دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب د موټر چلولو پر مهال: قطر د دفاعي تړون د...

ملا یعقوب د موټر چلولو پر مهال: قطر د دفاعي تړون د لاسليک غوښتنه راڅخه وکړه

تاند( شنبه ، د سرطان اتلسمه ) ‏‏د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد، چې تازه د قطر هېواد له سفر څخه را ستون شوی، وایي قطر ورڅخه د دفاعي تړون د لاسليک غوښتنه کړې ده.

نوموړي د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ملي ټلويزيون خبريال ته دا خبره په داسې حال کې وکړه، چې په يوه موټر کې د چلوونکي پر څوکۍ ناست و او موټر يې چلاوه.

ملا یعقوب قطر ته د خپل سفر په اړه وويل، چې چارواکو نه يې د طالبانو د پوځ د معاشونو، یونیفورم، سرحدي نقليه وسايطو او تاسيساتو په برخه کې د مرستو غوښتنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چې قطر له خپل دفاع وزارت سره د طالبانو د دفاع وزارت د تړون غوښتنه وکړه، څو د هماغه تړون په اساس طالبانو سره همکاري وکړي.

د يعقوب مجاهد په وينا، په دې اړه يې د قطر غوښتنې ورسره راوړي او د اسلامي شريعت او ملي ګټو له پام کې نيولو سره به ياد شوی تړون لاسليک کړي.

د طالبانو د دفاع وزیر دا هم وويل، چې قطر له مخکې نه دوی سره مرستې کړي او د هماغو مرستو په دوام دوی ترې نورې مرستې غوښتي دي.

د يادونې وړ ده، چې قطر په منځني ختيز کې د امریکا متحده ايالاتو تر ټولو نيږدې متحد او حتا استازی هېواد ګڼل کېږي.

دا اوس په افغانستان کې د امریکا د سفارت د تاسيساتو سرپرستي هم د يوه تړون له مخې قطر هېواد پر غاړه اخیستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب