دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد کندهار د چارواکو غونډه؛ د اختر له رخصتۍ وروسته دندو ته...

د کندهار د چارواکو غونډه؛ د اختر له رخصتۍ وروسته دندو ته په ژر حاضریدو ټینګار وشو

تاند( جمعه ، د سرطان اوولسمه ) ‏‏د کندهار لپاره د طالبانو والي حاجي محمد یوسف د خپلو لاس لاندې چارواکو اداري غونډه کې دوی مکلف کړي، چې د اختر د رخصتۍ له پای ته رسېدو سره ژر دندو ته حاضر شي.

د نوموړي مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې په دې اړه لیکلي:« والي له ټولو رئیسانو څخه وغوښتل، ترڅو د لوی اختر د رخصتیو پای‌ته رسېدو وروسته ژر تر ژره له خپلو ټولو مامورینو سره یوځای خپلي دندي پیل کړي، ترڅو د هیوادوالو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.»

طالب والي د خپلې دغې غوښتنې دلیل نه دی روښانه کړی.

ويل کيږي، چې د طالبانو د نیږدې ټولو مشرانو او چارواکو کورونه له هېواده بهر دي.

د دوی لویه برخه اول لاس مشرانو او چارواکو خپلې کورنۍ په عربي هېوادونو او يوه لويه برخه نورو په پاکستان او ايران کې مېشت کړي دي.

له دې کبله یې یوه برخه زیاتو نورو چارواکو په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو وروسته نوي ودونه وکړل.

د طالب چارواکو نوو ودونو ته د دوی ادعا شوي لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپل غبرګون کې ویلي وو، چې طالب مشران له شرعي عذر پرته د نوو ودونو اجازه نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب