Homeخبرونهد هند پولیسو د ځوان افغان پیر په قتل ۴ تنه ونیول

د هند پولیسو د ځوان افغان پیر په قتل ۴ تنه ونیول

تاند(جمعه، د سرطان ۲۴ مه) د هند د نوشیک رورل پولیسو پرون (پنجشنبې) د یوه افغان پیر، ۲۸ کلن احمدظریف چشتي د قتل په تور څلور تنه ونیول.

احمد ظریف چشتي، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې هند ته پناه وړې وه، د خواجه ظریف بابا په نوم شهرت موندلی و. نوموړی د روان جولای په لومړیو کې ووژل شو.

پولیس وايي، له پلټنو وروسته ورته څرګنده شوې چې احمدظریف د خپلو کسانو له لوري وژل شوی ځکه چې هغوی غوښتل چې د ده شتمني لاس ته راوړي چې ارزښت یې لږترلږه له دوه نیم تر ۳ کروړو هندي روپیو پورې رسېږي.

پولیس وايي چې دوی ته اوس څرګنده شوې چې د مقتول ماندینه، چې د افغانستان تابعیت لري، اومیندواره ده او نازېږېدلی ماشوم به یې د شتمنۍ وارث وي.

د چشتي له وژل کېدو وروسته د هغه مېرمن پولیسو ته معلومات ورکړي دي.

ظریف چشتي به خپلې موعظې په خپل یوټیوب چاینل کې خپرولې. ده خپل چاینل په ۲۰۱۷ کال کې جوړ کړی و او ۲ لکه ۲۷ زره فالوران یې لرل.

احمدظریف، چې اصلاً د افغانستان د هرات ولایت اوسېدونکی و، هند ته له کډوالېدو وروسته ځان د چشتیه طریقه د مشهور پیر کړوسی معرفي کړ او ډېر لارویان یې وموندل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...