شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهنامعلومو وسله والو په هند کې یو افغان پیر وواژه

نامعلومو وسله والو په هند کې یو افغان پیر وواژه

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۱۵ مه) د هند پولیس وايي، نامعلومو وسله والو تېر ماښاښام یو افغان کډوال پیر د مهارشترا ایالت په یولا ښارګي کې په ډزو وویشت او وواژه.

 د پولیسو په وینا دا پېښه د ماښام په ۷ بجې او ۱۵ دقیقې د ایم آی ډي سي صنعتي زون ته څېرمه شوې او دوی یې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

پولیس وايي لږترلږه څلور مرمۍ یې پر سر او غاړه لګېدلي دي.

تراوسه پورې د دې قتل انګېزه څرګنده نه ده. خو پولیس د حمله کوونکو شمېر ۴ تنه ښيي او وايي چې د ۳۵ کلن صوفي بابا له وژلو وروسته په یوه موټر کې تښتېدلي دي.

د پولیسو په وینا دا افغان پیر خواجه سید چشتي نومېده او په صوفي بابا مشهور و.

خو په ځینو نورو رسنیو کې د ده نوم خواجه ظریف بابا ښودل شوی او ویل شوي چې نوموړی اصلاً د هرات ولایت اوسېدونکی و او وروسته له دې چې هند ته لاړ او ځان یې پیر اعلان کړ، ډیر خلک یې لاسنیوي ته ورتلل.

د صوفي بابا په مړینه د یولا د سیمې مسلمانان سخت خوابدي شوي او له پولیسو یې غوښتي چې د نوموړي قاتلان ژر تر ژره ونیسي.

3 COMMENTS

  1. ځائی خلګ نو خوشی غُلان دی چی په قاتل پسی ګرځی.
    قاتل په حقیقت کی همدا مقتول دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب