دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد پخواني ولسمشر اشرف غني وینا د ډیرو افغانانو له هرکلي سره...

د پخواني ولسمشر اشرف غني وینا د ډیرو افغانانو له هرکلي سره مخامخ شوه

تاند(جمعه، د سرطان ۱۷ مه) پخواني افغان ولسمشر ډاکتر اشرف غني د فیسبوک له لارې د لوی اختر په مناسبت ولس ته وینا وکړله چې خلکو یې پراخ هرکلی وکړ.

د ښاغلي غني ویډیوي وینا چې څه کم ۲۳ دقیقې وه، له ۸۷۰۰ ځلې څخه ډېره په آنلاین بڼه شریکه شوه، له ۳۸ زرو څخه ډېرو خلکو پرې تبصرې وکړې او له ۵۷ زره کسانو څخه ډېرو لایکونه او زړونه ورکړل او شېبه په شېبه زیاتېږي.

ولسمشرغني د خپلو خبرو په جریان کې د طالبانو له خوا په زور په خلکو د اسلامي احکامو تحمیلولو ته په اشارې  وویل، «اسلام په افریقا، امریکا او نورو ځایونو کې په خپرېدو دی، خلک یې پخپله مني، نه دا چې مجبوريږي،»

نوموړي په خپله دوره کې اسلامي ارزښتونو ته د خدمت په هکله وویل، «زه ویاړم چې زما په حکومت کې ۱۶۰۰ جوماتونه ورغول شو او ځینې نور مشهور مسجدونه بیا ترمیم شول،»

ښاغلي غني د نړۍ والو له خوا د طالبانو د کړنو پر وړاندې موجود ګواښ ته په پام سره زیاته کړه، «د ولس له ارادې پرته چې هر حکومت وي دوام نشي کولی او له ګواښونو سره به مخ وي،»

پخواني ولسمشر د نړۍ له دیني عالمانو څخه وغوښتل چې طالبان له سخت دریځۍ څخه را وګرځوي او ویې ویل، «د اسلامي نړۍ په عالمانو غږ کوم چې ط. سره استدلال وکړي، او په اساسي مسایلو ورسره وغږیږي،»

هغه وویل چې ملي وحدت باید په عمل کې منځته راشي، او زیاته یې کړه، «دا بې له مشورې، بحث، مناظرې، منطق او استدلال څخه نشي کېدی او په وینا یې، ازاد انتخاب ضرور دی او د واقعي خپلواکۍ ټول اړخونه باید په نظر کې ونیول شي،»

ولسمشر غني د پاکستان له خوا د افغانستان د کانونو او نورو سرچینو روان لوټ تالان او د پاکستان د پولي واحد روپۍ د ارزښت لوېدلو ته چې په دوه میاشتو کې د یوه ډالر په بدل کې تر ۴۰ کلدارو پورې ولوېدله، په اشارې سره وویل، «دا ډېره بده ده چې زما ولس دې په فقر کې ژوند کوي او د افغانستان مهم صادارت دې په داسې پیسو بهر ته صادریږي چې هره ورځ یې ارزښت ټیټیږي،»

غني وویل، «که تېرو ۴۴ کالو څخه زده کړه ونه کړو او یو بل ونه منو، خدای مه کړه تاریخ به بیا تکرار شي،»

پخواني ولسمشر په افغانستان کې د نامعلومو لوریو له خوا د ښځو پر تعلیم روان بندیز ته چې ویل کیږي حتی د طالبانو امیرالمؤمنین یې هم مخالفت نه کوي، هم غبرګون وښود او ویې ویل، «که په یو کور کې یوه زنانه تعلیم وکړي، دا داسې ده لکه پنځه نسلونه چې وروزل شي او د یو هلک زده کړه لکه یو نسل روزل.»

په افغانستان کې د تېر کال د زمري په میاشت کې د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته د پراخ فقر او بې وزلۍ په رامنځته کېدلو سره د ملا حسن اخوند له یوې وینا پرته چې خلکو ته یې د بغارو وهلو وویل، افغان ولس ځان یتیم بولي او وایي چې له طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پرته هیڅوک نشته چې د ولس مخې ته راوځي او د راتلونکي په هکله خپل پروګرامونه وړاندې کړي.‌

3 COMMENTS

  1. ښاغلی ولسمشر غني،
    څښتن تعالی دې راته تر ډېره ژوندی او روغ رمټ لره.
    وتلک الايام نداولها بين الناس
    دا شپې او ورځ به تېرې شي، خو پر څښتن تعالی پوره باور لرم چې الله تعالی به بيرته ستاسې لپاره ذهنًا او قلبًا او هم مکاني وزماني شرايط د بيرته راتګ مساعد او اسانه کړي او د ولس په غوښتنه به بيرته راوغوښتل شې چې نړيواله ټولنه په ګډه ستاسې بيرته راتګ ته لار هواره کړي.
    لوی اختر دې تاسې او کورنۍ او هم ټول ملت ته مبارک وي.

  2. یره د اوسنی نظام هغه پاپړی چوټه د تېرو 150 کلونو په نظامونو ښه وه ـ بلې یقینا ښه وه ـ هر څوک چه اشرف غنی خوښوی هغه د تاریخ تر ټولو کم عقل مخلوق دی ـ نور اشرف غنی صاب او د هغه دار دسته د تاریخ په زبالدانۍ که ګورۍ.

    • خلک اشرف غني نه بلکې داسې نظام خوښوي چې درنښت او عزت یې په کې خوندي وي. افغانان داسې انتخابي نظام غواړي چې پخپله خوښه ولسمشر وټاکي، په خپله خوښه د ولسي جرګې استازي وټاکي، اولادونه یې (نر او ښځې) تعلیم او تحصیل وکړي، ټول ولس د یوې متمدنې ټولنې برخه وي، نه دا چې هر څه دې د پنجاب سفیر او د آی اېس آی رییس وټاکي او سفیر دې لکه لنډی خر کله په یوه وزارت او ریاست وځي ننوځي او کله په بل.
      طالبانو چې کوم نظام جوړ کړی دا د امان الله خان له واکمنۍ مخکې نظام ته ورته دی چې د افغانستان د بهرنیو اړیکو واک له برتانوي هند سره وو او هر څه به چې انګریزانو غوښتل هغه به یې د کابل په حکومت تحمیلول. اوس پاکستان هماغه لوبه کوي، په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، لاکن سفیر یې چې هر چېرې وغواړي هلته ځي او بیا په خپل ټوېټر لیکي چې د پلانکي او بستانکي وزارت مسؤلینو ته یې توصیه وکړله چې څه وکړي او څه ونه کړي.
      د تاریخ زبالداني د یوې مخصوصې ډلې لپاره نه بلکې د هر هغه چا لپاره ده چې کبر کوي او نورو ته په سپکه سترګه ګوري او اوس دغه کار ټالبان کوي. همدا درې ورځې مخکې معلومه شوه چې خواوشا ۱۰۰ بې ګناه انسانان په ننګرهار کې له نهرونو نه مړه را واېستل شول. په داسې حال کې چې چڼي وایي چې په هېواد کې یې امنیت راوستی دی، بیا دا خلک چا ووژل؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب