دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخند خپلو مخالفانو ته؛ که اسلامي نظام نه غواړئ، څه...

ملا حسن اخند خپلو مخالفانو ته؛ که اسلامي نظام نه غواړئ، څه غواړئ،ولې مخالفت کوئ؟

تاند( شنبه ، د سرطان اتلسمه ) ‏‏د طالبانو د واکمنۍ رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د لوی اختر د لمانځه پر مهال له خپلو سیاسي مخالفانو څخه ګیله وکړه او ورته په خطاب کې ېې وویل:« که اسلامي نظام نه غواړئ، څه غواړئ، ولې مخالفت راسره کوئ؟»

نوموړي له ډېرو جزییاتو پرته وويل، چې د همدغو مخالفتونو له امله د افغانستان بانکي زېرمې کنګل شوي، بهرنيان مرستې نه کوي او د افغانستان خلک له بد اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي.

هغه خپلو مخالفانو ته له اشارې سره وويل، چې طالبان د خپلو مشرانو په لارښوونه د ۲۰ کلنې جګړې د ماتې پېغور نه ورکوي، خو مخالفان یې سره له دې له مخالفته لاس نه اخلي.

د طالبانو دغه لوړپوړي مقام دا هم وويل، چې بهر ته تللو مخالفانو ته ېې د راستنیدو لپاره کمیسیون هم جوړ کړی.

هغه په دې اړه هم ګیله من ښکاریده، چې ګواکې مخالفانو ېې د راستنیدو په اړه هڅې بدرګه کړي نه دي.

د طالبانو منتقدین، چې په هېواد کې دننه هم پریمانه دي، خو په وینا یې د مرګ او زندان له وېرې څه نه شي ویلای، بهر مېشتو یې د طالبانو له واکمنۍ څخه خپلې غوښتنې تل په ډاګه کړي.

دوی ټینګار کوي، چې طالبان دې ټول ګډونه انتخابي نظام رامنځته کیدو، د ټولو نارينه او ښځينه اساسي حقونو تامين، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو ختمولو او د افغانستان له خاورې د چا خلاف خطر نه رامنځته کيدل تضمین کړي.

د اسلامي نظام په اړه د طالبانو ادعاوې تل له نیوکو سره مخ شوي او دوی تورن دي، چې له اسلام او اسلامي نظام څخه د افراطي تعبير په کولو خپل مخالفان تکفیروي او د افغانستان خلک له اساسي حقونو محروموي.

طالبانو مخکې ټینګار کاوه، چې ټول ملت ورسره ولاړ دی، هیڅ سیاسي او جنګي مخالفت ورته ارزښت نه لري او دوی پر هر څه برلاسي دي.

په وروستيو کې طالبان له داسې ادعاوو په شا کیدونکي ښکاري او په مختلفو بڼو د نرمښت هڅې کوي.

خو منتقدین ېې باور لري، چې د دوی دا ډول څرګندونې غولونکې دي.

3 COMMENTS

  1. بلی که څوک یې غواړي که نه هغه ددوی خپل کار دی خو داسېاسلامي رژیم لکه د تاسو خنځیرانو نه غواړو تاسې د بشریت دوښمنان یاستۍ او په ښځو ظلم کوۍ !!

  2. ښاغلی ملا حسن اخوند،
    اختر دې مبارک شه.
    خدايګو د رياست له دې څوکۍ او مقام سره دومره ساده برخورد هم خوند نه کوي. داسې ښکارې لکه د ژمي پيتاوي ته ناست يې نه د ولس په چويړ کې. په مخ و ټنډه کې دې ناهيلي له ورايه ښکاري. هغه چا چې شل کاله د دين او د شريعت وجنګولې هماغو يې هم تاسې خپله په رسميت نه پېژني. شيخ هبت الله دې بيا وايی چې له نړۍ سره هېڅ تعامل نه کوم که اتوم هم راباندې وکاروي او له بل لورې بيا وايی چې له نړۍ سره د شريعت په چوکاټ کې تعامل کوم. ايا ستاسې دا دواړه خواخوږي قطر او پاکستان له نړۍ سره د څه شي له مخې تعامل کوي؟
    فکر نه کوم چې د شريعت له مخې سره دا تعامل وي، بلکې د نړيوالو بين المللي اصولو له مخې سره تعامل کوي. له دې شريعت خو مو ښه د پزې پېزوان جوړ کړی چې نه يې خپله په چل پوهېږئ او نه بل ته غوږ نيسئ. زه خو داسې باور نه کوم چې هغوی دواړه دې له تاسې سره د شريعت له مخې تعامل وکړي.

  3. ملا حسن بابا؛
    کوم اسلامی نظام؟د ډی نظام قانون چیری دی؟حکومت د فرعونیت نوم ندی ،د خدمت ،شفقت او
    عدالت نوم دی ۰
    داسلامی نظام لپاره کوم تعریف او شرح کوم ملا صاحب در لیکلی که دا نوم هم له پوهنتونیانو سرقت شوی،اوس بیا د سل فیصد اسلامی حکومت بغاری وهی ؛دا هم عجیبه ده چې یو ۷۰ کلن ملا ، هغه هم رئیس الوزرا په خپل تاریخی خطاب کی ملت ته وایی ؛ موږ به څه درکړو ، الله ته بغاری
    وکړی،دا څه افاده کوی ؟
    اول ـ دبغاری کلمه په پښتو کی د حیواناتو لپاره کارول کیږی ،نه د انسان لپاره۰
    دوهم ـ حکومت د خدمت لپاره وی،خدمت خلق الله عبادت دی۰
    دریم ـ تر اوسه یوه جمله ،یو حرکت او فعالیت چې تری د اسلامی دعوت ،حلاوت او جذابیت ولری
    له طالب مخلوق نه چا نده اوریدلی؛اوسنی طالب د ۹۰ سلنی پورته ټول سوټی ،درندګی او وژل دی
    او سند دډی خبری د کانالونو او ډنډونو مړی او په کوڅو او بازار کی پر مومنانو حملی دی چې طالبان
    یی کوی۰
    څلورم ـ د رسول الله نه وروسته ،یواځی خلفای راشدین رضی الله عنهم او بیا حضرت عمر بن عبدالعزیز رح وکولی شو اسلامی حکومت په ټوله معنی قایم کړی ،بل سل په سلو کی اسلامی نظام
    تاریخ اسلام کی درج شوی ندی۰
    نو په بغارو ،پدی سواد او فهم، پدی سیرت او کردار ،امکانات یی صفر ته نژدی دی، او باید د پوهنتونی متخصصینو شاګردی وکړی چې عمرونه یی په تعلیم،تحقیق او تالیف کی تیر کړی دی
    و ما علینا الا البلاغ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب