پر کچه مطرح کوي چې په هغه صورت کې به بیا دغه معاهده له تخنیکي اړخ څخه په حقوقي دعوې بدلیږي چې دا به راتلوونکي نسل ته یو لوی سرخوږی وي…»

د اوبو د تنظيم د ملي ادارې مشر دا هم وايي ، چې د معلوماتو له مخې به يې په نږدې راتلونکې کې ایراني چارواکو سره په کابل کې ناسته تر سره کیږي چې طالبانو ور سره منلې هم ده.

د ده په وينا، دا ناسته هم د تېرو ناستو په څېر د ایران له طرفه یو نمایشی ناسته ده چې د معاهدې د تطبیق لپاره نه بلکې د نقض لپاره یې د اسنادو پریښودل دي.

انجينر تکل په دې اړه طالب چارواکو ته داسې خبرداری ورکړی:« زه د معاهدې د متن او مقابل لوري د نیت سره اشنا یم مخکې له مخکې دا جلسه بی نتیجه پای ته رسیږی او صرف د ناستی یو شرمنده حقوقی سند افغان لوری ته پریږدی او بس چې په راتلوونکي کې به همدا سند د ایران له لوری په محاکمو کې استفاده کیږی. یو ځل بیا وایم چې دغه ناسته به د هلمند معاهدې په اړه وروستۍ ناسته وي چې یاده ناسته به د راتلوونکي لپاره یو حقوقي سند پاتې شي. ایران په دې پوهیږي چې افغان لوري تل خپل مسؤلیت ادا کړی خو دوئ(ایران) د خپل نفوذ او زور له لارې غواړي خپل ځان بري ثابت کړي.»

نوموړی د خپلو خبرو د نتیجه ګیرۍ په ډول وايي:« د هلمند معاهدې په اړه د ایران هېواد سره د وزیرانو پر کچه هره سیاسي ناسته مردوده او ناروا ده او دا زموږ د ملي شتمني(اوبو) روح او روان سره ستر او نه جبرانېدونکی ملي خیانت دی.زه یو ځل بیا وایم چې د هلمند معاهدې په اړه دې ایران سره صرف د د دریوو نقطو د تعین په اړه خبرې وشي او دغه خبرې دې د تخنیکي انجنیرانو په واسطه وشي نه د وزیرانو او سیاسي اشخاصو لخوا. بغیر د دریوو نقطو د ټاکلو چې ایران هېڅکله ورته نه حاضر کیږي له دې ور هاخوا له ایران سره په نورو مسائیلو بحث او ناستې معامله او ملي خیانت دی.»

انجينر تکل د طالبانو پر مشرتابه او په ځانګړي ډول پر ملا عبدالغني برادر غږ کړ، چې د اوبو پر سر د معاملې مخه ونیسي. کنه هېڅوک او هېڅ عمل له تاریخ پټ نه پاتې کیږي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي ، خو ايراني چارواکو په وروستيو کې له افغانستان سره د اوبو په سر د ستونزو د حل لپاره د هڅو د زياتوالي خبر ورکړی.

يو شمېر نورو افغانانو هم بیا- بيا له طالبانو غوښتي، چې د مسلکي کادرونو او ملي مشروعيت د نه لرلو له کبله د اوبو د وېش او نورو اساسي مسايلو په اړه د پريکړو حق نه لري او نه بايد په دې توګه د تاريخي تېروتنو قرباني شي.

8 COMMENTS

  1. ښاغلی تکل،
    ستاسې له نيکې مشورې ډېره مننه، خو دا زموږ ياران چندان په سور کې نه ښکاري. مخکې جهاديان او اوس طالبان دي. دوی خو اوس کورنی و نړيوال مشروعيت نه لري. د خپل بهرني مشروعيت لپاره له هرې ليارې او وسيلې کار اخلي. په تېر کې دوی هم ځينې داسې ژمنې ورسره کړي دي چې هغه هېڅکله د هېواد په ګټه نه دي. زموږ ځينې مغرض ګاونډ‌يان د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د دوی تش په نوم شفاهي ملاتړ کوي چې هېڅ حقوقي ارزښت نه لري، خو دوی يې خوشاله کړي وو چې د دوی په ملاتړ سره به ټوله دنيا موږ په رسميت وپېژني، خو هغسې ونه شول.
    څوک مو د خاوری او تاريخ غله دي او څوک مو بيا د فرهنګ او د اوبو غله دي.
    غلا هماغه يوه غلا ده چې څوک مو یو څه او څوک مو بل څه لوټوي. هر يو زموږ د ملي شتمنيو غل دی.

  2. چا چه د تکل سره کار کړی وی پوهیژی چه تکل سنکه سړی دی. تکل یو فاسد او غل انسان وو چه د وکیلانو په زور دغه چوکۍ ته راغۍ ـ د تعجب ځای دادی چه یو فاسد شخص فاروق اعظم ته نصیحت کوی …….. بیا هم وایم چه د اوسنی حکومت چپلکه د هغه د تکل د جمهوریت نه په مراتبو ښه ده ـ تکلخېل فکر کوی چه بل سوک نه پوهیژی فقط دوی وو چه مسلکی وو په داسې حال که چه دوی د مسلک په نامه د وطن په ټول ناموس معامله وکړه……. ـ دوی به په ارګ که د ایران لخوا د پیسو تورې کڅوړی اخیستې ………
    زه وایم که واقعا ستاسې سره د ناموس وطن اوبو…..غم وای خو په وطن که به پاتې وای ـ سنګه د تښته اختیار کړه ناځوانه ـ که واقعا ستاسې سره د وطن او د اوبو غم وای په همدغه اداره که به د یوه عادی انجینر په صفت پاتې وای, ستاسې اکثره مریض یاست ـ فاسد یاست او الحمد الله چه د آزادی د آذان سره لکه …… …په ټیزونو په تېښته بریالی شوی.
    زه د امارت سخه دا هیله لرم چه د جمهوریت هغه ملا هم پسې واخلی دوی اکثره کورپټ وو او دی.

  3. که اوسنی چرواکی دملت څخه شرم او حیا نه لری دخدای تعالی څخه وبیریږی په هیواد کی دوچکالی له لاسه خلګ مری زموږ اوبه په وړیا توګه ګاونډیانو ته روانی دی که طالبان دافغانستان اوبه په سم ډول مدیریت نه کی او دملت په تاوان دګاونډیانو سره معاملی وکی نودابه یوسترخیانت وی

  4. د ټالبانو نظام چې نه ملي مشروعیت لري او نه د نړیوالو له خوا په رسمیت پېژندل شوی ، دوی نشي کولای ، دوه اړخیزې ، څو اړخیزې او نړیوالې معاهدې او تړونونه لاسلیک کړي .
    ټالبانو ته مشوره داده چې د هلمند د اوبو په هکله تلوار ونکړي . نړیوالو ته معلومه ده چې سږکال په افغانستان کې تر ټولو زیاته وچکالي ده . که د هلمند له اوبو افغانان هېڅ استفاده ونکړي ، بیا هم ایران ته د پخوا په شان اوبه نه رسیږي .
    افغانستان او ایران باید د هلمند د اوبو د 1351 کال تړون عملي کړی . د نیمروز ولایت کې درې نکتې یا ځایونه په نښه شویدي ، هلته د اوبه ګېچ یا اندازه شي او د کال د باران او واورو د اورېدو متناسب د هغوی اوبه ورته تسلیم او پاتې اوبه چې زمونږ د نیمروز ولایت سهم دی بېرته راوګرځول شي .
    په سرحدي برخو کې ایران زمونږ خواته راوړاندې شویدی او هغه ځایونه چې دوی ته اوبه باید تسلیم شي له منځه وړيدي . په حقیقت کې زمونږ ټولې اوبه ایران ته بهیږی او زمونږ نیمروزیان له خپلو اوبو ګټه نشي کولی .
    لومړی باید هلته د دیمرکېشن څلي بېرته فعاله کړل شي او بیا د اوبو په هکله نور جزئیاتو باندې مذاکرې وکړل شي .
    شالو ورور ته باید ووایو چې په نړیوالو مسائلو کې احساسات او فحش ویل زمونږ درد نه دوا کوي . د ښاغلي تکل لیکنه سل سلنه د تائید وړ ده . که په خپلو منځونو کې هرڅوک یو خو نورو او خصوصا ایران ته باید سره یو موټی اوسو .

  5. I worked as director of Irrigation and Hydrology department in the Helmand Arghandab Valley Authority(HAVA), I worked with the IECO company in performing the feasibility study for building the Kamal Khan Flood control dam.I was directly involved in the calculating process of the amount of water for Iran under the direction of Mr Engineer Akbar Reza. Based on my long experience in the water management in the areas of Helmand, Arghandab and Nimroze I am ready to share my long experience knowledge if needed.

  6. د تکل ساب احساسات شاید سالم وی
    خو
    پیغمبری مقوله ده ( هغه مقوله چی معنوی ارزښت ئې تر دنیا او مافیها ستر دئ ):
    ” د انسان ګفتار او کردار د هغه د نیت د څرنګوالی سره مستقیمه اړیکه لری “.
    دا چی تکل ساب د کوم فکری ادرس څخه خپل نظر څرګند کړیدئ د بصیرت خاوندانو ته د تشخیص وړ دئ.
    امّا اصلی خبره:
    نن سبا د جنګونو د ډولونو او اقسامو څخه تر ټولو خطرناک او ویرانوونکئ جنګ د ” اوبو ” جنګ دئ ځکه اوبه مځکی غوندی یو حیاتی او د ارزښت وړ عنصر ګڼل کیږی.
    د کمزورو او غالباً لاس پوڅو حکومتونو د وطنونو د اوبو د مدیریت صلاحیت د لویو استعمارګرو دولتونو په ولکه کی دئ چی ددې مدیریت په لمنه کی ډیری مرموزی او پېچلی او حتی ویرانوونکی نقشې نغښتی دی.
    نن سبا د غربی آسیا د افغانستان په شمول اکثره هیوادونه د اوبو پر سر د تقسیم د کړکیچ سره مخامخ دی او قدرتمند هیوادونه هڅه کوی چی د اوبو د اصلی سرچینو د مالکیت په موخه توطئو ته مخه کړی او حتی د ځان او نورو وینی تویولو په بیه د اوبو مسیر ته د ځان په ګټه ژور بدلونونه ورکړی.
    د اوبو کړکیچ ستری ټولنی د ژور خپګان سره مخامخ کړیدئ او ددې ټولنو راتلونکی حالات ئې د سترو ګواښونو سره مخامخ کړیدی. وړوکئ مثال ئې د ایتوپیا په هیواد کی د اوبو د ستر بند او د برق د تولید پروژه ده (Renaissance Dam ) . ددې بند د جوړېدو روپۍ د استعمارګرانو له جیب څخه تمویل سویدی او هدف ئې د ایتوپیا د هیواد د برق د اړتیاوو پوره کول نه بلکه د نیل د ستر رود انحراف او د سوډان او مصر د هیوادونو بې برخی کول دی د نیل د رود د نعمت څخه( د مصر د هیواد ۹۰% کښت او کرهڼه د نیل پر دواړو غاړو تر سره کیږی ) د نیل د اوبو کمښت به په راتلونکی کی د مصر هیواد د ستری فاجعې سره مخامخ کړی.
    په هر حال،
    ایران یو غنی هیواد دئ او په افغانستان کی یو قانونی او مشروع او غیر مزدور حکومت به دومره توان ولری چی د ایران سره د داسی مکانیزم پر ایجاد توافق ته ورسیږی چی هم د هغوی حلق لوند سی او هم د افغان حلق لوند سی او د یو امتیاز پتوګه به دا توان هم ومومی چی حداقل د افغان د رکشې او موټر او نوری ماشینری حلق هم د ایران په تیلو لوند سی ( البته دا ګړی خو د لویو قدرتونو د فشار له کبله د اوبو د نعمت څخه ( هغه اوبه چی د دواړو خواوو د مناقشې او جنجال په بستر کی یرغمل سویدی ) دواړی خواوی بې برخی دی.

  7. Engineer Takal is right, Afghanistan is in draught giving extra water to Iran will be a national crime and I heard the delegation members who are assigned to speak to the Iranian government are not skillful people and has no understanding and experience in managing irrigation water.

  8. د انجنیر صاحب تکل وړاندیز پر تخصص او ملی ګټو ولاړ دی،خو د محترم وروڼو شاهین صاحب او
    غ ۰ حضرت صاحب له ګټورو مشورو څخه باید مومن حکام د ملی ګټو د سالمی ساتنی لپاره ګټه واخلی ،د ملی ګټو ساتنه ، تعهد او تخصص غواړی ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب