سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهطالبانو له افغانستانه پر ازبکستان د توغندو د ویشتل کېدو ادعا رد...

طالبانو له افغانستانه پر ازبکستان د توغندو د ویشتل کېدو ادعا رد کړه

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۱۵ مه) طالبان دا ادعا ردوي چې ګنې د افغانستان له خاورې پر ازبکستان راکټيونه ویشتل شوي دي.

پرون (سې شنبې) د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د افغانستان له خاورې پرې توغندي ویشتل شوي دي.

خو د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویندوی محمداصف وزیري د ازبکستان د باندنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړه.

تر دې شاوخوا یوه میاشت پخوا هم د افغانستان له خاورې پر تاجکستان او ازبکستان د توغندويي بریدونو راپورونه خپاره شوي وو او داعش یې مسوولیت په غاړه اخیستی و.

وزیري ویلي چې د دوی مخالفو وسله والو غوښتل چې د ازبکستان پولې ته نژدې ورسره نښته وکړي خو نښته ونه شوه او د دښمن پلان یې مخکې تر دې چې عملي شی، شنډ کړ.

ده همداراز وویل، له دې کبله چې هیڅ نښته نه ده شوې نو د ازبکستان لور ته د مرمۍ د لګېدو خبره ناسمه ده.

ده ونه ویل چې کومې وسله والې مخالفې دلې یې غوښتل چې پر طالبانو برید وکړي.

د ازبکستان د باندنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان له خاورې توغندي پر ترمذ ښار ویشتل شوي چې څلور یې پر یوه کور او يو پر یوې دښتې لګېدلي خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

په همدې حال کې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د اختر په مناسبت په خپل پیغام کط ګاونډیو هیوادونوته ډاد ورکړی چې د افغانستان له خاورې به هیڅ هیود ته ګواښ نه پېښېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب