Homeخبرونهد NDS وروستی رییس: د سیمې د نورو نظامونو ړنګول د ط-انو...

د NDS وروستی رییس: د سیمې د نورو نظامونو ړنګول د ط-انو او افراطي ډلو توافق شوې اجنډا ده

تاند( چارشنبه ، د سرطان پینځلسمه ) ‏‏ د افغانستان د ملي امنیت وروستني لوی رييس احمد ضياء سراج خبرداری ورکړ، چې د افغانستان له بې نظامه کیدو څخه وروسته د سیمې د نورو هېوادونو د اوسنيو نظامونو ړنګول د اسلامي افراطي ډلو ګډه اجنډا ده،چې طالبانو توافق ورسره کړی.

 نوموړي د افغانستان د نظام له ړنګیدو وروسته په لومړنۍ تلويزوني مرکه کې چې له بي بي سي فارسي سره ېې وکړه، دا څرګندونې وکړې.

هغه د پاکستان، ازبکستان ، تاجيکستان او يو شمېر نورو سیمه ییزو هېوادونو د اړوندو وسله والو افراطي ډلو یادونه وکړه،چې له کلونو راهيسې د افغانستان له واکمنو طالبانو سره نیږدې اړیکې لري او د دوی تر چتر لاندې ېې په افغانستان کې پټنځايونه او فعاليتونه لرل.

د افغانستان د ړنګ شوي ملي امنیت ځواک دغه وروستی رییس زیاتوي،چې يادو ډلو او طالبانو ټولو توافق سره کړي و،چې د خپلو هېوادونو د نظامونو په ړنګیدو کې به همکاري ورسره وکړي.

د احمد ضياء سراج په وینا،اوس چې افغانستان بې نظامه شوی،طالبان پکې حاکم شوي او د دوی تر چتر او ملاتړ لاندې د سیمې نور افراطي جريانونه په افغانستان کې فعاليت کوي،د سیمې د نورو نظامونو لپاره خطر موجود دی.

د سراج په وينا،پر سيمه ييزو افراطي جريانونو سربېره نړيوال افراطي جريانونه لکه القاعده او نور هم په افغانستان کې بيرته په ډاډمنه توګه فعال شوي او سيمې ته د خطړ زنګونه دي.

دا په داسې حال کې ده،چې پرون د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له خاورې پر دغه هېواد د پينځو توغندیزو بریدونو خبر ورکړی.

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

مخکې طالبانو په پرله پسې ډول ټينګار کړی،چی د افغانستان خاوره به د هيڅ کوم هېواد خلاف نه کارول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...