دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+ناسا د جیمز ویب تصویر وښود

ناسا د جیمز ویب تصویر وښود

تاند- ناسا د جیمز ویب ټیلسکوپ له لوري د کهکشان اخیستل شوی تصویر وښود.

په دې حیرانوونکي او بې ساري تصویر کې ځلانده ستوري او زرګونه لېرې کهکشانونه په په رنګه ډول لیدل کېږي.

دا تصویر د ۳۲ ساعتونو فعالیت نتیجه دی او د عالم یو تر ټولو ژور عکس دی چې تراوسه پورې اخیستل شوی دی. ږیل کېږي چې جیمز ویب ټیلسکوپ به ژر نور هم د فضا ژوروو ته لاړ شي. دا مهال د ساینسپوهانو په وینا د ځمکې له مدار څخه ۱.۵ میلیون کیلو میتر لېرې څرخي. دا ټیلسکوپ ، چې د انجینرانو یو فوق العاده نوښت بلل کېږي، شپږ ضلعي ۱۸ هېندارې لري.

د ناسا د جیمز ویب د پروژې یو څېړونکی جین رکیبي وايي، په دغه تصویر کې ډېر نا مشخص او  تت ډومبکونه (جبابونه) کم نوره یا تت کهکشانونه دي چې جیمز ویب یې د خپل ساینسي فعالیت په لومړي کال ارزوي.

دا تلسکوپ د ۲۰۲۱ د ډسمبر په میاشت کې له جنوبي امریکا څخه فضا ته واستول شو.

 د ناسا مشر بل نیلسن وايي چې دا تصویر به د جولاۍ د میاشتې په ۱۲ (چنګاښ۲۱) خپور شي

دغه تلسکوپ، چې لس میلیارد ډالر لګښت شوی، د تېرکال د ډسمبر په میاشت کې فضا ته واستول شو.

دا تلسکوپ د اتموسفیرونو،‌ شمسي نظام، له دغه نظام څخه بهر ستوریو، چې د نورو ستوریو په مدار کې څرخي او نورو سیارو په اړه پلټنې کوي او زموږ له اتموسفیر سره یې د مشابهتونو په اړه معلومات راټولوي.

ناسا مشر بل نیلسن :«ښايي دا تلسکوپ زموږ ځینو پوښتنو ته ځوابونه ومومي: موږ له کومې راغلي‌ یو؟ موږ څوک یو؟ هلته نور څه دي؟ او ښايي ځینو نورو پوښتنو ته، چې لا هم نه پرې پوهېږو چې څه دي، ځواب وواي.»

دا چې کاینات مخ په پراخېدو دي، دا تلسکوپ د دې وړتیا هم لري چې د ناسا په وینا د هغو ستوریو د نور موجونه هم تشخیص کړي، چې په لومړیو کې لیدل کېدل خو اوس پناه شوي دي.

د ناسا مرستیال پام میلروي وايي چې د مخکنۍ وړاندوینې خلاف دا تلسکوپ به شل کاله فعال وي. مخکې داسې وړاندوینه شوې وه چې ممکن دا تلسکوپ لس کاله فعالیت وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب