شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد پاکستان اسعاري زېرمه کابو ۱۰۰ میلیونه نوره کمه شوه

د پاکستان اسعاري زېرمه کابو ۱۰۰ میلیونه نوره کمه شوه

تاند(جمعه، د سرطان ۲۳ مه) د پاکستان اسعاري زېرمې په یوه اونۍ کې د نژدې ۱۰۰ میلیون ډالرو په اندازه کمې شوې

د پاکستان یو خصوصي تلوېزیون جیو نیوز وایي چې د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو زېرمې د جون د ۳۰مې او د جولای د ۷مې تر منځ موده کې د ۹۹ میلیونو ډالرو په اندازه کمې شوي دي.‌

ویل کیږي چې د پاکستان د خزانې دغه کمی په چټکۍ سره پر مخ روان دی او وېره شته چې دغه هېواد د سریلانکا په برخلیک باندې اخته شي.

جیو نیوز لیکلي چې په دې سره د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو هغه زېرمې چې د پاکستان دولتي بانک تر کنټرول لاندې دي، له ۹۸۱۶ میلیونو څخه ۹۷۱۷ میلیونو ډالرو ته را کمې شوې.

تر یادې نېټې پورې، د پاکستان دولتي بانک د ۹۷۱۷ میلیونو ډالرو په ارزښت او د دغه هېواد خصوصي بانکونو د ۵۸۹۳ میلیونو ډالرو په ارزښت اسعاري زېرمې لرلې چې ټوله اندازه یې ۱۵۶۱۰ میلیونه ډالر کېږي او د دغه ۲۲۵ میلیونه نفوس لرونکي هېواد لپاره ډېرې کمې بلل کیږي.

جیونیوز لیکلي چې په یاده اونۍ کې دغه ۹۹ میلیونه ډالر د بهرنیو سودي پورونو په تادیه کولو کې لګول شوي، او پاکستان مجبور دی چې هره اونۍ دومره یا تر دې ډېر پور بېرته تادیه کړي.‌

په ورته وخت کې د پاکستان یو ګاونډی هندوستان چې پاکستان یې خپل دښمن بولي له ۶۰۰ میلیاردو ډالرو څخه چې د پاکستان د اسعاري زېرمو ۴۰ برابره کېږي لري، او افغانستان چې له تېرو څلور نیمو لسیزو راهیسې پاکستان په کې د هرې هغې ډلې ملاتړ کړی چې د خپل هېواد د مرکزي حکومتونو پر ضد جنګ کوي له لس میلیاردو ډالرو څخه ډېرې اسعاري زېرمې لري، په داسې حال کې چې د وګړو شمېر یې د پاکستان د وګړو له شمېر څخه پنځه نیم برابره کم دی.

د پاکستان د چارو پوه جهانګیر خټک وایي چې د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت د لوېدلو په لړ کې د یوې روپۍ په زیاتېدلو سره په پاکستان باندې د بهرنیو پورونو په اندازه کې له ۶۵۰ میلیونو ډالرو څخه ډېر پور زیاتېږي او ویل کیږي چې د تېرو څلور نیمو کالونو په ترڅ کې د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت د ۷۴ روپیو په اندازه کم شوی دی.

دا وخت په پاکستان باندې د ولاړ بهرني پور اندازه ۱۲۸ میلیارد ډالر ده او دغه هېواد وایي چې د اقتصاد د سقوط او د سریلانکا په برخلیک د اخته کېدلو د مخنیوي لپاره په بیړني ډول ۴۰ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري ځکه پاکستان مجبور دی چې په یوه کال کې دننه ۲۱ میلیارده پور تادیه کړي او نور د اقتصاد د ټینګ ساتلو لپاره ولګوي، خو تر اوسه پورې یوازې آی اېم اېف یوازې د ۶ میلیاردو ډالرو د ورکولو په رابطه زرغون څراغ ښودلی او هغه هم په یوه کال کې او په دې شرط چې پاکستان باید په خپلو وګړو باندې ډېر سخت شرایط او مالیات ولګوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب