دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد افغانستان کرکټ بورډ په نوي سرروزونکي پسې ګرځي

د افغانستان کرکټ بورډ په نوي سرروزونکي پسې ګرځي

تاند(جمعه، د سرطان ۱۷ مه) د افغانستان کرکټ بورډ د نوي سرروزونکي د موندلو په لټه کې دی ځکه چې اوسنی روزونکی ګراهام تروپ سخت ناروغ دی او که ښه هم شي نه غواړی چې د لنډ وخت لپاره له افغان لوبډلې سره کار ته دوام ورکړي.

اي ایس پي این نن راپور ورکړ چې د افغانستان کرکټ بورډ د نوي سرروزونکي د ګومارلو پروسه پرانیستې او دا څرګنده شوې چې دا بورډ به د راتلونکي سیزن لپاره نوی سرروزونکی وګوماري.

د ګراهام تروپ په غیاب کې ريیس احمدزی له افغان ټیم سره په موقتي ډول د روزونکي په توګه کار کوي.

تروپ د سږ کال په مارچ کې د افغانستان له کرکټ بورډ سره موافقه لاسلیک کړه او ټاکل شوې وه چې د اپریل میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې له لوبډلې سره ملګری شي خو د نارغۍ له کبله یې دا کار ونه کړای شو.

په همدې حال کې د افغانستان کرکټ بورډ د ویست انډیز پخوانی فیلډ روزونکی راین مارون د شپږو میاشتو لپاره د ملي لوبډلې د فیلډینګ روزونکی ګومارلی خو د ده په قرارداد کې ویل شوي چې موده یې غځېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب