سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهمحب: د افغانانو مدني او فردي ازادۍ سلب او امنيتي ځواکونه او...

محب: د افغانانو مدني او فردي ازادۍ سلب او امنيتي ځواکونه او کورنۍ یې خطر کې دي

تاند(شنبه، د سرطان اتلسمه) د افغانستان د پرزول شوي نظام د ملي امنیت سلاکار  حمد الله محب د لوی اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې د طالبانو له لوري د افغانانو پر ژوند د وضع شويو سختو قيوداتو له کبله نیوکه کړې ده.

نوموړي ويلي:« ‏‏‏افغانان لوی اختر په داسي حال کې نمانځي، چې طبعي افاتو لکه زلزلې او سېلابونو، بد اقتصادي او امنیتي وضعیت یې ژوند سخت کړی. نژدې یو کال کېږي مدني او فردي ازادۍ یې سلب او د ښځو پر مخ د ښوونځي دروازې بندي دي. د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي او کورنۍ یې لا هم له ګواښ سره مخ دي.»

نوموړی وړاندې لیکي:« ‏د ایثار او قربانۍ په دغه اختر کې زموږ ټولو انساني او اسلامي وجیبه ده، څو خپل هیوادوال، چې طبعي او انساني افاتو ځپلي دي، له مرستې او لاسنیوي څخه هېر نکړو. همدا راز په کار ده، چې له ځنډ پرته د ټولو ښځینه ښوونځيو بیا پرانستنې او د اقتصادي وضعیت د چټک بهبود لپاره تلاښونه دوام وکړي.»

د افغانستان د پرزول شوي نظام ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره شپه په خپل اختریز پیغام کې پر طالبانو توندې نيوکې وکړې.

د ښاغلي غني پیغام په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخامخ شو.

3 COMMENTS

  1. زه چه د هغه ګیلانی پیر بېسواده موریدانو ته وګورم او د اشرف غنی باسېوادو لمسیانو ! ته ـ او بیا د سمیع سادات باټو او محب څرګندونو ته او همدارنګه د پنځم جمهوریت (!) په بحث که د سیاسي تحلیل ګرانو بحث ته په خدای چه سړی ګنګس شی او هغه د عیسی ع خبره سړی ته ور په یاد شی چه ویل به یی چه ” زه د مړی په ژوندی کولو پس نه یم پاتې شوی خو د جاهل په پوهولو که پاتې راغلی یم” .

  2. دتښتېدلی ریس مټکور ریشخند اوکمزورې فسبوکی افسانه او دایی بل ډایپر
    په اسلام کې منطق په سوله ولاړ دی چې تا سوله هغه له بن بست سره مخامخ کړی وه ته استدلال وایې خدای ج دبیخ وباسه مټکوره دې بزدل کاسه لیس ته دې ګوره چ وایی:
    ګندنه هو تازه ګندنه…………. ګل سرشوی.50/50= جان کری + ګلمرجان
    بې خبره غنی اوس وایی چې اسلام په افریقا او امریکا کې په پراخیدو دی حال داچې په ټوله نړی کې په پراخېدو دی. په ۲۰۷۰ کې به دنړۍ لومړی مذهب وی انشاء الله
    اشرف غنی دغه ولس دې موقف ته راوست اقتصاد پوه دی خو په احصایه باندې نه پوهیږی
    خبره یوازئ د تور لښکر نه ده زره او حتی لکونه کوم اغېز نه لری په حقیقت کې اشرف باټ فیسبوکی فرهنګ والوزاوه او وتښېد
    غنی داستعمار له ناروغی ترمینالوژی لا نه دی راوتلی لمونځ کولی نشی چې اسلام ورته سخت دریخه ښکاری
    غنی یوزوړ اماتور دی نه سیاستمدار
    دغنی او فرهاد دریا چرګ یو لینګی لری فرهاد هنر نه معجزه جوړه کړی غنی په متکور تېر وتی
    قسم خور غنی د۱۶۰۰ جوماتونه ادعا کوی خو بیا دناتو او امریکا تجاوز نه منطق نه استدلال او نه یوبل منلی شی ایا دستر تمدن قلمرو او موقف همدغه ډول منطق وه غنی دوه خر بوزط یوه لاس کې ننیسی ؟
    ۴۴ خو بیخی زیات کلونه دی تا دوهمه باچایی کې له ګل مرجان سره کوم حالت راوستلی وه
    غنی دخبلې خودخواهی له یابو لا نه دی راکته شوی
    دغنی ددیران چرګانو هم هګی نه اچولی حمدالله یو له همدې چرګوټیو څخه دی
    غنی ته زه مشوره ور کولی شم که اسلامی امارت وغواړی سره له دې چې زه امارتی نه یم او تر یوحده په امارت باندې کلکې نیوکې هم لرم
    غنی احمد زی دی خو داحمدزیو له کودو سره یو نابلد کس دی
    غنی ته دپښتنو فرهنګ هم نه ورخی چې له ورخه تېرې اوبه بیرته نه راګرځی
    دکوم ملی وحدت خبرې کوې
    لنډه داچې امریکا بیاهم غوږ کې درواچول چه له پیسو او چورلکو سره څه ډول ووخه
    دغنی پروژې له پیله کږې وې چې مزله ته ونه رسېدې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب