شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+سالم انتقاد، د سمون لاره او د پرمختګ زينه

سالم انتقاد، د سمون لاره او د پرمختګ زينه

عبدالوحيد وحيد

نن غواړم د انتقاد کولو او منلو په هکله درسره خپل معلومات شريک کړم.  زموږ په ټولنه کې د زغم او يو بل منلو د کلتور د نشتون له امله  انتقاد  اکثراً په تاوتریخوالي باندي اوړي. همدغه افراطي اړخ مو له ديني او ملي روحيې سره تقابل ته بيايي او ستونځه جوړوي.

زموږ د کړنو او څرګندونو په غبرګون کې د مخالفت ښودلو او ملاحظه وړاندې کولو په موخه د نورو خلکو قضاوت ته انتقاد ويل کېږي. د انتقاد ستونځمن اړخ دا دى چې موږ فکر وکړو چې مقابل لورى زموږ د درنښت او ارزښت احساس ننګوي. يا هم موږ داسې انګېرو چې د نورو په نيوکه کې زموږ عزت ته د ګواښ شتون لري او دومره پیاوړى دى چې کولاى شي زموږ  بقا وننګوي.

له دغه حقیقت څخه انکار نشي کيداى چې د مثبت انتقاد له منفي اغېزو څخه مثبته اړخ پياوړى ده. هغه دا چې نيوکه منل او نيوکه کول دواړه موږ ته فرصت برابروي چې ستونځه د تاوتریخوالي پرځاى د خبرو له لارې حل کړو. بله دا چې نيوکه د نورو خلکو په هنداره کې د خپل انځور ليدلو، د نيمګړتياو ارزولو، که اړينه وه سمولو ته فرصتونه برابروي او د پرمختګونو لامل ګرځي. دا لومړنۍ وسیله ده چې موږ ورڅخه زده کړه کوو او وده کوو.

دا سمه ده چې تاسو د چا له کړنو او څرګندونو سره مخالفت وکړئ خو حق نه لرئ چې د مقابل لوري دريز نفى کړئ او يا هم هغه  له دې امله پړ وګڼئ چې نظر يې ستاسو خوښ نه دى.  کله کله دوه مختلفې لارې يوه هدف ته رسيږي. سياسي او ټولنيز مخالفتونه له عقایدو سره مه تړئ. د ارسطو قول دى واى که هيڅ خبره نه کوې، هيڅ کړنه نه لرې او هيڅ شى نه اوسې، نو انتقاد به درباندې نه کيږي. زه د نيوکو په تړاو درې  ډوله سهوې پيژنم چې، زموږ له اټکل څخه زموږ د څرګندونو اهمیت ښکته ثابتوي.

١-  لمړنۍ سهوه مو داده چې  د نيوکې په مهال فکر کوو چې د مقابل لوري په څرګندونو کې زموږ خپل ارزښت ته ګواښ نغښتى دى. همدغه انګېرنه د ستونځو او شخړو بنسټ جوړېږي.

کله چې مونږ د بل چا په کړنو او څرګندونو کې خپل ارزښت او درنښت ته د شته ګواښ فکر کوو،  احساساتي کيږو، رغنده نيوکه کول  راته د خپل عزت د اعادې په پرتله په دوهمه کتګوري کې راځي، نو ځکه زموږ نيوکه د سمون راوړلو پرځاى پاروونکى شکل غوره کوي. ښه بېلګه يې د ماشوم طفلانه سهوې په تړاو د والدينو پاروونکى نيوکه ده چې د ماشوم د سخت غبرګون رامنځته کيدو لامل ګرځي.

٢-  دوهمه سهوه مو داده چې خپل ارزښت او درنښت ته د احتمالي ګواښ په غبرګون کې د مقابل لوري ارزښت او درنښت ته پام نه کوو. ډيرى وخت ډېرښه انتقاد هم په خپل درنښت عزت او شخصيت باندي له بريد څخه په دفاع متمرکز وي او همدغه تمرکز د مقابل لوري درنښت ننګوي.

٣-   دريمه اشتباه مو داده چې د مدافع وکیل په څېر له خپل دريز څخه د دفاع لپاره د دلايلو راټولول او د قاضي په وړاندې استدلال کول او په خپلو دلائلو باندي سخت دريدل خپله وجيبه او دنده ګڼو. داسې تظاهر کوو چې زموږ دريز حق او مقابل اړخ له شک پرته په غلط موقف قرار لري.

زموږ استدلال حتماً واقعيتونه نندارې ته نه وړاندې کوي بلکې  په ساده ژبه د حقيقت يو اړخيزه ژباړه وي. خورا ګټوره به وي چې که موږ  د يقين په کچه باوري هم واوسو خو بيا هم خپل دريز د پرېکړې پرځاى د مشورې په توګه، د مونوګراف پرځاى د دوه اړخیز تفاهم په شکل، د مقابل اړخ دريز غلط ګڼلو پرځاى خپل نظر د ښه بديل په صورت کې  وړاندې کړو.

٤-    تر ټولو مهمه سهوه مو داده چې د واکمن کيدو او مشرتابه له امله زموږ د مسئوليت  ساحه  پراخېږي او له نيوکو څخه د مصئونيت ساحه مو تنګيږي. کله چې انسان د فرد په توګه په ټولنه کې ژوند کوي، نو د مسئوليت ساحه يې هم محدوده پاتې کېږي او له انتقاد څخه نسبتاً مصئونيت مومي، خو موږ د مسئوليتونو د سپارل کيدو په صورت کې هم لکه د فرد په شکل ځان له نيوکو څخه مصئون ګڼو او ستونځه هم همدغه ده.  د ټولنيز مسئوليت په مهال په نورو باندې زموږ د کړنو او څرګندونو اغيزې پريوزي او  اغيزمن خلک طبعاً غبرګون ښيي. همدغه غبرګون ته نيوکه ويل کېږي او د اغيزمنونکو خلکو حق دى.

د ليکنو د خپريدو په لمړنيو وختونو کې نيوکو او د سهوو په ګوتو کولو څخه وېرېدم او بهتره مې ګڼله چې په نرمو الفاظو باندي د ځواب پرځاي سخت غبرګون وښيم. د وخت تیریدو پوه کړم چې مثبتو او رغوونکو نيوکو ته مې غبرګون د پرمختګونو او سمون مخه نيسي او دا چې که ليکنو ته دوام ورکوم نو زده کړو ته اړتیا لرم.

وخت دغه هم راوښوده چې ځينې اشخاص پرته له دي چې له ما څخه وضاحت وغواړي زما ليکنې د خپلو تعبيرونو او معيارونو په ترازو کې تلي. کيداى شي هغوى يې مثبت انتقاد وګڼي، خو د خپل ذهنيت په کچه يې تعبيروي او لفظي بريد کوي.

اوس نيوکه قطعاً جدي ستونځه نه ګڼم. که نيوکه غلطه وه، په حساب کې يې نه راوړم. که مناسب نه وه د ځواب وړ يې نه ګڼم. که جاهلانه وه، دعا ورته وکړم او کنايتاً ورته نصيحت هم کوم او که رغوونکې وه نو نيوکه نه ده ورڅخه زده کړه کوم.

که کله موږ د مسئوليت په مقام کې قرار لرو، نو اړينه ده چې له نيوکو وروسته خپلې ټولنيزې کړنې بيا وارزوو، له نور دوستانو سره يې شريکې کړو، د هغوى نظر وغواړو او بيا په خپلو نيمګړتياو کې د سمون او بدلون هڅه وکړو.  که نيوکو منفي اړخ درلوده، له پامه يې وغورځوو، خو د تقابل او ټکر تګلاره نه غوره کوو. انسان په هر حال کله کله سهوه کيږي

انتقاد کوونکو ته مې مشوره داده چې سپک، توهينوونکي او پاروونکې الفاظ مه کاروئ. روښانه نقد وکړئ او له عيني واقعيتونو سره سم څرګند بديل وړاندي کړئ.  ډاډ ترلاسه کړئ چې نيوکه مو د مقابل لوري د شرمولو لپاره د خپل عقده مند ذهنيت ښکارندويي نه کوي او د امتیازاتو تر لاسه کولو لپاره نه دى، بلکې د سمون او پراخو ملي ګټو په موخه دي.

مشرانو، واکمنانو او ټولنیز مسئوليت درلودونکو ته مې وړانديز دادى چې؛ د خپلې غلطي د مالکیت حق خپل کړئ. کله چې یو څوک ستاسو پام ته ستاسو تېروتنه وړاندي کړي، ګواښونه او غچ اخیستو ته مخه مه کوئ. معذرت غوښتونکي لهجه وکاروئ. د خپلو کړنو مسؤلیت په غاړه واخلئ. نن ورځ ډیری حاکمان او نور مشران نه غواړي چې د خپلو غلطیو مالکیت ومني. دوی تل پړه په  بل چا اچوي.  دغه ډول خلک په يو ځاى کې د ډېر وخت لپاره بند پاتې کېږي. د سهوو له منلو څخه ستاسو انکار کولی شي د یوې شیبې لپاره ټولنيزه فضا ارامه کړي، خو دا به په اوږد مهال کې ستاسو د شخصي پرمختګ په وړاندې خنډ وګرزي.

د نيوکو په هکله خپل لید لورئ بدل کړئ. د دې پر ځای چې نیوکې ته د سپکاوي یا شرمونکي عمل په توګه وګورئ، د خپل ځان د سمون لپاره يې د فرصت په توګه وګڼئ.  وروسته له دې چې تاسو انتقاد ترلاسه کړ، سمدلاسه اقدام وکړئ، خپل اقدامات وڅارئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو له اقداماتو څخه انتقاد کوونکي خبر شي.

4 COMMENTS

  1. سلام
    څومره عالی بحث دی :
    اهانت ،اهتزا او سپکاوی دانسان لپاره شرم دی او په اسلام کې ځای نه لری ځکه خلاف د انسانی سلوک او اخلاقو دی په دې هکله په سوره بقره کې الله ج فرمایی:واذ اخذنا میثق بنی اسرآءییل لاتعبدون الا الله و بالولدین احسانا وذالقربی والیتمی والمسکین وقولو ا للناس حسنا واقیموالصلوة واتوالزکوة ثم تولیتم الا قلیلا منکم وانتم معرضون. او همدارنګه په سوره تین کې الله ج فرمایی: لقد خلقنا الانسن فی احسن تقویم.
    چټیات لیکل او رټل اسانه کار دی .
    ۱-مستعار نومی نیوکې لکه : الو، باد رنګ، ټېپر ، مشنګ او شاخل اصلا فرهنګ نه دی ۲- پوچ او بی معنا رکیک او ناوړه الفاظ کوم کمال نه دی دخپل خان سپکاوی دی ۳- بې ربطه له لافو او باټو دک باټوګان ۴-شخصی او فردی غرضونه .۵- ګواښ ملی اواسلامی ارزښتونو ته بی احترامی. له اتحاد او اتفاق وتلی اتلان، غرضی اوسلیقوی برخوردونه. بې خایه ستاینې، او نور……. او هغه عوامل چې تا عملا څېړلی دی دغه دول نیوکې دملت په خیراو فلاح نه دی هو! سالمې پرځای دټولنې داصلاح اوسمون په هکله سالم سوچ ،بې له تمې او شخصی ګتو یوازې دمسلمان او مجاهد ولس په ګټه دی . لهذا په لاندې جملو سره خپلې تبصره رالنډوم او تاته کوروذانی وایم.
    وایی چې دترقی دوه وزرونه دی یویې ستا خبل لیاقت او بل دنورو حماقت
    حریص او حاسد هیڅکله آرام نه پاتې کیږی
    هنر«پوهه» دانسان تر تولو لوی دوست دی

    • سلامونه او مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه!

      څومره په زړه پورې او اړينو ټکو ته مو په لنډه توګه اشاره کړې ده. متاسفانه زموږ زموږ په ټولنه کې پيغراتې نيوکې او ښکنځل دود وګرزيده. دا ځکه چې د اشتباهاتو مرتکبین مشران د سالمو نيوکو اوريدو ته هم ذهناً تيارى نه لري؛ نو ځوانان د خپل غوسې کاږلو لپاره ښکنځلو ته مخه کوى. بله دا چې د موخو پرځاى موږ له مخونو څخه د دفاع مبارزه پرمخ وړو. موخې نه پيژنو او نه هم په موخو باندې حساب کول زموږ په ټولنه کې رواج لري.

  2. زه د ښاغلی محترم عبدالوحید وحید اکثره لیکنی لوَلم، ډیری محتاطانه او د نیکو توصئو څخه ډکی دی.
    اما بعد؛
    ” نقد ” اصلاً مخکی یوه بې ازاره او ښکلې کلمه وه او فقط د ادبی – هنری متونو د تحلیل ( منفی او مثبت اړخ ) په هکله کارېده خو وروسته د شوخانو خلګو سره د سماوار پر تخت منحرفه سوه او د اقتصادی او سیاسی او اجتماعی مسائلو تر دیوالانو هم ور واوښته او په وچه سپین سترګی ئې د ” انتقاد ” منفی خُردم پلاس کی او د هر څه او هر چا ګریوان ته ئې لاس ور واچاوه او د ” اعتراض ” پر تخت کېنسته.
    نقد یا انتقاد یا اعتراض ( یا هر څه چی وبلل سی ) ځانته خپل اصول لری البته د انتقاد یا اعتراض وړ کس هم باید د یو خاص ” شخصیت ” څښتن وی.
    نو
    د یو غله یا غاصب یا احمق یا دیکتاتور یا اجیر کس په وړاندی د ” انتقاد ” او ” اعتراض ” اصولو ته درناوی خوشی اضافی مصرف دئ او فقط ” سوک ” او سوک او سوک ئې وړ دئ.
    تېره ورځ زما د میرمنی دوستانو د کندهار څخه یو تریخ پیغام را لېږلئ ؤ. د زوی د کوزدې په مناسبت ئې نژدې دوستان را ټول کړی وه او فقط یو ښځینه د خوښۍ مجلس ئې جوړ کړئ ؤ او ښځینه خوښیانی ئې کولې ( دریه ئې درَبَوَل ) . څو شېبې وروسته ئې د کور دروازې ته دوه درې د مِکناټن بچان راغله او د کور ښځو ته ئې اخطار ورکړ چی نور دریه و نه دربَوی.
    نه پوهیږم چی ” انتقاد ” او سمه او نرمه او خوږه ژبه به ددې مِکناټن د زامنو او د هغوی د مشرانو په وړاندی کومه نتیجه ولری؟
    خبره تر سالم انتقاد او د سمون تر انتظار تېره ده.

    • سلامونه مننه او درنښت جناب غ حضرت صاحب محترمه.
      له ښایسته تبصرې څخه مو نړۍ مننه
      زه ستاسو له نظر سره موافق يم خو دومره اضافه کوم چې زما په اند به د غلو غاصبينو وژونکو او مفسدينو سره د تعامل لپاره له اړونده مراجعو څخه د قانون په چوکاټ کې پياوړى چلن وشي.
      بله ستونځه چې تاسو ورته اشاره کړې ده يقيناً د تاسو ځاى دى. زموږ د مشرانو د قران کریم له ارشاداتو سره او د رسول الله له احادیثو سره سم د دعوت او موعظه حسنه اخلاق نه دى زده ځکه خو د سمون او بدلون لپاره هيڅ نه دى شوى بلکې ورځ تر بلې منکراتو زياتيږي. زه په دى باور يم چې زموږ په ټولنه کې نورې سترې بدياني شتون لرى. د خوښئ په مهال په کور کې د ننه خوشحالي باید نه واى ننګول شوي. که احياناً ضرور هم واى نو ستا په خبره مناسبې لارې وى، خو څه وکړو بيسوادي او له دين څخه ناخبري زموږ ستونځه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب